سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

په امريکا کې ګڼ همجنسبازان په لا علاجه ناروغيو اخته سوي دي


 

په داسې حال کې چې همجنسبازي د امريکا په ډېری ايالتونو کې قانوني بڼه غوره کړې، امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست په خپل يو تازه خپاره کړي راپور کې ددغې ناولو کړنو زېږندو ته اشاره کړې.

واشنګتن پوست په دغه راپور کې ويلي: د همجنسبازانو لپاره تر ټولو ستره ننګونه HIV يا ايدز مرض دی، چې د روغتيايي سرچنيو په وينا له کال ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې ګڼ امريکايي همجنسبازان پرې ککړ شوي او دا کچه د پخوا په نسبت ۲۲ سلنه لوړه شوې. د اوسنيو شمېرو له مخې په امريکا کې تر نيمايي ډېر همجنسبازان د زده کړو په حالت کې دي، خو چې عمر يې تر ۵۰ کلنۍ رسېږي ګڼ هغه يې په دغې ناعلاجه ناروغۍ اخته وي.

ددغه راپور په اساس: د امريکا روغتيايي مرکزونو خبر خپور کړی چې په HIV مبتلا ۱ ميليون امريکايانو څخه ۲۵ سلنه يې درملنې ته په لاسرسي توانېدلي، خو بيا هم هر کال ۶۰۰۰ تنو پورې همجنسبازان د ايډز له رنځه مري.

واشنګټن پوست په خپل راپور کې کاږي: په دې حال کې د همجنسبازانو د درملنې ادارې ډېرې اندېښمنې او د ياد مرض په مخنيوي کې پاتې ښکاري. لويې ډلې د همجسنبازۍ د ودونو پايلې پرته له اېډز څخه بل څه نه شي انګېرلی.

سرچينې ددغه راپور په خپرولو هڅه کړې عام خلکو ته د همجنسبازۍ د مخنيوي روحيه ورکړي. د امريکا د ځينو ايالتونو په محکمو کې د همجنسبازۍ پر قانوني کېدو دغې ورځپاڼې کومه نيوکه نه ده کړې خو يوازې ناولو پايلو ته يې اشاره کړې ده.

امريکا کې د همجنسبازانو زياتوالی

په امريکا کې يوې نوې نظر پوښتنې معلومه کړې چې ۴۲ سلنه امريکايان د همجنسبازۍ لېوالتيا لري، خو دا په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۰۹ کال کې ۳۷ سلنه وه.

د نظر پوښتنې دغې ادارې “پیو ” ويلي چې د امريکا په ځوان نسل کې د همجنسبازۍ ناولې پديده مخ په پراختيا ده.

خو په ياده نظر پوښتنه کې د همجنسبازۍ په مخالفينو کې هم پام وړ زياتوالی راغلی، دغه کچه چې په کال ۲۰۰۹ کې ۴۸ سلنه وه اوس شاوخوا ۵۴ ته لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي، هغه وګړي چې له ۱۹۸۰ کال وروسته امريکا کې زېږېدلي تر پخوانيو هغو همجنسبازۍ سره ډېره دلچسپي لري، چې ۵۳ سلنه پلويتوب يې ځوان نسل کوي.

اوباما خپله هم همجنسباز دی

په وروستيو کې ډېری امريکايان د بارک اوباما لخوا د همجنس بازۍ د قانون په رسميت پېژندلو سخت غبرګونونه ښودل شوي، چې د نيوز ويک مجلې د نوموړي په تصويرونو خپرولو سربېره بارک اوباما ته ((د همجنسبازانو لومړی ولسمشر)) تر سرليک غندونکي شعارونه وليکل.

دغه مجله چې خپله يو همجنسباز “اندرو سولیوان” يې چلوي وايي اوباما له دوی سره دی او په ډېرې مينې دغې کړنې ته هرکلی ووایه.

امريکا کې د بارک اوباما پر دغې کړنې قهرېدلي ډېر روڼ اندې نوموړی د همجنسبازۍ ډېر شوقمن او په دې بده پديده کې له ډېر پخوا راهيسې ښکېل بولي.

په امريکا کې د همجنسبازې مخالفين وايي اوباما د دغه قانون په رسميت پېژندلو سره وکړای شو خپلو ورته جنسي غوښتنو ته لار پرانيزي او دې سره يې له ډېر پخوا مينه وه چې يو وخت په علني ډول د همجنسبازۍ پديدې پاللو ته زمينه برابره شي.

د ټولنيزو چارو ډېری امريکايي کارپوهان د اوباما دا کړنه د انساني ارزښتونو له ماهيت سره په ټکر کې بولي او نيوکه کوي چې په دې سره به امريکايي ولس په سترو لاعلاجه ناروغيو اخته شي.

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *