چهارشنبه، 13 دسمبر 2017

د یوې شپې بادشاهي

 

د یوې شپې بادشاهي

د طالبانو دولس کلنې مبارزې چې زمونږ بې شمیره هیوادوال یې د مرګ تر کومې ورسول او یو زیات شمیر یې ټپیات کړل طالبانو دومره لویه مبارزه په یوې شپې بادشاهئ ورکړه مونږ خو فکر کاوه چې طالبان به ډیرې لویې غوښتنې لري او افغان دولت به یې د پوره کیدو توان نه لري خو نه افغانان او نه هم افغان دولت خبر ول چې طالبان د یوې شپې بادشاهي غواړي او هغه هم پر یو بل هیواد کې د بیرغ پر جګیدو سره د طالبانو قصد دا وو چې یوځل به د افغانستان د اسلامې امارت بیرغ جګوي او نور به یې بیرته ښکته کوي الله ج دې سړی له داسې شرمه وساتي چې نن دې پادشاه کړې او سبا دي بیرته ګدا دې ته وایې سیاسي سپکاوی کاشکې افغانان پر د ې خبر وایی چې طالبان د یوې شپې پادشاهي غواړې نو افغانانو به په هغه اول وخت د یوې شپې پر ځای د یوې اونۍ پادشاهي ورکړې وه لکه څرنګه چې امریکایانو طالبانو ته د یوې شپې پادشاهي ورکړه . نو افغانانو به ورته په په بل ځای کې د یوې اونۍ لپاره د بیرغ د جګیدو اجازه ورکړې وه خو چې دوی دومره ویلې وایی چې مونږ فقط د بیرغ جګیده غواړو نو دومره قتلو قتال ته به حاجت نه وو پیښ شوی چې پر دولسو کالو د یوې ورځې پادشاهي غواړې نو راځئ چې دا بیرغ یې تر یوې اونۍ پورې کوزیدو ته پرینږدو تر څو یې د څلور اتیا کالو پادشاهي پوره شی او بیا وروسته له څلور اتیا کالو به ورسره ګورو .طالبانو هغه هندي فلم لیدلی وو چې د فلم هلک پر کې د یوې ورځې صدراعظم شي دوی فکر کړی وو چې مونږ به هم پر یوه شپه هرڅه سم کړو او ټول چارواکې به له دندو لرې کړو او پر ځای به یې نوي چارواکي وټاکو خو دا یې له یاده استلې ول چې هغه فلم وو او د افغانستان قضیه حقیقي ده نه فلمي .

قدرت الله ابراهیم خیل

همدا راز وګورئ

f-image

تاريخ يو ځل بيا تکراريږي

  تاريخ يو ځل بيا تکراريږي ! روسانو چې په راتلونکي کې د وتلو اعلان …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *