چهارشنبه، 13 دسمبر 2017

د قطر دفتر د خیر که د شر لپاره؟

 

د قطر دفتر د خیر که د شر لپاره؟
 
لیکوال: سادات

 
ولسمشر کرزی په قهر دی چې امریکا له طالبانو سره د داسې نېغ په نېغه خبرو اراده کړې ده چې مشري یې افغان دولت نه کوي. ولسمشر تر کاسې لاندې نیم کاسې ګوري او له امریکا سره یې د امنیتي تړون په اړه د خبرو د غوڅولو امر کړی دی. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي دي چې ولسمشر په دې شي لا زیات معترض دی چې په قطر کې د طالبانو دفتر ته د افغانستان د اسلامي امارت د دفتر نوم ورکړ شوی دی.
په افغانستان کې د ولسمشر کرزي په شمول ځينې کسان ګومان کوي چې د قطر دفتر به طالبان نور هم جنګ ته وهڅوي او روحیه به ورکړي، خو که د طالبانو د استازو خبرو او دغه راز د دوی نظامي حالت ته وګورو، ویلای شو چې طالبان به په غالب ګومان د زړه له تله سولې او روغې جوړې ته د لار جوړولو په فکر کې وي.
سره له دې چې طالبانو عملیات زیات کړي دي او د دوه زره دیارلسم کال بریدونو ته یې ډېره تمه وه، خو تر اوسه یې نه کوم ځای نیولی دی او نه یې په انتحاري بریدونو کې هغسې څه تر لاسه کړي دي لکه شپږ، اووه کاله پخوا چې به یې تر لاسه کول. که په وروستیو اوونیو کې په کابل کې د طالبانو بریدونو ته وګورو، په نظامي لحاظ یې د طالبانو لپاره بې ثمره ګڼلای شو. په خیریه موسسه باندې حمله (د ملګرو ملتونو د مهاجرو په دفتر باندې)، د سترې محکمې مخې ته په عادي مامورینو او لارویانو باندې حمله یا هوایي ډګر ته نږدې بې لاسته راوړنې حمله که مطالعه کړو، دې نتیجې ته رسېږو چې طالبان نور نه شي کولای چې په انتحا ري حملو باندې له نظامي اړخه ډېر حساب وکړي. هو! دا ممکنه ده چې په انتحاري حملو کې زیات خلک شهیدان شي. په یوه وروستي انتحاري برید کې چې په مردان کې د جنازې په لمانځه کې وشو، حد اقل څلوردېرش کسه شهیدان شول مګر دغسې وژنې پرته له بدنامۍ او ولسي نفرته نور نو ځانمرګو او د دوی بادارانو ته بله هیڅ ډول سیاسي یا نظامي ګټه نه لري او بس یوازې د دین او دنیا نقصان په کې نغښتی دی.
مطلب دا چې طالبان په دې پوهېږي چې په نظامي لحاظ یې داسې څه په وس کې نه دي چې د قدرت معادله بدله کړي. په نظامي ډګر کې نهیلي پخپله یو پوخ دلیل دی چې په قطر کې د طالبانو په دفتر باندې بدګومانه ونه اوسو.
له بلې خوا د پاریس له مذاکراتو راهیسې د طالبانو په خبرو کې یو څه نرمي لیدل کېږي. نه د ښځو د تعلیم مخالفت کوي، نه د نورو افغان ډلو او لوریو له شتونه انکار کوي او نورې هغه خبرې ورنه نه اورېدل کېږي چې پخوا به یې کولې. البته، که موږ له طالبانو دا توقع لرو چې د سولې، اخوت او روغې جوړې په باره کې دې ډېرې سپینې خبرې وکړي او داسې دریځ دې څرګند کړي، لکه د افغانستان نورې ډلې چې یې لري، دا به یو څه تر وخت دمخه خبره وي، ځکه چې د دوی کسان په سنګرونو کې ناست دي او دوی ته داسې خبره کول سخت دي، چې د دغو کسانو روحیه ورسره خرابه کړي. تر څو چې جګړه توده وي دوی به ځانونه مجبور ویني چې داسې څه ونه وایي چې له جګړې څخه په انکار باندې دلالت وکړي. د طالبانو په دریځ کې د بدلانه یو بله نښه دا ده چې له څه مودې راهیسې د ځینو قتل عامونو مسوولیت په غاړه نه اخلي. له دغه چلنده دا معنا اخیستلای شو چې دوی له نورو افغانانو سره د یو ځای اوسېدلو په فکر کې لوېدلي دي.
سولې ته د طالبانو د تمایل یو بل دلیل دا دی چې پاکستان په بد حالت کې دی. پاکستان د افغانستان د ځپلو او خوړلو لپاره بې شمېره مدرسې جوړې کړې چې د قرآن کریم د تعلیم په ځای په کې بمونه او ا نتحاري بریدونه تدریس شي. دغه لوبه خو په اول کې یوازې د افغانستان په ضرر روانه وه خو له تېرو څو کلونو راهیسې وینو چې په پاکستان کې هم انتحاري حملې او قتل عامونه ورځ په ورځ زیات شوي دي. د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کوټې حملې او بیا د اوونۍ په منځ کې د مردان حملې د وحشت له نظره بې سارې وې. په کوټه کې د لسګونو محصلانو نجونو وژل او ټپیانول او بیا د ټپیانو د وژلو لپاره په روغتون باندې برید کول او په روغتون کې انتحاري حملې تر سره کول، د وحشت له نظره د معاصرې نړۍ په تاریخ کې لږ ساری لري. دغه راز په مردان کې د جنازې په لمانځه کې انتحاري حمله تر سره کول او حد اقل څلوردېرش لمونځ کوونکي وژل، د بې معنا او بې هدفه قتل عامونو یو څرګند مثال بللای شو.
د پاکستان جاسوسي ادارو فکر کاوه چې تشدد به یوازې د افغانستان په پولو کې ایسار پاتېږي، خو اوس حالات بدل شوي دي او د پاکستان یو ګڼ شمېر صاحب نظران وایي چې څو پورې په افغانستان کې د اور لمبې غلې نه شي په پاکستان کې هم نه غلې کېږي. د پاکستان اوضاع به هم د دغه هېواد هغه ادارې چې طالبان ساتي او روزي، دې نتیجې ته رسولي وي چې سولې ته اړتیا ده.
د طالبانو په لیکو کې اختلاف یو بل هغه عامل دی چې دغه ډله یې له نظامي او سیاسي بري څخه مایوسه کړې او سولې ته مایله کړې ده. د کوټې د شورا او د حقاني د ډلې تر منځ اختلاف څه پټه خبره نه ده. دغه راز په پکتیا کې د ملا منصور ډله یا په هلمند کې د دادالله کسان بېخي بېل تمایلات لري. په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستو سره په یوه وخت په باګرام کې په امریکایانو باندې حمله هغه اختلافات راڅرګندوي چې د طالبانو په لیکو کې موجود دي. دغو اختلافاتو په خپل وار د ملا عمر ډله دې نتیجې ته رسولې ده چې که جګړه اوږدېږي نو د دوی داخلي مشکلات ورسره زیاتېږي او له داخل څخه د دوی د ختمېدو امکان پیاوړی کېږي.
سولې ته د طالبانو د تمایل یو بل عامل دا دی چې په اکثرو سیمو کې اوس عادي مجرمان او جنایتکاران د طالب په نوم راپاڅېدلي او د پیسو ټولولو او نورو شخصي استفادو لپاره یې په ځانونو د طالبانو نومونه ایښي دي. دغه جنایتکاران که هر څوک دي، خو ځانونو ته طالبان وایي او خلک هم د دوی جنایتونه له طالبانو څخه ګڼي ځکه که طالبانو په لوی لاس امن نه ګډوډولای نو دغه جنایتکاران به هم نه راپیدا کېدل. دا امکان زیات دی چې طالب مشران به دې نتیجې ته رسېدلي وي چې که جګړه اوږدوي نو د ځایي جنایتکارو د عملونو بار هم د دوی په اوږو ورلوېږي او ورسره د طالبانو تحریک ته لا زیاته صدمه رسېږي.
که په ټولنه کې موجودو واقعیتونو ته وګورو، دې نتیجې ته په اسانۍ سره رسېږو چې سوله نه یوازې د افغانستان د خلکو په ګټه ده، بلکې د طالبانو په ګټه هم ده او دغه ډله که غواړي چې له پوره تباهي او بدنامي ځان وژغوري، له سولې پرته بله لاره په مخ کې نه لري.
 

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *