یکشنبه، 19 نوومبر 2017

ملی واکمنی د ملی ګټو بنسټ دۍ

عبدالباری عارض

 

ملی واکمنی د ملی ګټو بنسټ دۍ

افغانستان د خپل ژوند په ډیر مهم پړاو کی واقع دۍ. له یوه اړخه د بهرنی پوځونو وتل او د پوځی ، اقتصادی لیږد بهیر، له بله اړخه د امریکا سره امنیتی تړون چی په ملی او نړیواله سطح یی مخالف او موافق غبرګونونه پارولی دی او له بلی خوا هم ولسمشریزه ټاکنی یا کورنۍ ناندرۍ. دا دری لوی او اړین کارونه د ډیر لوی او مستعدو هیوادونو لپاره هم ستونځمن بهیر ګڼل کیږی په داسی حال کی چی افغانستان جګړی ځپلی هیواد په نیمګړی نظام ، نیم بنده حکومت او ضعیف اقتصاد،د دی مهم او ستونځمن بهیر سره مخ دۍ . لویه کمی خو داده چی ملی یووالۍ لکه څنګه چی اړتیا ده شتون نلری په تیرو کلونو کی د موقع څخه په استفاده ټولنیز جوړښت یا ملت سازی ته پام ندۍ اړول سوی جګړه ایزه سیسټمونه انحلال نه سول ، اړین سیاسی خو ځښتونه یا د سیاسی احزابو د ظهور او تکامل زمینه مساعده نه سول ، دموکراتیک بنسټونه ایجاد او پیاوړی نه سول،ملیتونه د افرادو د برمټیڅخه خلاص نه سول. اوس چی د بهرنی ځواکونو د وتلو وخت رارسیدلۍ دۍ زموږ ټولنیز جوړښت د یوی لسیزی وړاندی حالت لریاو هیواد هرآن په ناامنۍ تهدید کیدای سی نو ځکه حالت بحرانی ښکاری. علت هم دا دۍ چی امریکایانو ټولنیز بنسټیز جوړښتونه له پامه غورځولی وه.

د بهرنی ځواکونو وتل په داسی حال کی چی جګړه تر پخوا تیزه سویده ظاهرا اندیښنی پارولی دی علل الخصوص حاکمیت  د ګواښ په سترګه ورته ګوریکه څه همتر اوسه هیڅ منبع دا ریسرج ندۍ ترسره کړۍ چی ایا د بهرنیانو شتون د ناامنی د پراختیا لامل دۍ او که د بهرنیانو نه شتون به ناامنی پراخه کړی؟اما بی له شکه به د امریکایی پوځونو وتل خپل منفی اقتصادی اغیز وښندی لکه ځنی مبصرین چی ګوته ورته نیسی خو دا په دی معنی نده چی افغانستان به خپلی بنسټیزه ګټی د مالی اړتیا په وړاندی ټکنۍ کوی ( چاړه چی د سرو زرو سی په نس کی یی څوک نه وهی). که بهرنی پوځونه شتون ولری یا یی ونلری هغه ژمنی چی سترو هیوادونو د ستراتیژیک تړونونو په ترڅ کی د افغانستان سره کړیدی ترسره کیږی ځکه سترهیوادونه سربیره پر نړیوال حیثیت او پرستیژ د خپلو ولسونو په وړاندی مسولیت لری همدا رنګه نړیوالی بی باوری  ته لاره پرانیستل ناوړه عواقب لرلای سی. مهمه خبره داده چی د بهرنیانو د وتلو بهیر او نیټه نه باید د امنیتی تړون سره تړاو ولری ناټو د ملل متحد د پریکړی پر بنسټ راغلی وه او د ټاکل سوی نیټی سره سم باید له افغانستانه ووزی خو که افغان حکومت د هغوی شتون ملی ګټو ته ګواښ و نه ګڼی او د افغانستان ګټی پکښی نغښتی وبولینو بیا کیدای سی د بیل تړون پر بنسټ پاتی سی چی نوم یی امنیتی تړون ایښۍ دۍ. هیره دی نه وی چی تر اوسه بهرنی ځواکونه د ملل متحد د پریکړی پر بنسټ شتون درلود ، دکړنو واک او مسولیت یی هم د ولسمشر په غاړه نه ؤ او افغان لوری د شرایطو د وضع کولو حق هم نه درلود اما که پس له ۲۰۱۴ کال څخه د بهرنی ځواکونو پاته کیدل اړتیا وی نو د افغان ولس مسلم حق دۍ چی د ملی ګټو پر بنسټ جایز،منطقی او مستدل شرایط وضع کړی او که یی وضع نکړای سی نو بیا ملی واکمنی یعنی څه؟.

د امریکایی پوځیانو د پاته کیدو په هکله ډیر پخوا د لمړی ځل لپاره جوبایډن امریکایی جنرالانو او اوباما ته وړاندیز وکړ چی په افغانستان کی د امریکایی تلفاتو د مخنیوی او مصارفو د کموالی په منظور باید صرف پنځلس تر شل زره غالبا د سی آی ای مجهز کوماندو په څو مهمو او ستراتیژیک نقطو کی پاتی سی د امنیت د لیږد بهیر پر همدی بنسټ پیل سو. اوس  که د امنتی تړون پایلی داسی وی چی امریکایان په خپلو هډو کی خوندی ناست وی او صرف هغه تهدیدات دفع کړی چی یا دوی ته متوجه وی او یا افغان حاکمیت ته بالفعل ګواښ وی نور به په ټول هیواد کی د طالبانو واړه ګروپونه د حکومتی ځواکونو سره په جګړه لګیا وی ډرون الوتکی به کلی او کورونه په نښه کویاو د اوږدی جګړی یو بل پړاو به پیل سی، د داسی مبهم راتلونکی په شتون کی بیا تړون د څه لپاره؟ ایا د امریکا او دسیمی د هیوادو د سیالۍ په درشل کی باید افغان وژنه دوام ومومی ؟ د دی تاریخی مسولیت بار به بیا څوک وړی؟ د امریکایانو دریځ مشخص نه دۍ کله یی جګپوړی چارواکی وای طالبان د امریکا دښمن ندی امریکا د القاعده سره په جګړه کی ښکیل ده خو بیا په کلیو کی ډروم الوتکی بمبارد کوی او چی ملکی کسان ووژنی وای موږ یو طالب پر موټرسیکل سپور په نښه کړ خو خطا سو.

کوم بهیر چی د امنیتی تړون په تړاو تر سترګو کیږی له یوی خوا تړون په نظام کی دننه او بهر نوی تضادونه زیږولی دی له بله اړخه د مشورتی لوی جرګی او ولسمشر دریځونه نور هم د موضوع حساسیت ډیر کړیدۍ له دی کبله د چارو شنونکی هم ډول ډول نظریات ارایه کوی خو هر نقد باید مستدل او منطقی بنسټ ولری په خاصه توګه د لوی ملی پریکړو اړوند باید محتاطانه برخورد وسی، ښو ته باید ښه او بدو ته بد وویل سی نه چی په پټو سترګو ښه او بد دواړه په یوه تله تلی،د ولسمشر او مشورتی جرګی دریځونه د افغانستان د ملی ګټو د بنسټیز اصل څخه چی ملی واکمنی ده، ساتنه ده . تاسو به د کابل د تصویری رسنیو له لاری د ځینو محترمو څیړونکو هغه جملی چی وای(منافع ملی تاکنون تعریف نشده) اوریدلی وی اوس باید هغوی پوه سی  هغه څه چی ولسمشر یی پر ساتنه ټینګار کوی د ملی ګټو د یوه بنسټیز اصل یعنی ملی واکمنییوه برخه ده، په لنډه ملی ګټو ته اشاره کوم، ملی ګټی دری بیسټیزه ټکی دی (استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنی) چی د دی ټکو ماهیت او اهمیت ته په کتو د اساسی قانون په ( څلورم فصل دوهم بند) کی درج او ساتنه یی د حکومت د لمړیتوبونو څخه بلل سوی ده.اوس که د دیپلوماتیکی ،اقتصادی، تجارتی،پوځی او امنیتید هری کړنی ریښه و سپڼو خاماخا د پورتنیو ټکو سره تړاو پیداکوی. دبهرنی پوځونو لخوا په خپل سر شپنی عملیاتملی واکمنۍ ته تاوان رسوی کله چی ملی واکمنی زیانمنه سی نو ملی ګټی خساره وینی. موضوع دومره هم ساده نده چی وای (هله زود امضا کن)، افغانستان د ډیورنډ تر کرښی را پدیخوا د دومره لوی سوال سره ندۍ مخ سوۍ هغه هم د داسی پارتنره سره چی صداقت نلری، د امریکا او افغانستان د دوستۍ معادله اوس سخته سوه . مشورتی لوی جرګی او ولسمشر له امریکا څخه د افغانستان ملی واکمنۍ ته د درناوی غوښتنه کړیده چی د خپل سری عملیات توقف یی جز دۍ، په ټاکنو کی د نه لاسوهنی غوښتنه یی ځنی کړیده بالاخره د سولی غوښتنه یی ځنی کړیدههغه څه چی ولسمشر وای زه شواهد او اسناد لرم چی سوله د امریکا په لاس کی ده ، ایا دا غوښتنی ناروا دی؟ ایا سوله زموږ د ولس طبعی حق ندۍ؟ ولی باید افغانان د بیګانه ګټو لپاره قربانی سی لکه ولسمشر چی اشاره ورته وکړه. ټوله نړۍ او افغانانو ولیدل چی مشورتی لویه جرګی او ولسمشر دواړه د امریکا سره امنیتی تړون غواړی اما نه د ملی حاکمیت د ټکنی کیدو او افغان وژنی په بیه،

د افغانستان د موضوع اهمیت ته په کتو په سیمه او نړۍ کی اړوند دیپلوماتیکی منډی ترړی ډیری سویدی خو د امریکا د دفاع د وزیر سفر او څرګندونی د ټولو دیپلوماتیکو نورمونو څخه تیریؤ حتی بی اعتنایی اوګواښنه وه ولسمشر په حقه وایی امریکا د استعمارګر په څیر عمل کوی . د افغانستان اړوند قضایاو سره په دی ورستیو کی د دموکراسۍ ټیکه داران دیکتاتورانه چلند کوی ایا د یویشتمی پیړۍ د دیپلوماسۍ عالی معیارونو او د متحدو قومونو وقار ته باید دومره زیان واړول سی؟ کله د عراق په نوم ګوت څنډنی، کله هم د کورنۍ جګړی پیغام او کله هم د مرستو په قطع کیدو ګواښنی یقینا استعماری چلند دی. امریکا به په هیڅ قیمت دا طلای چانس له لاسه ورنکړی ځکه د تړون د امضا څخه ډډه که پر افغانانو نوی جګړی تپی خو امریکا به د همیش لپاره د منځنی او جنوبی اسیا څخه لاس په سر سی او د نوی بلاکونو د ظهور انتظار  وباسی، په هغه صورت کی به د امریکا تاوان ډیر زیات نسبت افغانستان ته وی. نو ځکه تړون به امضا کوی او شرایط به هم منی هغوی له لویه سره د وتلو لپاره راغلی ندی.

څو ورځی وړاندی یوه محترم څیړونکید ازادۍ راډیو سره په مرکه کی وویل ( افغانستان چه دارد که به امریکا بدهد این امریکا است که سالانه چهار ملیارد دالر را به قوای امنیتی افغانستان وعده کرده است لذا باید زود پیمان امضا شود)په پټو سترګو د خصومت د کړکۍ څخه نظریات عینیت نه تمثیلوی اوس تاسو فکر وکړۍ امریکا د دی تړون پر بنسټ د افغانستان پنځه ځمکنی بنادر او د هیواد ټول ستراتیژیک او مهم هوایی ډګرونه ترلاسه کوی ایا دا ټوله هیڅ دی؟ ایا زموږ ځمکه او حاکمیت د هیڅ سره پرتله کیږی؟ شک نسته چی ملی ګټی ملی شخصیتونه ساتلای سی.دا دوستان پام نکوی چی افغانستان د اسیا زړه دۍ او د اسیا په زړه کی امریکا ته پوځی هډی ورکول سلهاو ملیارډه ډالره ارزښت لری، امریکا ته خپل امنیت سلهاو ملیارډه ډالره ارزښت لری چی د همدی هډو په وسیله تامینیږی همدا رنګهد همدی هډو له برکته به امریکا د ابرځواک په حیث د جنوبی اسیا او منځنۍ اسیا پر سوداګرۍ او ترځمکی لاندی منابعو تسلط پیدا کوییا څارنه به یی کوی نو ځکه باید و نه ویل سی چی (افغانستان چی دارد که به امریکا بدهد)، له بده مرغه د بلیخوا زموږ اکثریت تصویری رسنۍ مقلد او د پردیو د ډنډورو قربانی دی. بیله دی چی خپله مولدی خپرونی او خبرونه وړاندی کړی ټوله ورځ بهرنۍ خپرونی څاری،کومه پروپاګنډه چی نن ازادی رادیو او بی بی سی خپره کړی سبا زموږ اکثریت رسنۍ ډُهل غاړی ته واچوی او هغه انلارجوی. بیله دی چی ملی ګټی په پام کی ونیسییا شاید د وړتیا سطح کمزوری ده.

راځۍ چی د خوشحال بابا د شعر ښکلا وستایو:

زولنی مه شرنګوه زه د زندان بچی یم   =    توری دی مه خړپوه زه د میدان بچی یم

 

همدا راز وګورئ

f-image

نامۀ دختری به پدران وطن

نوشته از پوهندوی شیما غفوری نامۀ دختری به پدران وطن    پدران افغانستان تا کی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *