جمعه، 28 جولای 2017

زمونږ په اړه

دملي، روغې جوړې، ويبپاڼه د (زما شخصی) وبلاک ادامه، هغه چې د وطن دداخلي او بهرنيو دښمنانو، پرشاتلونکي، مزدورا نو، دملي، ترقې او دموکراسیې ضد قوتونو دګډې دسيسې اوپلانو نوپه نتيجه کې وتړل شودی.
د دې ويبپاڼې د خپرولو په پاليسې اوتګلاره کې سره د نورو مطالبو دغو لاندې ليکنو ته دلومړيتوب اهميت ورکول کيږي:

  • الف – د روښانګرې په برخه کې:
    • دوطن دتاريخ دښه درک لپاره دتاريخي ليکنوخپرول، چې موخه يي د تاريخ دمثبتو بهيرونونه زده کړه او دمنفی بهيرونونه عبرت اوپند اخستل وي.
    • دوطن دکورنيو او بهرنيو دښمنانو ددسيسو بربنډول، که په هره طريقه او څيره کې اوسي.
    • دعلمي، تحقيقي، تنويري، حقوقي، اخلاقي، فرهنګي اوکلتوري ليکنو خپرول، چې هدف يي دوطن دوګړو ددرک اوپوهې دکچې، لوړول ووسي.
  • ب – په سياسي برخه کې:
    لکه څنګه چې دوطن ګونداودنوروسياسي احزابو صفوفو، چې خپل برخليک يي دوطن دازادې،سوکالې، پرمختګ، دموکراسي، خلکووته دحقوقو ورکول، دوی د خپل وطن پربرخليک حاکمول او نورو داسې اسلامی او انسانی اهدافو دترلاسته کولو په خاطردخپلو ګوندونو سره تړلی وو،اودهمدې اهدافو د ترلاسه کولو په خاطرددی ګوندونو غړيتوب ترلاسه کړي وو، خو په دی نږدی ديرشو کلونوکې چې دپردو د دسايسو، يرغلونو، نه ختميدونکي جنګونو، اوداسی نورو ناخوالو او دبشري جنايتونو سره يو ځای وو، دوې ته داثابته کړه چې:

مونږ دخپل دګوند پر برخليک حاکم نه وو، او زمونږ په ګوند دبيلا بيلو عواملو پر اساس چې ريشه يي په ځان غوښتنه،خودپالنه او حتی دپردو پرنفوذ اوتاثير کی نغښتې ده، داسې سياستونه پرمخ بوول کيږی چې د دوې دارمانونو هغه چې دوی دهغو پراساس دې ګوندونو ته راغلي وو په مخالفت کې قرارلري، په دې وجه دویې په همدې څولسيزوکې ديواو بل په مقابل کې جنګونه وکړل، يو اوبل يي ووژل، معيوب اومعلول يي کړل، ددوي دجنګونو په پايله کې خلک متضرر شول،په قتل ورسيدل،معيوب اومعلول شول، د ټولنې ټول بنيادي اساسات له منځه ولاړل، دخلق دموکراتيک ګوند خلکو ته د ډوډی پر ځای ګولې، دکالي پرځای کفن او دکور پرځای ګور ور په برخه کړل، همداراز اسلامي ګوندونو د اسلامي عدالت، اسلامي اخوت اوورورولې دوطن دنجات اوازادې پرځای داسې اعمال ترسره چې خلک تالا،معيوب، معلول او بی پته شول، داسلام دين ته سپکاوې و شو اودوطن ټول اقتصادي، اجتماعي، کلتوریي بنسټونه له منځه ولاړل اوافغانستان ديولړبهرنيو هيوادونودسيالیو د جنګ ډګر وګرځيد، ګوډاګي رژيمونه پرله پسې پرمونږ تحميل شول، دوطن ازادې، يووالي، اوشتون د سوال سره مخامخ شو، يعنیې زمونږ په وطن کې داسې اعمال ترسره شول، چې دهيڅ ګوند صفوفو يي حتی ګومان هم نه کاوه، يعنی زمو نږ په موجوديت او برخه اخستنې با وجود په وطن کی داسی کارونه وشول چې مونږ په خپله هغه غندل او دهغو پرضد مو مبارزه پيل کړې وه، نوپه همدې اساس مونږ د وطن ګوندغړي پداسی حال کې چې خپل ژوره انديښنه دتيرو پړاوونو دناخوالو په هکله اظهاروو، دخپل دګوند دتيرو سياسیي کړنو په انتقادي ارزونیې سره، دتيرو خطاياوو دتجربونه د زده کړي په ترڅ کې، دا دی دګران وطن دآ بادې او خلکوته دخدمت په لاره کې په يونوی کيفيت، اودصادقو، مسلمانو، اوپه وطن مينو کدرونو سره، دستر او با قدرته سياسي حرکت د رامنځته کيدو په خاطر، چې د ملي او بين المللي شرايطو سره مطابقت ولریي، دسياست ډګر ته راووځو،اودنوروګوندونودکدرونوسره چې همداشان فکراوعزم ولري، مستقله سياسی افراد، روشنفکران، روحانيون، قومی مشران اونور په وطن مين خلک يو ځای ديوه سياسي جوړښت په چوکات کې د وطن دې ناخوالوته د پای ټکې کيږدو،ځکه چې دوطن مشکلات دومره زياد، دي چې په ځانګړي توګه هيڅ يو سازمان اويا پاڅون نشي حلولې.

لنډه داچې دملي روغې جوړې ويب پاڼه دټولو هغه خلکو او ډله ايزووتشکيلاتو دپاره چې دوطن دآزادې، دانسان او انسانيت، اووطن ته د سوکالې د راوستلو د پاره مبارزه د کوي، نو په همدی وجه دټولو سياسي، اجتماعي، مذهبي، اوټولنيزو سازمانونو چې دوطن دملي ارمانونو لرونکې دي ددوی په منځ کې د يو پول حيثيت لري.
له هغو ليکنو څخه چې ددې ويبپاڼي دخپرونود چاروسره ټړاو نلري معذرت غواړو. ( دبيلګې په توکه)

  • 1- هغه مطالب چې دوطن يووالي، او ملي ګټوته ضرررسوي.
  • 2 – هغه مطالب چې دکيڼ او ښي سخت دريزې مفاهيم ولري.
  • 3 – هغه ليکنې چې دافغانستان دخلکو دکلتور، عنعناتو اومذهبي عقايدو پرخلاف ووسي.
  • 4 – هغه ليکنې چې دقلم او کلام عفت پکې په نظرکې نه وي نيول شوی.

د پاڼې مسئول مدير: انجنیرذکریا یوسفزی

تاسو په لاندې شمېره او برېښناليک زموږ سره اړيکه نیولی شئ:
Sekria50@yahoo.de
نمبرتیلفون 00447466412005

 

دربارۀ ما

سايت “مصالحە ملی” ادامه دهندە “وبلاک شخصی من” است، که در نتیجهء دسايس وعمل مشترک دشمنان خارجی و دا خلی کشورما،نيروهای عقبګرا، ضدملی، ضد آرامی، ضدترقی ود مو کراسی جبرا بسته شد ميباشد.

درپاليسی نشراتی سايت “مصالحه ملی” باوجود مطالب گوناگون، به مسايل عمده ذيل اهميت بيشتر داده ميشود.

  • الف : – درسطح روشنګری:
    • نشر مقالات تاريخی جهت درک بيشتر و بهتر تاريخ کشور، آمو ختن از جريا نات مثبت تاريخ وگرفتن درس عبرت از جريانات منفی تاريخ کشور.
    • افشای دسايس دشمنان کشور اعم ازداخلی وخارجی.
    • نشر مقالات و مضامین علمی، حقوقی،کلتوری، تنويری، آموز شی جهت بلند بردن سطح آگا هی مردم.
  • ب : – دربخش سياسی:
    چون صفوف حزب وطن وصفوف احزاب ديګريکه بنحنوی از انحنا بخاطر آزادی، آرامی، ترقی، دموکراسی وساير اهداف اسلامی و انسانی سرنوشت خودرا با احزاب خود ګره زده بودند، درطی سی سا ل ګذشته که توام با تجاوزات ګوناګون کشورهای بيګانه، جنګهای فرساينده، برادرکشیها، تخريب وبربادی سيستم های اقتصادی کشور، مهاجرتهای اجباری، قتل، ويرانی، و حتی جنايت بشری بود، دريافتند که ما حاکم اصلی برسرنوشت حزب خود نبوده ودراحزاب ما بنابر عوامل مختلف که ريشه های خارجی، عظمت طلبی، خود محو ری، استفاده جويي وغيره دارد، سياستهای به پيش برده ميشود، که مخالف باآرمانهايي است که ما بخاطرمبارزه برای آن وارد احز ا ب خود شده بوديم، درطی همين سه دهه، ماعليه يکديګر جنګيد يم، يک ديګرراکشتيم، درنتيجە جنګهای مامردم متضرر شدند، بقتل رسيدند، معلول ومعيوب شدند، همە اساسات بنيادی کشور تخر يب وازبين برده شد، حزب دموکراتيک خلق بعوض نان برای مردم مر می، بعوض کالا کفن و بعوض خانه ګور وياقبر دادند، همين طور احزاب اسلامی بعوض عدالت اسلامی، اخوت وبرادری، نجات نو اميس،مال ودارايی های مردم چنان اعمالی رامرتکب شدند که با عث قتل، غارت ګری،تجاوز بر ناموس مردم، خرابی کشور باتمام تاسيسات ان وخصوصا بدنام ساختن دين مقدس اسلام ګرديد، بنا بران اعمالی درکشور صورت ګرفت،که صفوف سالم هيچ حزب حتی انراتصور کرده نميتوانستند. ماصفوف حزب وطن درحاليکه تاسف خودرادرزمينه ابراز ميداريم، بابررسی انتقادی ازګذشتە خود،از اشتباهات خود مياموزيم، وامادە اين هستيم که در آبادی وطن و خد مت به انسان آن باکيفيت نوين، وکادرهای پاک، سالم ، وطندوست، دموکرات، مسلمان صادق وارد صحنە سياسی کشور شويم، و همراه با کادرهای دارای خصو صيتهای مشابە احزاب ديګر،افراد سياسی مستقل، روشنفکران،علما، روحانيون،مشران قومی وساير افراد وطندوست درايجاد يک نيروی عظيم سياسی که پا سخګو ی، نيا زمنديهای شرايط فعلی جامعە مابوده واز شرايط بين المللی موجود ه بنفع کشور ومردم ما استفاده نمايد کار، پيکار، سعی وتلاش مي نمائيم، چراکه مشکلات کشورمابه اندازە زياداست، که هيچ نيروی سياسی بتنهايي خود آنراحل نموده نميتواند.

خلاصه اینکه :

سایت “مصالحه ملی” پلی وصلی است میان آنانیکه برای تامین و بر گشت صلح و نجات کشور از جنگ، برای آزادی، دموکراسی واقعی و منافع ملی در افغانستان میرزمند و برای انسا ن و انسانیت مبارزه مینمایند و می اندیشند.
مطالبيکه دراين سايت از نشر آن معذرت ميخواهيم:

  • 1 – مطالبیکه به ضرر وحدت ويکپارچگی ومنافع ملی کشورما باشد.
  • 2 – مطالبي دارای محتويات راست وچپ افراطی.
  • 3 – مطالبي که عليە کلتور، رسوم، عنعنات پسنديدە مردم وا عتقا دات مذهبی باشنده گان کشور باشد.
  • 4 – مطالب و نوشته های که عفت قلم و کلام درآن درنظر ګرفته نشده باشد.

دراخير بايد گفت که پيشبرد اين همه مسايل کاریست دشوار و کار يک يا دونفر نبوده، مساعی تمام افراد سالم، بادرد وبااحساس کشو ر را ميطلبد، لطفأ درين زمينه مارا همکاری نما ئيد.

خواهش ما از همه نگارندگان به خصوص از نويسندگانی که در زمر ه همکاران قلمی اين ويب سايت قرار دارند،اينست تا در صورت ا مکان آن آثار شانرا برای نشر به ما بفرستند که قبلا در سايت های د يگر انترنتی نشر نشده باشد، اظهارآرز ومندی مينمائيم تا اين اصل ارزشمند مطبوعاتی از طرف همه نگارندگان محترم رعایت گردد.