یکشنبه، 19 نوومبر 2017

تاريخ يو ځل بيا تکراريږي

 

تاريخ يو ځل بيا تکراريږي !

روسانو چې په راتلونکي کې د وتلو اعلان وکړ نو د ببرک کارمل په ګروپ ويره ګډه وشوه او تاکيد يې دا و چې روسان بايد ونه وځي خو په مقابل کې ، ډاکټر نجيب په دې باوري و چې روسان نور نه پاتې کيږي او د روغې جوړې هلې ځلې يې پيل کړې .
روسان ووتل ، د جهاد تود شعار سوړ شو ، د تنظيمونو مشران په تش ميدان پاتې شول ، ځکه د جګړې له پاره يې نور هيڅ دليل نه درلود . نا څاپه يې د ژبې او قوم پالنې شعار پورته کړ ، د خلک په ديمو کراتيک ګوند کې تاجکو او ازبکو په قوم پورې تړلي مشران په پټو سترګو احمد شاه مسعود ومنل او پښتنو مشرانو ټولو ګلبدين حکمتيار ته پنا وروړه .
مسعود هغوي ټول وساتل خو حکمتيار ورته خاصه پاملرنه ونه کړه ، ټول ورنه يوې او بلې خوا لاړل ، ارګ هم د مسعود لاس ته ورغی او تر ننه پورې په حقيقت کې ټول واک د شورای نظار په لاس کې دی ، کرزی يوازې د د پښتنو د يو سمبول په حيث مشر دی .
اوس چې د ناټو او امريکايانو د وتلو غږ پورته شوی ، يو ځل بيا په شمالي ټلوالې ويره ګډه شوې ، هڅه کوي چې د قوم او ژبې په نامه خلک سره راټول کړي او دولس له همدې احساساتو اګاهانه ګټه پورته کړي. په ولسي جرګې کې پښتنو ته سپکاوی او کنځلې يو پلان شوی او شعوري حرکت دی . په دې توګه هڅه کوي چې په راتلونکو داخلي جګړو کې سر له اوسه خپل سنګر تود او پياوړی کړي

همدا راز وګورئ

f-image

پشت پرده وقایع مصر و سوریه

  پشت پرده وقایع مصر و سوریه تحلیل-نیویورک‌تایمز «پس از 15 سال تفکر، گزارش کردن …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *