سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

چارواکي دي خبر وي

 

چارواکي دي خبر وي: هغه هیوادونه چي پانګه اچونکو ته خپل تابعیت او پاسپورټ ورکوي

دا معلومات دسي ان ان عربي له خوا خپاره شوي، او هغه هیوادونه یې نومولي چي خپل تابعیت او پاسپورټ د پیسو په بدل کي ورکوي.

– ددغو هیوادونو څخه یو هیواد سانت کیتس ( Saint Kitts) دی، چي د کامن ویلت په مجموعه کي غړیتوب هم لری، او خپل تابعیت د 250 زره ډالرو په بدل کي ورکوي.

که څوک ددې هیواد تابعیت او پاسپورټ ولري، نو د نړی 130 هیوادونو ته بېله ویزې سفرونه کولای سي.

باید وویل شي چي په نقشه کي دا هیواد د کارابین سمندر په جزیرو کي پروت دی، ویسټ انډیز، شمالي امریکا او جنوبي امریکا ته نیژدې واقع دی.

– دومینیکا دوهم هیواد دی چي د تابعیت اخیستلو لپاره ښه هیواد بلل کیږي، دغه هیواد هم په کومنویلت مجموعه کي شامل دی، او تابعیت لرونکۍ یې کولای سي چي ۱۳۰ هیوادونو ته بېله ویزې سفر وکړي.
او دا هیواد هم د کارابین سمندر جزیرو کي پروت دی.. او د تیر هیواد په څېر د نړی د ښکلیو هیوادونو څخه یو دی.

– په همدې سیمه کي دوه نور هیوادونه د انتیجوا او بربودا په نامه دي، کیدای شي د سږ کال په دوران کي هغوی هم د تابعیت ورکولو لپاره خپل شروط اعلان کړي.

– په اوروپا کي اسټریا (Austria) یوازینی هیواد دی چي پانګه اچونکو ته خپل تابعیت ورکوي.

– هانګ کانک کي که څوک 1.3 ملیونه ډالر یا تر دې زیات پانګه اچونه وکړي، نو هغوی ته دایمي ویزه ورکوي.
یاني خپل پاسپورټ او تابعیت نه ورکوي، خو په دغه هیواد کي د اوسیدو لپاره همیشنۍ ویزه او د هستوګني اجازه ورکوي.

– سنګاپور : که چیري په دغه هیواد کي یو کس دوه کاله تیر کړي او په دغه دوه کلونو کي د یو پانګه اچونکي په توګه دوه یا تر دوه ملیونه زیات ډالر مصرف کړي، نو هغه بیا حق لري چي د سنګاپور حکومت ته خپل د تابعیت لپاره ورقي ور مخته کړي، او خپل د قانوني پاسپورټ غوښتنه وکړي.

اسټرالیا: د هانګ کانګ په څیر په دې هیواد کي که یو کس 4.7 ملیونه ډالر پانګه اچونه وکړي، هغه کولای سي چي خپل د همیشنۍ ویزې لپاره خپله رسمي ورقي د اسټرالیا هیواد ته تقدیم کړي.

داچي امریکا او د هغوی بهرني ملګري د افغانستان څخه په وتو وتو دي، او دافغانستان هغه جګ پوړي چارواکي چي تر اوسه د کوم بهرني هیواد تابعیت یا پاسپورټ نه لري، د هغوی لپاره دا معلومات خورا مهم دي، ځکه چي په دې ورستیو کي داسي خبرونه ډیر راغلي چي دغه کسان د 2014 کال تر مخه ځانته پناه ځایونه ګوري او نه غواړي چي خپلي هغه شتمنۍ چي دوی په تیرو 12 کلونو کي ټولي کړي، د خطر سره مخ کړي.

درې ورځي وړاندي د المان یوې معتبرې رسنۍ خبر ورکړ چي د افغانستان د 105 سفارتکارانو څخه یوازي 5 کسانو زړه ښه کړی، خپل هیواد ته ستانه شوي دي، او پاته 100 کسانو یا د خپلو دندو د تمدید غوښتنه کړې، او یا یی هم وخت غوښتی تر څو د خپل کار په هیوادونو کي ځانته پناه وغواړي.

همدې رسنۍ وړاندي ویلي وه چي دغه سفارتکاران اکثره دکابل په اداره کي د بانفوذه شخصیاتو زامن، لوڼي او یاهم نور قریبان دي، او هغوی هم په دغه هڅه کي دی چي ځانته پناه ځایونه پیدا کړي.

باید وویل شي چي له کومي ورځي په قطر کي د طالبانو دفتر د امریکایانو سره په ګډه مشوره خلاص شوی، د هغه راهیسي په افغانستان کي دننه د حکومتي چارواکو په منځ کي وار خطائي موندل کیږي، او هر یوه خپل کوششونه ګړندي کړي تر څو خپل شتمني را ټولي کړي، خپلي کورونه، مارکیټونه او نوري غیر منقولي شتمنۍ خرڅي کړي، او چي څومره کولای سی هغومره مالونه لوټ کړي، او په لومړی قدم کې تر دوبۍ پوري ورسوي.

ددوبی په اړه ویل کیږي چي د یو مقناطیس په توګه افغاني شتمن ځانته را کشه وي، چي له کبله یې کال په کال په دوبی کي افغاني پانګه اچونکي مخ په زیاتېدو دي.

کله چي د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو لومړي خبرونه خپاره شول، هغه وخت یاني د کال 2012 په لومړی شپږو میاشتو کي د یوه راپور سره سم د افغاني پانګه اچونکو حصه د دوبۍ په بازار کي تر پخوا 27 سلنه زیاته شوه، چي ورسره په راتلونکو میاشتو کي مخ په زیاتېدو ده.

ویل کیږي چي په دبۍ کي هم څه داسي قانون شته، چي څوک د دبۍ ښار په جمیرا کي په جوړو مصنوعي جزیرو کي ځانته کورونه واخلي نو هغوی او د هغوی کورنیو ته دایمي ویزه ورکول کیږي، خو دا کورونه له یوې خوا ډیر زیات ګران دي، او له بلي خوا یوازي په ویزه یا اقامه شاید د ډیرو لپاره قابل قبول نه وي.

منبع نن

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *