یکشنبه، 19 نوومبر 2017

له ولسمشره تر ولسکشره!!! هيواد وال په ويره کې دي

 

له ولسمشره تر ولسکشره!!! هيواد وال په ويره کې دي



دولسمشر په کابينه کې داسي وزیر هم شتون درلود چې کله به سهار مهال وزارت ته تلی، مصنوعي لويه ژيره به يې پر خپل مخ وځړوله، او خپل شخصي موټر به يې بدل کی، په ډيره ويره او بد حالت کې به يې ځان خپل د کار ځای ته ورساوو.
ولسمشر په ارګ ماڼۍ کې د نا امني او پر خپلو وسلوالو د بې باورۍ له امله ځان محفوظ او ارام نه احساسوي، هر وخت يې پر ارواح يو ډول مرئي ويره او ډار اوري.
د ولسمشر مرستيالان چې کله خپل دکار دفتر ته ځي نو د کابل ښار په هر ۲۰ او ۵۰ متره کې د ملي آمنيت يو کس ددوی د تګ له ځایه بيا ددوی تر دفتر پوري وسله په لاس ولاړ وي، چې دغه ډول کړنو افغان ولس له روحي او فزيکې پلوه له ستونزو سره مخ کړی دی.
خلکو جوړه کړی چې يوځل د ولسمشر دوېيم مرستيال کريمې خليلي ته ځينو مشرانو په کابل ښار کې د موټرو د زياتې ګڼې ګوڼې او ترافيکو ستونزه څخه سر ټکاوو، خليلي صاحب ورته وويل چې: وقتيکه ما به دفتر خودم ميروم، هيڅ موتر در راه معلوم نميشه(نميشود)، راه بالکل واز باشه (باشد).
هو کله چې ښاغلي خليلي صاحب پر لس بجې او يا له لس بجو وروسته د څلورمې کارتې څخه خپل دفتر (پخوانی صدارت عضمی) ته ځي نو د دارالامان سړک او د کوټه سنګې – دهمزنګ سړکونه دواړه سړکونه چې ډير زيات ترافيکې رش لري بند او تر هغه وخت د عامه ترافيک پرمخ تړلي وي ترڅو چې خليلي صاحب دفتر ته رسيږي.
دکابينې وزيران چې خپل د کار ځای وزارتونو ته سهار په مختلفو ناوخته رسمي وختونو کې ځي، د امنيتې ګاډو په بدرګه دومره په ويره او وارخطايې روان وي چې ډيری وخت د ترافيکې پيښو لامل ګرځي، خو ممکن نه ده چې څوک پوښتنه ورڅخه وکړي.
د وزيرانو کورونه چې د کابل په بېلابېلو برخو کې شتون لري، ټوله کوڅه يې د ټوپکوالو له خوا څخه تړل شوي، او د کوڅي ولسي وګړي ددوی له دغه ډول کړنو څخه سر ټکوي.
د ولسي جرګې مشر، د مشرانو جرګې مشر، دولسي جرګې غړي، د مشرانو جرګې غړي، ټول له کوره څخه بيا تر پارلمان ودانۍ ځان په ويره او ډار کې احساسوي، په خپلو کورونو کې هم دومره ويره پرې غالبه وي، چې خپل نږدې ملګری او دوست يې هم له وکېل صاحب سره تر څو ځله ټلفوني اړيکو نيولو پرته ځان ورته نه شي رسولای.
دا هيڅ ونه منې چې دوکېل بيچاره کليوال او دهغه د سيمې غريب افغان به له اطراف څخه په کابل کې د خپل کار د خلاصيدو له پاره راغلی وي، او وکېل صاحب به په اسانې پيداکړي.
د افغان دولت واليان چې نږدې د ټولو کورونه په مرکز کابل کې دي، او له ډار او ويرې څخه کورونه خپلو اړوند ولايتونو ته نشي بيولای، هر والي د ولايت تر څنګ ځانګړی کوچنی او لوی ميلمستون لري، او د ځان له پاره يې هم ولايت ته څيرمه ځای خوښ وي، خو په خپل دغه محفوظ او ارام هستوګن ځای کې هم ځان ارام او هوسا نه احساسوي، له دومره ويري سره بيرته کابل ته د راتګ شپي او ورځي شماري، چې دهغي ويري انځورول زموږ له توان څخه لوړ دی.
په ولايتونو کې رئيسان چې ډير وخت د ډزو قرباني کېږي، دفترونو ته په پوره ډار او ويره کې ځان رسوي، کله کورته پر لار او کله دفتر ته پر لار له ستونزو سره مخ کېږي، په کورکې يې حتی د خوب په وخت کې هم تر خپل بالښت لاندي کلاشينکوف او تومانچه لاندي ايښوي، په داسي حال کې چې ساتونکې يې هم د کور په لويه دروازه کې په ډار او ويره کې پر پهره ولاړ وي.
په ولايتونو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي آمنيت مشران ټول وخت پر دي فکر کوي چې څه ډول خپل ځانونه له امنيتې ستونزو څخه وساتي، د ولس د ساتلو په اړه ډير کم وخت لري چې فکر وکړي.
په ولايتونو کې ولسوالان او امنيه قومندانان چې ډير وخت د پيښو قرباني وي، داچې کاري تړاو يې په ولايت کې له والي او امنيه قومندان سره وي، د ولسوالي څخه بیا تر ولايت د شنه بخت پر زور ځان رسوي.
بل خوا طالبان دي چې دهغوی ژوند، په ويښه او خوب په ډار او ويره کې تيريږي، د طالبانو مشران ټول وخت د آيساف او ملي امنيت د ځانګړو قواوو، ځانګړو څارونکو او جاسوسانو تر څارني لاندي وي، هغوی شپه او ورځ ۲۴ ساعتونه د مرګ له ګواښ سره مخ وي.
طالب قومندانان خپل ټليفونونه په خلاص مټ نه شي کارولی، چې کله هم څوځله ټليفون وکړي، مجبوره دي چې سيم کارډ بدل او يا خو خپل ټليفون بند وساتي، ځکه سمدستي د ايساف چورلکې هغه سيمې ته ځان رسوي او پر لايزر سره رهنمايې شوي مرمۍ پري اوروي.
اوسني معلومات خو دادي چې پر مرميو د طالب مشرانو نمبرونه ليکل شوي وي، او دغه مرمۍ لکه کروز توغندی په هغه سړي پسي ګرځي چې نوموړی نمبر ټليفون ورسره وي.
د امريکا د يرغل له پېله بيا تر نن ورځي ډيری طالب مشران د ټليفونو د بې ځايه او بې احتياطه کارولو له امله د آیساف او افغان دولت د امنيتې قواوو ښکار شوي دي.
طالب جنګيالي په خپلو ليکو کې د دولت پلوه امنيت کارکوونکو د ويري له امله بشپړه ورځ او بشپړه شپه په يو ځای کې نشي تيرولای، د ورځي هم د امنيتې ستونزو او ويرې له امله څو ځله خپل ځايونه بدلوي، او د شپې له مخې هم د امنيتې ستونزو او ويرې له امله درې څلور ځايه بدلوي، په ټوله کې سړی ويلای شي چې که يو خاص عقيده او هوډ نه وي د طالب اوسنی ستړی ژوند هر چاته ډير ستونزمن دی.
افغان تجاران په سيمه کې د امنيتې ستونزو او د طالب په نوم د تښتونکو له ويرې په خپل کلي او کور کې نشي اوسيدلای، په ښارونو کې د دولت پلوه مجرمينو د لاسه د خپلې شتمنۍ له کبله ورځ او شپه پري تنګه ده، حتی خپل ماشومان هم د باندي په ډاډه زړه نه شي پريښودلای.
واړه او کوچني سوداګر هغو سيمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندي دی، مجبوره دی چې د صدقې، خيرات، او مرستي په نوم له طالبانو سره مرسته وکړي، او دا ډول طالبانو ته وخت ناوخت ډوډۍ هم ورکړي، چې دا ډول کړنې يې د دولت تر څار لاندي وي، او ډير وخت ستونزي ورته جوړيږي، همدغه سوداګر چې بيا په ښارونو کې اوسيږي، د دولت پر مرسته تورن کېږي او بيرته خپلي سيمې ته نشي تللای.
عام بزګر او افغان ولس چې په خپلو ليرو کليوالو سيمو کې ژوند کوي، کله د ناټو او آیساف د بمبارد، کله د شپې چهاپو او کله هم په عامه ځايونو کې د ماينونو له کبله په شهادت رسيږي، هغوی هم خپل ورځ او شپه په ډار کې تيروي.
هغه کلي او سيمې چې هلته نه افغان دولت او نه هم وسلوال مقاومت پوره واک او تسلط لري، د يادو سيمو خلک له دواړو لورو کړول کېږي، افغان دولت يې طالب ته په مرسته کولو او طالب يې افغان دولت ته په مرسته کولو تورنوي، وهل ډبول خوري، او ځورول کېږي.
په ټوله کې سړی ويلای شي چې له ولسمشره تر ولسکشره! ټول هيوادوال د بېلابېلو لاملونو له امله په ډار او ويره کې شپه او ورځ تيروي، او توکل پر خدای ژوند کوي، د هغې ورځې انتظار باسي تر څو چې د کومي امنيې او يا ناوړه پيښې ښکار کېږي.
نظرمحمد مطمئن

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *