سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

د خوک ياخنځير د ريزش دناروغی نه ویره

 
درنو هيوادوالو!
ددې لپاره چې د خوک ياخنځير دريزش پشان ددې ناروغې نه بيځايه ډارپيدا نکړئ،دادې هغه متن ستاسو خدمت ته وړادې کوم هغه چې څوشيبي دمخه په استراليا کې خپور شو٠
لس کاله دمخه،په نړۍ کې د کروناوايرس (coronavirus) په وسيله يوه ناروغئ وليدل شوه چې سارس(sever acute respiratory syndrom يا SARS) پنامه ياديږي٠ددې نارغئ نښي نښاني:شديده سالنډی يا نفستنګي ده چې که ناروغ ته دمخصوصې دستګاه په مرسته مصنوعي تنفس ورنکړی شي،ناروغ دمرګ د خطر سره مخامخ دی٠
لس کاله پخوا ٨٠٠٠ تنه پدې ناروغئ اخته ول چې ٨٠ تنه ئي مړه شول٠
په تيرو شپږو مياشتو کې SARS ويروس ته ورته يوبل ويروس پيژندل شوی چه اخته وګړي دمنځني ختيز اعراب او يا دنوموړې سيمي نه يورپ ته تللي مسافران دي٠
دا نوی کشف شوی کروناوايرس،د SARS دوايرس دکورنۍ څخه دی،خو دهغه نه يو څه بايلوژيک توپير لري او ديوه شخص نه وبل ته ئي دسرايت توان ضعيفتر دی٠
تر دمګړئ څه دپاسه ديرش تنه اخته ناروغان پيژندل شوي دي چې ٢٤ تنه ئي په سعودي کې ول او هلته دهغو نيمه شميره مړه شوي دي٠

سرايت:
دا وايرس په قوي احتمال چې د ټوخي او پرنجي له لارې دناروغ له بدن نه هوا ته او له هغه ځايه ونورو وګړو ته سرايت کوي٠دغه راز لکه ځنګه چې د SARS په ويروس ګمان شوی وو،دا ويروس هم دپوټکي دتماس له ليارئ نورو خلکو ته سرايت کولی شي٠
دا وايروس د تنفسي جهاز د شديدې ناروغئ سبب کيږي او ځيني ناروغان دپښتورګو دبيکفايتئ په وجه هلاک شوي دي٠

کوروناوايرس معمولا په حيواناتو کې ليدل کيږي،خو وانسان ته ئي دسرايت چانس خورا لږ دی٠
داسې انګيرنه شته چې نوموړی وايرس دی “شوپرک چرمي يا bats”نه انسان او بيا نورو انسانانو ته سرايت کړی وي٠
خو فکر کيږي چې ددی ډول وايرس دسرايت خطر چندان زيات ندې،ځکه چې په يورپ او منځني ختيځ کي ددی وایرس واقعات په محدود ډول په کوچنيو ټولنو کې ليدل شوي دي٠
دنړيوالې روغتا سازمان(سازمان صحي جهان يا WHO) پر مساپرو
بنديز ندې توصيه کړی خو د امريکې دناروغيو دکنترول مرکز هغه مساپرو ته چې عربي هيوادو ته سفر کوي،مشوره ورکړې چې پاکوالی او نظافت ته ډيره توجه وکړي او دتنفسي ناروغانو نه ځان لرې وساتي٠او که ټوخی يا نفستنګي ورله پيدا شوه بايد په عاجل ډول طبي مرستې تر لاسه کړي.
درملنه:
تر دې دمه د دې ناروغئ ندی پيدا شوی٠ ناروغ بايد تجريد او د درملنې ټيم بايد دځان او ټولنې د مصؤونيت په خاطرتدابير ونيسي٠
دتنفسي اوبولي جهازدرملنه نوموړو سيستمونوته دکمک او سپورت له ليارې ترسره کيږي٠
دوايرسونو ضد دواګانې لکه ribovarin او interferon کيدی شي په درملنه کی ګټور تمام شي٠
 
 
Dr MP Safi,MD FRACGP

همدا راز وګورئ

f-image

میخک

میخک ! اسانس(جوهر) میخک دارای بوئی قوی و طعمی سوزاننده می باشد. اوژنول که ماده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *