دملي نجات ورځ د سره ښکېلاک له شرمه ډکه ماتې

 

دملي نجات ورځ د سره ښکېلاک له شرمه ډکه ماتې

 

زموږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ په سياسي جغرافيه کې د خپل سياسي شتون له مهاله بيا تر ننه د تاريخ د ډيرو لوړو، ژورو ګرمو او زړه بګنونکو پيښو له بټۍ سر راپورته کړي او د ژوندانه د دباوو هر ډول ناخوالي يې په سړه سينه زغملي دي.

زموږ هېواد د وروستيو درې نيمو لسيزو په اوږدو کې د کورنيو ستونزو،نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو د توطيو او دسيسو له امله په کنډواله وواښت، مادي او معنوي شتمنۍ يې تالا ترغه شوې او ولسونه يې د ډيرو ترخو او ناوړه شيبو لکه بې وزلې، لوږې ، بې کارۍ، مهاجرتونو ، ويني تويونې او ناروغۍ سره لاس په ګريوان پاتې شوي دي او ددې اوږدې غميزې لړۍ تر اوسه په خپل ځاى پاتې ده. تاريخ ددې شاهد دى ، چې افغان باتور ولس هم د تاريخ په اوږدو کې د يرغلګرو او نيواکګرو پر وړاندې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا ملي حاکميت او خپلواکۍ څخه د ځمکي په دې مهمه او حساسه سيمه کې د خپل سياسي شتون څخه په ميړانه او سرښيندنې دفاع کړي ده ،چې مهمې بيلګې يې د افغان بريتانيه او افغان شوروي تر منځ خونړۍ جنګ جګړي زموږ په لرغوني تاريخ کې د يادونې وړ دي. نو همد لامل دى ،چې زموږ هېواد د تمدن او پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شوي دي. افغانستان دخپل جيوپوليتيک ، جيو ستراتيژيک شتو ن له امله بهرنيانو ته د پام وړ جغرافيه ده ، نو ځکه د تاريخ په اوږدو کې په ځانګړي ډول د دويمي نړيوالې جګړې را وروسته  د نړۍ زياترو هېوادونوپه ځانګړي ډول زبر ځواکونو پر افغانستان باندې په يونه يو ډول د ولکي د تر لاسه کولو په فکر کې دي او غواړي خپلو موخو ته د رسيدو لپاره په هره لاره ، چې وي دلته خپلې پښې کلکې کړي. کله ، چې په ١٣٥٧لمريز کال د ثور په اومه په هېوادکې د وسلې دزور په کارونې سره  واک د يوه ځانګړي ګوند په لاس کې پريوت ، د دوى هڅو لا زور واخېست په هېواد کې دافغانستان خلک، ديموکراټيک ګوند غړو  د سياسي پختګۍ نه شتوالي له يوې خوا ، او له بلې خوا د ګوند له سياسي او مرامي اهدافو سرغړونه ، د ولسواکو او ترقۍ غوښتونکو غورځنګونو سره د دښمنۍ پالل، دقدرت انحصار ، دخلکو پر وړاندې د وچ کلک او ناوړه چال چلند کارونه ، دچارو په پر مخبيولو  کې بيړه او د ټولنيزې ، اقتصادي ودې او پرمختګ له اړينو پړاوونو ټوپ وهنه، په ديموکراتيکه مرحله کې د ديموکراتيکو دندو د اجرا پر ځاى دتوندو، احساستي او انحرافي کړنو تر سره کول د ځوان حاکميت پر وړاندې د خلکو بې باروۍ ته لاره هواره کړه او په پايله کې هېواد په پړاويز ډول د بحران په لور خپل يون پيل کړ. خلکو د هېواد له ګوټ گوټ څخه وتلو ته ترجيح ورکړه، پاکستان ، ايران او د نړۍ نورو هېوادونو ته په مهاجرت کولو اړ شول ، ياد هېوادونه ، چې دافغانستان پر وړاندې د يوې داسې ورځې په  هيله وو موکه په لاس ورغله او د رامنځته شوي بحران لانورې ژورتيا ته يې لمن ووهله او زموږ په هېواد کې يې د خپلو لاسوهنو بهير ته لاره پرانيسته. د اسلامي ډلو ځينې مشران ،چې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال لا له وړاندې په پاکستان کې ميشت وو، پاکستان ته د ورتلونکو مهاجرينو د تنظيم او سمبالښت  چارې يې د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو په همکارۍ او لارښونه سره پيل کړې او د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو له لورې ، دوسلو  او تجهزياتو مرستې ور سره ترسره  شوې. د هېواد په ځينو سيمو او ولايتونو کې د نظام پر خلاف پوځي تحرکات پيل شول پوځي حالا تو ورځ تر بلې بدلون وموند، دهېواد څخه د خلکو د وتلو په کچه کې لوى بدلون رامنځته شوو،  دافغان حکومت د راپرځيدو په موخه د هېواد په ډيرى ولايتونو کې جګړيز عمليات پيل شول، د جګړې پر مهال يو شمېر ولسوالۍ اوسيمې د وسلوالو مجاهدينو په لاس کې ولويدې. په هېواد کې يو شمېر اکمالاتي لارې د دولت پر مخ وتړل شوې. دا داسې مهال وو،چې له يوې خوا د ګوند په مشرتابه کې د واک د خپليدو پر سر ګرمه سيالي روانه وه ، چې ګوند يې دسختو ننګونو سره مخامخ کړي وه او ددې ويره موجوده وه ، چې ځوان حاکميت له ماتې سره مخ شي ، او بلخوا سړه جګړه د زبرځواکونو تر منځ د نړۍ دهېوادونو د خپلولو پر سر خپل اوج ته رسيدلي وه. نو پخواني شوروي ،چې دافغانستان سياسي او پوځي پرمختياوې يې په ځير سره څارلې او نه يې غوښتل ،چې په افغانستان کې د خلک ډيموکراټيک ګوند د حاکميت په له منځه تلو سره داسې نظام رامنځته شي ،چې لويديځ ته نيږدې وي .

نو پخواني شوروي ،چې افغانستان يې د خپلو ستراتيژيکو ګټو سيمه بلله او له دې لارې يې غوښتل ، چې د هند سمندر ګرمو اوبو ته ځان ورسوي نو پرافغانستان باندې د يرغل او واک ته د ببرک کارمل د رسيدو لپاره يې لومړۍ د نور محمد تره کي او حفيظ الله امين ترمنځ موجودو بې باوريو او بې اعتماديو زياتيدو ته لمنه ووهله او په دې اړه يې د خپلو هڅو بهېر په چټکۍ سره څو برابره ګړندۍ کړ او په افغانستان کې خپل استوګن سفير ته يې د نورو دندو د سپارلو تر څنګ د کې، جي، بي  د ماهيرينو په لاس جوړ شوى هغه اپوراتيفي پلان وسپاره ،چې په ماسکو کې جوړ شوي وو، ماسکو په دې وتوانيده ،چې په کابل کې د کي ، جي ، بي  د مامورينو په هڅو سره د ورکړل شوي پلان پر بنسټ  دتره کي او امين ترمنځ د نه باور فضا لا پسې خړه پړه کړي . کله ،چې نور محمد تره کي د کيوبا د کمونيست ګوند په کنګره کې له ګډون وروسته له ها وانا څخه لومړۍ ماسکو ته لاړ او د شوروي د هغه  مهال مشر بريژ نيف سره له ليدو کتو وروسته هېواد ته ستون شو ور سره جوخت د تره کي  او امين ترمنځ لفظي شخړو او ناندريو لا زور واخېست او دا ددې لامل شوو، چې خبره د تره کي تر وژني ورسيږي. د تره کي په وژلو سره  حالات نور هم پسې ترينګلي او پيچلي شول.  دنورمحمد تره کي تر وژلو وروسته حفيظ الله امين د واک پر ګدۍ کېښناست. مسکو ، چې پر حفيظ الله امين باور او اعتماد نه درلود، نو دده  د واکمنۍ له منځه وړلو لپاره يې تر دې پلمې لاندې ،چې د شوروي په ګاونډ کې يې د پاکستان سره په تفاهم کې د دوى ملي امنيت ګواښولو ته لاره پرانېستې ده، نو په افغانستان کې يې د پاکستان او لويديځ د نفوذ دمخنيوي تر نامه لاندې يې په ١٣٥٨ لمريز کال د ليندۍ په شپږمه پر افغانستان د ځمکي او هوا له لارې د يو سل ديرش زرو پوځيانو په شاوخوا کې ،چې په پرمختللو وسلو سبمال وو يرغل پيل کړ ،چې ددې يرغل په پايله کې حفيظ الله امين د تاجبيګ په ماڼۍ کې د ميلمستيا پر مهال ،چې دماسکو څخه د دستيګر پنجشيري د راستنيدو په منظور جوړه شوي وه د زهر لرونکي سوپ په خوړلو سره ،چې له وړاندې تيار کړل شوي و لومړي مسموم او وروسته د تاجبيک ماڼۍ په لر او بر کې د ځاى پر ځاى شوي اسلامي کندک تر نامه لاندې د روسي  پوځيانو د بريد په پايله کې د يو شمېر نورو ملګرو سره يو ځاى ووژل شوو. او په دې توګه د شوروي دپوځي يرغل په پايله کې افغانستان د ټولو نړيوالو منل شويو اصولو او د ملګرو ملتونو دمنشور د اصل پر خلاف په بشپړ ډول د سره پوځ په ولکه کې پريوت او ببرک کارمل د روسيې پوځونو د مټو او سرنيزې په زور پر افغان ولس ور وتپل شو اوپه دې توګه د افغانستان خلک ډيموکراټيک ګوند دواړو مشرانو، تاريخي او سياسي تيروتنو دا وښودله ،چې په خپلو کې بې باوري او په پرديو باور کول د کوم برخليک پايله کېداى شي. پر افغانستان باندې د پخواني شوروي يرغل د لويديځي نړۍ کلک غبرګون را وپاراوه او هغه يې د يوه بې وزله او کمزوري هېواد اشغال وباله او افغان مجاهدينو ته يې د شوروي سره په جګړه کې د وسلو او مالي مرستو د ورکړي ټټر وډاباوه . د ملګرو ملتونو سازمان دا تيرى وغانده  او دافغانستان څخه يې د شوروي پوځونو  د ژر تر ژره د وتو غوښتنه وکړه. متحده ايالتونو او د هغې لويديځ انډيوالان د افغانستان په کشاله کې د شوروي سره ښکر په ښکر شول او افغانستان د زبر ځواکونو ترمنځ  د وزلوبي د سيالۍ په ډګر واوښت او نړيواله بڼه يې غوره کړه. په ميلونونو افغانان د پولې ها خوا  په پاکستان  او ايران کې ميشت شول.

جګړه په هېواد کې توده په توده روانه وه ، د دواړو لوريو څخه په جګړه کې په ميليونونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته ، ملي ناورين او ناتار خپله پراخه سيوره پر هېواد وغوړوله ، ختيځ او لويديځ دواړو دخپلو وسلو جګړيز قابليت د جګړې په ډګر کې د افغانانو په وژلو ازمايښ کړ. د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وسلوال پاڅونونه رامنځ ته شول، لويديځي نړۍ او امريکا د وسلو په څرنګوالي او څومره والي او د مالي مرستو په زياتوالي کې دپام وړ بدلون رامنځ ته کړ،  جګړي خورا ګواښنده بڼه خپله کړه، افغان وسلوالو ځواکونو د جګړي په ډګر کې زيات ځاني زيانونه وګالل . د افغان وسلوالو ځواکونو په ليکو کې د جګړي د پرمخبيولو، جګړيز مورال او روحيه ورځ تر بلې د کمزورتيا پر لور روانه وه. د وسلوالو ځواکونو له ليکو څخه د سرتيرو په تېښته کې نه جبرانوونکي بدلون رامنځ ته شوو د نظام دفاعي او پوځي ځواک په چټکۍ سره کمزوري کيده. په ميليونونو ماينونه دهېوادپه ګوټ ګوټ کې ښخ او وکرل شول، په جګړه کې ټول بنسټيز جوړښتونه په چورلټه توګه دهېوادپه کچه له منځه لاړل ، هيڅ لورې په جګړه کې غوڅ او پريکنده برياليتوب تر لاسه نه کړ. دوخت په تيريدو سره کله ،چې  د ماسکو زاړه او محافظ کار مشران يو پر بل پسې د نړۍ سترګي پټي کړې او ميخايل ګرباچوپ د نوي تفکرد ځلانده څيرې په توګه رامنځ ته شوو. په شوروي کې يې د محافظ کارو کمونيستانو د واک اډانه کمزوري کړه. په نړيوالو او سيمه ييزو مناسباتو کې يې دپام وړ سياسي بدلون رامنځته کړ. دا په داسې حال کې وه ، چې په افغانستان  کې د واک پر تخت ناست مشر دخپلې بې کيفايتۍ له امله د ګوندي غړو د مطلق اکثريت د توندو نيوکو سره مخ و او ددې وړتيا يې نه درلوده ، چې په بحران  او کړکيچ کې ښکيل هېواد سالم چاپيريال ته راوباسي ، نو افغانانو ته هم موکه په لاس ورغله ترڅو داسې مشر ومومي ، چې له يوې خو داسې متوازن او معقول سياست رامنځته کړي ، چې ښکيلو خواوو ته د منلو وړ وي او بلخوا ددې سياست پر بنسټ په بحران کې ښکيل هېواد له بحران څخه د رايستلو وړتيا ور سره وي او جنګ جګړو ته د پاى ټکى کيږدي.

د دا ډول سياست ټاکل او پلي کول د پخواني ولسمشر نجيب الله په وجود کې شونې ښکاريده ، خو ډاکټر  نجيب الله د هېواد د مشر په توګه په داسې شرايطو کې رامنځ ته شو، چې هېواد په بشپړ ډول په ملي ناورين کې راګير و او نجيب الله يې ديوه ستر تاريخي ازمايښت سره مخامخ کړي وو، نجيب الله ،چې د ښې سياسي پوهي ، ځيرکتيا او نوښت څخه برخمن وو.

د دراک افغان سياستوال په توګه يې له دې غميزې څخه دافغان ولس د ژغورني ، ولسواکۍ ، ټولنيز عدالت ، ملي وفاق ، پرمختګ ، بيارغونې او مدني ټولنې ته د رسيدو په موخه يې په سوله ييز ډول د افغانستان کشالي حل ته لومړيتوب ورکړ او د ملي روغي جوړې او پخلايني سياست ،چې په بشپړه توګه يې د افغانانو له ارادو ، غوښتنو ، هيلو او ارمانونو څخه سرچينه اخېستله او دافغاني ټولنې پر واقيعتونو ولاړه وه نه يوازې دخپل ګوند او دولت د اوږد مهاله سياست په توګه بلکې د هېواد د بيارغونې په اوږده  پړاو کې د ټولو افغاني ځواکونو د ګډ ملي او افغاني سياست په توګه مطرح کړ او دا يې څرګنده کړه ، چې هېوادنۍ ستونزې دم ګړۍ هومره پيچلي شوې ، چې يوازې يو څوک په يوازې توګه نه شي کولاى هغه حل کاندي او دافغان کشالي حل په يو اړخيز ډول په اوس کې واقعيت نه لري او د يوه ځانګړي ګوند د انحصار پر حاکميت يې د بطلان کرښه را وښکله ، ديوه ګوندي دولت د حاکميت پر ځاى د ټولو افغانانو د ملي وفاق د حاکميت رامنځته کيدل هدف وګرځاوه. ده خبرداري ورکړ تر هغې به په هېواد کې سوله، امن او ټيکاو رامنځ ته نه شي ترڅو افغاني ښکيلي خواوې په صادقانه او رښتيني ډول د پرديو د لاسوهنې پرته د يوه ميز ترشا راغونډ نه شي او هېوادنۍ ګټې تر ګوندي ، تنظيمي او ځانګړو گټو لومړي ونه بولي، چې بيا وروسته په مکه مکرمه کې  دښکيلو خواوو درا ټوليدو لپاره د داکټر نجيب اله وړانديز خورا مشهور شو.

 نجيب اله دخپل واک په ټوله موده کې په هر اړخيزه توګه هڅه او هاند وکړ چې دملي روغې جوړې سياست دپلې کولو لپاره دښکيلو افغاني ځواکونو او ځانګړو افغاني شخصتونو او همدارنګه دښکيلو نړيوالو دولتونو دمثبتو او جوړونکو هلو ځلو لاره هواره کړې چې په دې برخه کې دملګرو ملتونو دسولې لومړني پنځه فقره ييز پلان ته چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بينين سيوان لخوا پرمخ وړل کيده اشاره وکړو.

دوکتور نجيب الله د ژينيو د لوزنامو او افغان ولس د مجاهدت او سرښيندنې په پايله کې د پخواني شوروي يرغلګر ځواکونه له هيواد څخه وتلو ته اړ کړل په ١٣٦٧ لمريز کال د سلواغې په ٢٦ تمه د شوروي د څلويښتمې پلې فرقې قوماندان تورن جنرال ګروموف د شوروي ورستي پوځي د حيراتانو له پله څخه د تيريدو پر مهال چې د څلويښتم تيري کوونکي پوځ بيرغ يې په ټيټ سر د ځان سره ليږداوه وروسته دا ورځ د ملي نجات ( ملي ژغورنې )  د ورځې په نوم د يوه ځانګړي فرمان په توشيح کولو سره ونوموله چې د هيواد په تاريخ کې د نجيب الله له نامه سره نه شليدونکى پيوند لري او افغانان هر کال دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځي او يادونه يې کوي او د هيواد په تقويم کې رخصتي ده.ددي کار په ترسره کيدو سره د شورويانو قهر او غصه را وپاريده او د دوکتور نجيب الله پر خلاف يې د ګوند او دولت په دننه او د کې،جي، بې ، استخباراتي سازمان سره د تړلو کسانو او يو شمېر تنظيمي او اسلامي ډلو په شتون کې په توطيو او دسيسو لاس پورې کړ او د ملګرو ملتونو د سولې پلان چې د تطبيق وروستي پړاو ته رسيدلي و، د ماسکوـ تهران ـ اسلام آباد انقري او يو شمېر لويديځو هېوادونو په لارښونه ددې پلان د پلي کيدو مخه ونيوه او د پلان شوي کودتا په تر سره کيدو سره د سولې پلان سبوتاژ کړل شو ، افغانانو ، چې د سولې راوستو هيلي يې په زړونو کې راټوکيدلي وې له امله يې هيلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شول او يوه بله اوږده کور سوځوونکي ملي غميزه ، چې تر دې مهاله روانه ده زموږ پر کړيدلي ولس وروتپله په پايله کې هېواد د دولتي حاکميت د تشې ( د قدرت خلا) په ډنډ کې ور ګډ او د باتور افغانانو ټاټوبي دنړيوالو ډار اچوونکو ، تر هګرو او مافيايي ډلو پر ځالي بدل شوو کوم ، چې نجيب الله د پيښيدو خبر داري ورکړ ى وو. نجيب الله په کابل کې د ملګرو ملتونو په ډيپلوماتيک مقر کې پنا واخېسته او تر څلورو کلونو زيات هلته بنديوان پاتې شوو. ډاکټر نجيب الله  د واکمنۍ وروسته جهادي او اسلامي ډلو ترمنځ د واک پر سر جګړه کې دهېواد ښارونه هم د خاورو سره خاورې شول او د رباني او مسعود په توره دوره کې د ځاني زيانونو سربيره د هېواد مادي او معنوي شتمنۍ هم په بشپړه توګه چور او تلا شوې. کله ، چې لويديځي نړۍ د رباني او مسعود واکمني د پخواني شوروي اتحاد او د هغې ميراث خوري روسيي په چوپړ کې وليده نو د طالبانو تر نامه لاندې تحريک يې رامنځ ته کړ. طالبانو په لومړي سرکې وکولاى شول وسله راټوله او امنيت ټينګ کړي. دپلازمينې کابل په نيولو سره د رباني او مسعود واک مات او دافغانستان د ويشلو شوروي پلان شنډ کړى خو په طالبانو کې يو شمېر سخت دريځو کړيو يو لړ داسې چارو ته لاس واچوه ، چې خلکو ته د زغملو وړ نه و. دوى د کابل په نيولو سره جوخت سم د لاسه پخوانۍ جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د ملګرو ملتونو دډيپلوماټيک مقر خونديتوب په نظر کې نه نيولو سره په  زور او جبر له هغه ځايه رابهر کړ له محاکمې پرته يې لومړۍ سخت شکنجه  او وروسته يې وواژه. بيا يې د اسلامي، افغاني او انساني اصولو پر خلاف د هغه مړى په بې حرمتۍ سره دده د ورور جنرال احمدزي سره يو ځاى دار ته وخيږاوه ، چې پلان يې لا له وړاندې د هېواد له پولو بهر جوړ شوى وو. طالبانو د شمالي ولايتونو په نيولو سره د لويديځ له کنتروله ووتل . نړيوالو ترهګرو د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې ، چې د رباني او مسعود د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ميشت وو په ٢٠٠١ زيږديز کال کې د سپټمبر په ١١ مه د نيويارک په ښار کې د نړيوال سوداګريز مرکز دوې غبرګې او هسکي ماڼۍ ونړولې ، طالبانو دامريکا متحده ايالتونو  اويا کوم دريم هېواد ته د اسامه د سپارولو څخه د ميلمه توب تر پلمې ډډه وکړه.  او په دې ترتيب د امريکا متحده ايالتونو د ناټو ټلوالي په ملاتړ د طالبانو واکمنۍ ته د پاى ټکى کيښود او په اصطلاح نه مېلمه او نه کوربه پاتې شول.

دشوروي پوځي يرغل راتلونکي پايلي لا  جوتې نه دي او دا لړۍ دوام لري وضع او حالات خورا پيچلي او دردونکي دي هيڅوک نه پوهيږي ، چې څه به کيږي؟

خو هره  لحظه هر څه ممکن دي ، چې پيښ شي. پر افغانستان د شوروي پوځي يرغل پايلي نه تنها د افغانانو لپاره بلکې دتيري کوونکي لپاره هم خورا درانې او ورته په لوړه بيه تمامې شوې. سړه جګړه ، چې افغانستان يې وروستي ډګر وو د تيري کوونکي هېواد په ابدي ماتې پاى ته ورسيده . نړيوال سويالستي سيستم او د ورسا پوځي تړون ( ټلواله ) له منځه لاړل. دهغو شمېرو له مخې ، چې اوس په ډاګه شوي دي د جګړې پرمهال (١٠٧٠٠) روسي پوځيان مړه د٦ زرو په شاوخوا کې معيوب او معلول شول، ٢٢١ کسان تري تم ، د کي، جي ، بي ١٨ تنه سلاکاران ووژل شول. د افغانستان جګړه د شوروي وروستي جګړه ده . دا له هغه وروستي ځانوژونکو ماينونو څخه يوه راوختله ، چې يو لوى هېواد پر والوت او دړې وړې شو، د شوروي اتحاد  ړنګيدل د شلمي پيړۍ تر ټولو ستر جيو سياسي ناورين وو، د روسيي دخلکو لپاره دا يوه واقعي ډارمه شوه . دافغانستان خلک د ديموکراتيک ګوند او په نړۍ کې کارګري، پروليتري اوشوروي پلوه ګوندونه بايد خپله ايديالوژيکه سهوه او تيروتنه ومني ، چې ګني سوسياليستي انقلاب د تزاري روسيي استعماري ماهيت بدل کړي دى. ځکه پر افغانستان د شوروي يرغل او په نړۍ کې نورو پيښو دا وښودله ، چې شوروي اتحاد د تزاري روسيي استعماري ماهيت په ميراث اخېستي او د سوسياليزم څخه يې د يوې تيريدونکي مرحلې په توګه ګټه پورته کوله.

نيکمرغه دې وي د ملي نجات ورځ

يوسف انتظار  

 

 

 

Last Updated (Sunday, 17 February 2013 10:11)