جمعه، 28 جولای 2017

څلورمه برخه- سیاسي فلسفه څه شی ده ؟

 

 

 

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟

لیکوال:شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل

۴برخه

دسیاسي فلسفې لوړي او ژوري :
د [سیاسي فلسفې] ځانګړې مانا نن ورځ ډیره څرګنده او پراخه ده یا دا چي
دسیاسي فلسفې له پیدایښته یعني دیونان له [اتن]ښار څخه بیا تر نن پوري یې
خپل پایښت او پرورښت ساتلی او هرچا ته څرګند دی . هرسیاسي عمل یا کړنه
دموجوده وضعي د تغیر لپاره را منځ ته کیږي او یا هم دهغه دساتلو لپاره ،
که هر کله د موجوده وضعي دساتلو لپاره هیله او میل شتون ولري ، منظور
دادی چي تغیرات هم دغوره والي په لور رامنځته کیږي ، ځکه ټولي سیاسي کړني
د (ښه) او( بد) څیزونو په ځواب سره هدایت کیږي خو د(ښه) او(بد) د انځور
دلالت ، پخپله دښه او بد په هکله غور کول دي ، همدا پوهاوی دی چي دخیر
په لور زموږ ټولي کړني هدایت کوي او دا پوهاوی د داسي ګمان خصلت لري چي
نور دپوښتني وړ نه وي خو په هغه اندازه د(غور) وړ ګرځي چي پوښتنه پارونکی
وي
دا واقعیت چي کولای سو دهغه څه په هکله پوښتنه وکړو چي موږ د (ښه) او
(بد) د انځور په لور هغه چي نور دبحث وړ نه دي او دهغو تفکرونو لپاره
چي نور ( حدس او ګمان ) نه دی بلکه معرفت او پیژندنه ده رهنمايي کوي .
ځکه نو ټولي سیاسي کړني دپیژندني اومعرفت په لور د (خیر) او (بې خیرۍ)
لوری نه لري یعني هغه چي د ښه ژوند او ټولني پېژندنه یې بولو ، ځکه ((ښه
ټولنه پخپله د بشپړ اونیکمرغه سیاست څرګندوی ده .)) که داجهت لرونکی
څرګند سي او انسانان وغواړي خپله څرګنده موخه وپیژني لاس ته راوړل یې
نسبت ښه ټولني اوژوند ته ځای پرځای ترې [سیاسي فلسفه] څرګندیږي ، د دې
بېلګه دسیاسي فلسفې تر سرلیک لاندي ددې څرګندوی ده چي دا جزئي فعالیت
اوکړنه له یو کُل او ټولګي څخه ده ، یعني دفلسفې یو برخه یا په بله مانا
[سیاسی فلسفه ]دفلسفې یو څانګه ده .
دسیاسي فلسفې په اصطلاح کي د[فلسفې] کلمه دسیاسي اندونو دبحث اوکړونو
بیانونکې ده همداسي تګلاره چي ټول دپام وړ موضوعات رانغاړي او هم یې له
جرړي سره سر اوکار لري.[سیاست] هم د بحث وړ موضوع ده او هم د دې ځانګړي
او اړین کار ښکارندوی دی .
مخکي موهم ور ته نغوته وکړه چي [سیاسي فلسفه] دهغو مسایلو اوتګلارو سره
سروکار لري هغه چي مانا اومفهوم یې د سیاسي ژوند اړوند وي اود هغه سوژه
باید دسیاسي عمل دغایت اوهدف سره هم غاړې وي ، دسیاسي فلسفې د کاري او
خبري مدار موخه ټوله بشري ټولنه وي ، لکه : خپلواکي ، ټولواکي
(امپراتوري)، حکومت او نوري هغه موخي چي وکولای سي بشر دخپلو سیاسي موخو
ټولو لوړو پوړیو ته ورسوي .[ سیاسي فلسفه ] د فلسفې له هغو څانګو څخه ده
چي د سیاسي ژوند یعني غیري فلسفي ژوند او بشري ژوند سره ډیري نږدې اړیکي
لري .
فلسفه دحکمت څېړني او پلټني په عنوان دنړۍ شموله( پېژندني) لپاره یوه
څېړنه ده یعني نسبت کُل ته دمعرفت لپاره ، که چیري همداسي معرفت په لاس
کي وای اصلاًَ څیړني اوپلټني ته اړتیا( نه ) وه ځکه نو دکُل (ټول) معرفت
ورکېدل او له لاسه ورکول په دې مانا (نه) دی چي انسان له کُل(ګرده) څخه
انځور اومعلومات نه لري . فلسفه داړتیا له مخي نسبت ټول ته تر تصور او
ګمان وروسته حاصلیږي پردې بنسټ له کُل څخه دمعرفت ځای پرځای کول دي،
فلسفه دمعرفت دځای پرځای کولو هڅه ده له کُل څخه دګمان پر ځای نسبت کُل
ته
فیلسوفان غالباً دکُل یا ټول پرځای وایي : (ټولي چاري) ټول خالص څیزونه
یو خټه (غلیظه) تیاره هم نه ده چي په هغه کي شخص ونه سي کولای چي دکُل
غړي له یو بل څخه بیل کړي او یا ټول څیزونه سره توپیري وبولي .
د ټولو (څیزونو) دمعرفت څېړنه د خدایج ، انسان او جهان پېژندني دڅېړني په
مانا ده ، یا په بله مانا په طبیعت کي د[هر] څیز اوشي د پېژندني څېړنه ده
او طبیعتونه په خپل تمامیت کي [کُل] دي .
(( فلسفه له آره حقیقت ته د درېدو په مانا نه ده بلکه دحقیقت لپاره پلټنه ده . ))
په دې برخه کي د فیلسوف بېله ځانګړنه داده چي ((هغه پوهیږي چي په څه نه
پوهیږي ! )) دا خبره په یو شمېر لرغونو یوناني فیلسوفانو کي هم رواج وه
او دهغه لید لوری نسبت زموږ ناپوهۍ ته د اړینو څیزونو په هکله نوموړی
هڅوي چي خپل ټول توان د پېژندني په اړخ کي راټول کړي که چیري د اړوندو
شیانو په هکله یې پوښتني له توانه ووزي او یا داچي نه سي کولای هغوی ته
ځواب ووايي او هغو ته پاملرنه وکړي نو بیا ویلای سو چي هغه فیلسوف( نه
)دی.
ممکن داسي وي چي دې پوښتنو ته ځواب ورکول موافقت او مخالفت او یا لږ و
ډير یو ډول تورازون ولري ، دې ته په کتو سره فلسفه هیڅکله د تعیین ټکي ته
نه رسیږي . دا په دې مانا هم( نه) ده چي ووایو [فلسفه] وچه او بې ګټي ده
ځکه چي دیوې اساسي پوښتني څخه څرګنده لاس ته راوړنه ده تر څو په طبیعت کي
دپوښتنو وړ موضوعاتو باندي وپوهیږو .
دیوې پوښتني څخه بنسټیزه پېژندنه دهغه دفهم له لاري ګټوره ده له نادیده
نیولو یا بې تفاوتۍ په نسبت هغه ته . که چیري فلسفه داسي وپېژندل سي چي
[سیاسي فلسفه] دهغه له څانګو څخه ده بیانو سیاسي هغه څه ده ، چي نسبت
دطبعیت شیانو ته دمعرفت ځای پر ځای کول دي او دسیاسي چارو دطبعیت په هکله
دګمان پر ځای دسیاسي چارو پېژندل دي .
سیاسي چاري دطبعیت په دلیل موضوعیت لري او له دې لاري تائید یا رد ،
ټاکل یا لیري کېدل ،ستایل او یا غندل کیږي که [سیاسي فلسفه] نسبت دحق
موضوع ته مایله وي تر څونوموړی حق ادا‌‌ کړي باید دلاس ته راوړلو لپاره
داصیل معرفت په نسبت دې ژور لید ته فکر وسي .
(( سیاسي فلسفه هڅه کوي ترڅو دسیاسي چارو دطبیعت او سیاسي نظم ، ښه او
بد دواړو باندي پوه سي .)) سیاسي فلسفه باید له سیاسي [ اند ] څخه په
ټولیزه توګه جلا سي لیدل کیږي چي ډېر ځلي دواړه یو ډول انګېرل سوي دي
ځیني شنونکي بیا تر دې اندازې پوري ژور او کاږه تللي چی حتی سیاسي فلسفه
یې تر پوښتني لاندي راوستې ده ، دلته د سیاسي اند څخه منظور په سیاسي
تفکر کي ژورتیا او یا دهغه اړوند تفسیر وړاندی کول دي او دسیاسي اند
(نظر) څخه مراد هر خیال ، مفهوم ،ډول او یاهر څرګند سیاسي کار چي دتفکر
په وخت کي دهغه اړوند ذهن په کارلویږي اودسیاسي بنسټونو اصول تر غور
لاندي نیسي .)) ځکه نو وایو چي :(( هره سیاسي فلسفه سیاسي نظر دی ، هر
سیاسي[ نظر ] سیاسي فلسفه نه ده .)) د واقعیتونو پربنسټ سیاسي نظر نسبت د
ګمان او معرفت بېلوالي ته بې تو پیره دی مګر سیاسي فلسفه هغه ویښه هڅه
ده چي انعطاف نه منونکې ده ، دمعرفت پر ځای کول نسبت سیاسي اوصلو ته د
ګمان پر ځای نسبت نورو ته.
سیاسي نظر ممکن ونه غواړي چي کوم شی بیله بیان او دفاع له یو باور څخه ،
بېله زموږ منل سوو څیزونو څخه یوه ځواکمنه اسطوره اوسي – خو – د سیاسي
فلسفې لپاره اړینه ده چي د خوځنده ویښتیا ، نسبت توپیري باور ، اعتقاد
اومعرفت په خوځښت راسي او حرکت یې وساتل سي یو سیاسي ( نظروال) چي فیلسوف
هم نه دی په ځانګړي نظم اوسیاست کي جزبیږي او یا دهغه سره تړل کیږي په
داسي حال کي چي سیاسي فیلسوف له آره له حقیقت سره تړلی دی .
ځکه نو وایو چي سیاسی اند سیاسي فلسفه نه ده بلکه د نورو تخلیقي څیزونو
شعر ، داستان ، مقررات اویانورو سره بې تړاوه نه ده . دسیاسي فلسفې او
سیاسي کلام تر منځ هم توپیر شتون لري .

(( هر حکومت دسیاسي فلسفې لرونکی دی ، دحکومت داهدافو بحث دسیاسي فلسفې
له اړینو بحثونو څخه دی .))
[حسن سهل آبادي] په رښتینی ډول په سیاسي فلسفه کي دحکومت دمشروعیت اوماهیت پربنسټ غور
،شننه او سپړنه کیږي .
((لکه دسیاسي نظامونو ډولونه ، دهریوه ښې ګڼي اوبدګڼي د دوی موخي او همدا
ډول دخلکو حقونه دسیاسي فلسفې ستن جوړوي .))
په پښتو ژبه کي (( سیاسي فلسفې ، دسیاست فلسفه ، دسیاست دعلم فلسفه ، او
دسیاسي علومو فلسفه . )) په ځیر سره له یوبل څخه نه دي جلاسوي. په حقیقت
کي سیاسي فلسفه دسیاسي علومو اوټولنپیژندني خلاف یو تجربي علم ( نه )دی
او موضوع یې هم تجربي تحلیل نه دئ .
دفلسفې اصطلاح په یوه داسي خاص علم دلالت وکړ چي دطبیعت ، ټولني ، شعور
او دمعرفت دپروسې دعامو قوانینو څخه بحث کوي . حال داچي په عالم الاسباب
کي نه خاص علوم وجود لري او( نه ) د طبیعیت ، ټولني او شعور په عامو
قوانینو کي توپیر شتون لري، یو شمېر پوهانو تر ننه هم په فلسفي علم پوري
دا هر ډول ناحقه تورونه تړلي دي لکه مخکي کي چي هم په یو ډول ورته ایشاره
وسوه فلسفه دعیني لوی جهان او ور پوري اړوند لوی علم او لویي قانونمندۍ
دابدي تکامل په پروسه کي بشري ، نسبي ، ذهني ،عملي تفکر او قانونمندۍ ته
ویل کیږي ځکه نو ډیر کله وایو چي فلسفه علم دی او که نه ؟ نن هم د
فلسفي علم موضوع په دقیق ډول څرګنده نه ده خو[ سیاسي فلسفه] د فلسفې یوه
ارزښتناکه څانګه ده همدې، ته ورته جزئي توپیرونه هم د پورتنیو بیلګو
اړوند شتون لري .
سیاسي علم د دولتونو ، احزابو ، نهادونو ،سیاسي موسساتو او سیاسي
ایډیالوژیو ، واقعي شرایطو باندي رڼا اچوي او ټولنپوهنه لکه له نوم څخه
چي یې څرګندیږي تجریبوي پیښي په ټولنیز ژوند کي تر څېړڼي لاندي نیسي.
خو[سیاسي فلسفه] په سیاسي علم کي د روانو پوښتنو اوګرویږونو اړوند اساسي
او اصولي پوښتني ، له انساني اړخه اړیکه له تجربو او پیښو سره یو لار
موندنه ده همدا ډول دسیاسي فلسفې او اخلاقو دفلسفې تر منځ هم نږدې اړیکي
شتون لري .

دسیاسي فلسفې اړتیا :
[دسیاسي فلسفې] اړتیا حاضره او تل پاته ده په ځانګړې توګه هر کله چي
دنویو سیاسي مسایلو (پوښتنو) دځواب سره مخ کیږو هغه چي د دودیزو سیاسي
مفاهمو په ځواک یې نه سو ځوابولای دسیاسي فلسفې تر سرلیک لاندي یې ځواب
مومو .
ویل کیږي چي په سیاسي فلسفه کي لاندنۍ دوې اړیني پوښتني هم شتون لري :
الف : څوک څه په لاس راوړي ؟
ب : او څوک څه وینا لري ؟
لومړنۍ پوښتنه ؛ دمادي ګټو د تحلیل او همدا ډول دانسان دحقوقو او ازادیو
اړوند ده ، دا چي وګړي پرکوم بنسټ دشتمنیو اوسیاسي خپلواکیو لرونکې سي ؟
او په څنګ کي دکومو حقوقو او ازادیو لرونکی وي ؟ کوم ډول قوانین دي چي نه
یوازي د شتمنیو دسپړلو لپاره بلکه پرځواک ، واک ، حقوقو او ازادیو باندي
څار وکړي ؟
دوهمه پوښتنه؛ هم دیو ډول ګټورو سپړلو لپاره مطرح کیږي ، یعني سیاسي
قدرت[؟!] ، په بل عبارت د [سیاست فلسفه] او سیاسي فیلسوف لپاره تل
عادلانه (ویش او شتمني) او څه ډول دهغو حقوق او ازادي چي وګړي یې لري او
څه شیان نور باید ولري ؟ او بل دا چي دکومو لارو او معیارونو پر بنسټ
باید دشتمنۍ څېړلو او سپړلو لپاره په ټولنه کي څار او کار [ و ] سي . دا
چاره اغلب تل دارزښت وړ وه ؛ دسیاسي فلسفې غوره ځانګړنه او څرګنده
اړتیا دسیاسي فلسفې له مخي او دسیاسي فلسفې په اډانه کي کیږي .
په حقیقت کي لکه وړاندي چي ورته کتنه وسوه هر حکومت د ځانګړي سیاسي فلسفې
لرونکی دی له لیبرالیستي او کمونیستي حکومتونو څخه نیولې تر جمهوري
اسلامي پوري ، البته موخي او ایډیالونه (نظريې) دهر سیاسي نظام هغه
متفاوت او بیل دي او دا پخپله دیوه حکومت په ساتنه کي د ارزښتناکو عواملو
څخه شمېرل کیږي ددې موضوع اړوند ځیني يې له اړینو هغو څخه دا دي :
۱ – هر حکومت دسیاسي فلسفې لرونکی دی ؛ دې ته په کتو انقلاب هم دیوې
سیاسي فلسفې د دړي- وړي کولو په مانا دی او ځای یې د نوې سیاسي فلسفه
نیول دي . ۲ : دسیاسي نظام، اعتدال او حیات
دسیاسي فلسفې په [ګرو] کي دی ؛ په دې ډول چي سیاسي فلسفه نظام سپړي طبعاً
هر څومره دا فلسفه غښتلې وي عمل یې هم زیات وي .
۳ – سیاسي فلسفه دسیاسي ارمانونو بیانونکې ده ؛ په دې ډول چي دفعلي
نظام پر توجیه دحکومت د موخو وړاندیز هم کوي ، هدف ټاکي او هدف ته د
رسېدو تګلاره بیانوي ، په ټولیزه توګه که وغواړو سیاسي فلسفه هغه هم په
شلمه پېړې کي په یوه عبارت کي وپلټو داوس لپاره یوازي په دې طرحي بسنه
کوو :
لکه څنګه چي په شلمه پېړۍ کي کلتوري ژوند تر ډېره سیاسي سوی دی ځکه نو
[سیاسي فلسفه] هم دهغه نظري او سیاسي فعالیت د تګلاري سره ورته والی
موندلی تر دې چي دا یوشانوالی تر دې مهاله پوره بریالی هم (نه) دی .
نور هم سته

 

 

همدا راز وګورئ

f-image

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه

  سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه لیکوال:شریف الله دوست(سرواني) دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *