سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

لویی جرګی اودافغانستان ټولنه

 
لویی جرګی اودافغانستان ټولنه :
 
 
دافغانستان دتاریخ په تیر پړاو کی کله چی دهیواد خلکوقبایلی ورسته پاته کلیوالی ژوند درلود دهیواد دخلکو لوی اکثریت د زده کړواو سیواد څخه بی برخی وو اقتصادی اجتماعی وروسته پاته اړیکو په ټولنه واک درلود ښاری اقتصاد اوښاری ژوند لامنځ ته نوو راغلی دوخت دولتو هم قومی اوقبایلی بڼی درلودی د ولس ستونځی یی نشوای حل کولای خلکو دقومونودمشرانواوسیمیزوجرګو او مرکو له لاری خپل منځی ستونځی حل کولی چی افغان جرګو دپام وړ ارزښت دافغانستان په ټولنه کی درلودلی دی ددی جرګو له لاری قومی لویی ستونځی حل شوی دی ځنی وختونه دهیواد او دولتو په کچه دلویو جرګو څخه کار اخستل شوی دی ان تردی حده چی دهیواد اساسی مثلی لکه ددولتوسیاست اودهیواد برخه لیک د لویو جرګو له لاری ټاکل شویی دی دغازی امانالا خان دواکمنی څخه بیا ترننه کله چی په هیوادکی اساسی قوانین منځ ته راغلی دافغانستان دولتو اساسی قوانین دلویو جرګو له لاری تصویب شویی دی د تیرو یو شمیر شاهی او جمهوری دولتوپه دوران کی کله ناکله لویو جرګوخپل لویوالی اواغیزی په ټولنه کی له لاسه ورکړی دی دافغان خلکو باور دم ګړی په لویو جرګو کمزوری معلومیږی ځکه یو شمیرواکمنوله لویی جرګی څخه په څپل ګټه او دولس دګټوخلاف خپل انډیوالان راټول کړی دولس داستازونوم یی ورکړی ځانی غوښتنو ته یی ددی جرګو له لاری قانونی بڼی ورکړی چی په دی ډول یی دلویو جرګو ارزښت په ټولنه کی کمزوری کړی دی . څنګه چی نن دهیواد زیات خلګ د منځنیواولو ړوزده کړودرلودونکی دی دهیواد ډیرخلګ په کوچنیواولویوښاروکی ژوندکوی دقومی بڼی په پرتله په هیوادکی ملی بڼه پیاوړی شویی ده دهیواد ټولنیز اقتصادی اوسیاسی حالت وده کړی ده ځکه نوهرافغان پدی پوی دی چی دهیواد په برخلیک ټاکلوکی دنورو سره برابر حق لری او غواړی دهیوادپه برخلیک ټاکلوکی ګډون وکړی .که افغان دولت دملت غوښتنوته درناوی کول غواړی اولویی جرګی لاهم لویی اوتل پاته وساتی افغان ملت دتل لپاره دلو یوجرګو له لاری خپل برخه لیک وټاکی په کارده لویی جرګی دملت درښتنو استازو له لاری جوړی شی چی دا جرګی یواځی دخلکو درایو له لاری د هغوی په مستقیم ګډون دټولټاکنوله لاری ددرغلیو پرته جوړی شی چی پدی وخت کی بیا دلویو جرګو لوی والی په افغان ټولنه کی د ډیری مودی لپاره پاته کیدای شی اوهغه لویی جرګی چی دولسمشر او لوړو مقاماتو دځانی پیژند ګلویو له لاری جوړی شی دملت استازی توب نشی کولای او پریکړی یی دملت پریکړی ندی ځکه دولت وروسته دستونځو په حل کی پاته راځی
انجنیرمیرزاګل جلالزی

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *