یکشنبه، 19 نوومبر 2017

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ دریمه برخه

 

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟
لیکوال:شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل
۳برخه

فلسفه یعني دټولنیز احکامو شتون په دې مانا چي له کلیاتو څخه داسي خبري اوبحث کول دي چي په هیڅ ډول علومو کي له هغه څخه خپلواک اومستقل بحث نه
کیږي. دبیلګي په توګه د(علت اومعلول ) یا د ( وجود احکام) بحث له دې اړخه شتون لري – نه – داچي شتون لري له هغو مواردو څخه دي چي له هغه څخه بحث
یادونه وسي لکه : ایا حکومت لازم دی اویا داچي ټولنه خپل سرته پریښودل سي تر څو په خوديتوګه بشري یون (سفر) وکړي او په دې چاره کی یوازي د انسان پر پاکۍ او
سپېڅلتیا باندي تکیه وسي ؟ دا یو بنسټیزه پوښتنه ده چي ځواب یې له شتون
 او یا نه شتون څخه بحث کوي او د ګردي ټولني د خلقت هدف ،د هستۍ نظام،او ماورای عالم طبیعت سره پیوند لري . دا مبحث او د انسان سیاسي پیژندني
مبحث ، دانسان په خپله خوښه مدني کیدل او یا نه مدني کیدل ، دسیاسي ټولني پیل او ابتدا ،غوره حکومت ، دحاکم ځانګړني ، دحکومت ډولونه ، دخلکو ځای په سیاست کي ، په سیاست کي دین او ماورای طبیعي چاري ،سیاسي موخي او سلګونه نوري جرړيزي او ریښوي پوښتني – ګرویږني دسیاسي فلسفې له مطرح سوو
مباحثو څخه شمېرل کیږي . په ځانګړې توګه[ سیاسي فلسفه] د هغو پوښتونو لپاره ځواب موندونکې ده چي دحکومت په اوښتون او وخت په تېریدو هیڅکله (نه) زړیږي او دخاص وخت سره
تړاو هم نه لري دبیلګي په توګه : د حکومت اړتیا ، دخلکو اوحاکم تر منځ اړیکه ، دسیاست هدف او موخه  دحکومت ډولونه ، په سیاست کي حق اوتکلیف ، خپلواکي ، عدالت ، او فضیلت
(غوره والی) هغه مسایل دي چي [سیاسي فلسفه] دهغه دیادولو او غورکولو
ضمانت په غاړه لري . دې ډول پوښتونو ته دځواب موندلو لپاره بیلابیل
مکتبونه رامنځته سوي دي لکه : دانارشیزم مکتب ،دپارلمانتیزم ، لیبرالیزم
، کمونیزم ، سوسیالیزم اوسلګونه نور مکتبونه انسان ، نړۍ او سیاست ته په
کتو دځاني [سیاسي فلسفې] پربنسټ رامنځته سوي دي . خلاصه داچي دسیاسي
فلسفې کړني دادي چي : (( نه یوازي دهغه څه په اړه چي شتون لري فکر وکړي
بلکي دهغه څه په اړه چي باید وي هم فکر وکړي .))
دفلسفې بېلښت له سیاسي فلسفې څخه کیدای سي دځان خوښوني پر بنسټ وي ، خوځیني وایي
دسیاست فلسفه باید له هغه ځایه پیل کړو چي ممیز(بیلونکی) یې له یو بل علم
څخه یعني که د اخلاق فلسفه وي دسیاست دفلسفې له کړۍ څخه داخلاقي فلسفې
بیلتون دا په خپل وار ستونزمن هم (نه) دی ، په هر ترتیب که څوک وغواړي
دسیاسي فلسفې په سیند کي بېړۍ چلونکي و اوسئ باید دا ټکی په یاد ولرئ
سیاسي فلسفه نه جغرفیایي نقشه لري او نه هم قطب نما . ))

په سیاسي فلسفه کي دتګلاري پېژندنه :
په دې برخه کي دیادولو وړ یو ټکی دادی چي په سیاسي فلسفې کي له آره
دتګلاري رنګارنګي (تنوع) دهر سیاسي فیلسوف په تفکر او ځانګړي مکتب پوري
اړه لري . البته دانساني علومو په په لوستنه کي زیات شمېر تګلاري شتون
لري له دې بیلابیلو تګلارو څخه دوه – درې یې دبیلګي په توګه را اخلو :
اصولاُ ( زیږنده تګلاره) په ټولو علمي تحقیقاتو کي پر دوو تګلارو ویشلې
ده‍ لکه څنګه چي افلاطون د (حکومتونو دډولونو زېږنده) شاهي او ډیموکراسي
نظامونه بللي او دحکومتونو ټول ډولونه یې له همدې دوو(۲) څانګو زېږنده
بللي دي بنا پر دې ډولونو کولای سو چي د سیاسي تګلارو نور ډولونه هم له
(عقلي) او (نقلي) هغو څخه وبولو چي
مخکي هم دې دوو عمده تګلارو شتون درلود چي یو يې همدا (عقلي) او بل یې
(نقلي) وه په دې منځ کي باید (تجربي – حسي) تګلاره هم ور سره په ورستي کي
ملګرې سي. دې دلیل ته په کتو سره چي [سیاسي فلسفه] خپله یو ځانګړی بحث
دی چي دنورو علومو سره په څنګ کي (نه) سپړل کیږي او ځانته نړۍ ده ځکه نو
ویلای سو چي دې ډول مباحثو او مسایلو ته په پام سره دخپل ځانګړي تګلاري
په ملتیا یون کوي . که دتګلاري پېژندني توپیر ته قایل سو چي حق هم دادی
باید ووایو :
د [سیاسي فلسفې] تګلاره پر عقلي او منطقي برهانونو باندي تکیه لري ، یعني
دیو شمېر له شکه وتلي او اړینو څیزونو څخه پیل کیږي او په ټولنه کي د
افرادو دسیاسي ژوند تامین لپاره پر عملي دستورونو پای ته رسیږي .

سیاسي فلسفه د یوه اساسي بنسټ لرونکې :

مخکي مو هم په یو ډول دې ټکي ته ایشاره وکړه چي سیاسي فلسفه په دې هڅه کي
ده تر څو دعقلي لیدلوري دسیاست بنسټیزو مباحثو ته کتنه وکړي او بل داچي
سیاسي فلسفه په دې هڅه کي ده تر څو دبرهاني قیاس د تګلاري له لوري دسیاسي
مسایلو سپړلو ته ور و دانګي .
دیادولو وړده هغه څه چي دسیاست دعلم اوسیاسي اندونو له مخي شتون لري ،
دسیاسي فلسفې له تګلاري سره ډیر توپیر لري په دې منځ کي دسیاسي فلسفې
دتګلاري پیژندني لپاره دسپړني څرګندي تګلاري دادي چي په لیدلورو او یا په
ټولیزه توګه د [سیاسي فلسفې] فیلسوفانو او مفکرینو ته ور ودانګو، په دې
برخه کي لږ تر لږه کولای سو هغه په زماني مقطع کي مشخص کړو . پاته دي نه
وي چي سیاسي فلسفه په خپل وار بیل دپلټني حیات لري او دسیاسي لیدلوري له
اړخه انساني هدفونه دنړۍ اړوند سوژو کي په خپله اندیزه او نظري اډانه کي
لري.

سیاسي فلسفه اوسیاسي تفکر:

دسیاسي فیلسوفانو په اند چي سیاسي فلسفه دسیاسي تفکر په مفهوم (نه) ده
بلکه د دسیاسي فلسفې اند،د سیاست اړوند ، دحکم اوامریت ، دفطرت اوماهیت
،دسپړني فهم ، اطاعت اوتبعیت ، اړتیا او موخه ، دولت او ټولنه ، د دولت
دشتون دلایل او دانسان د سیاسي ژوند دسازماندهۍ غوره تګلاره د ژوند
داساسي موخو دتامین او عدالت او همدا ډول د برابرۍ او ازادۍ پلوي او
سپړونکې ده .
دسیاسي فلسفې له مکتبونو څخه هر یو يې بیل- بیل پر پورتنیو مسایلو باندي
دخپلي ځانګړي سیاسي تګلاري په رڼا کي څېړني اوڅرګندوني کړي دي :
د ارسطو په سیاسي فلسفه کي پرعقلي استدلال تکیه ، دتوماس هابز په سیاسي
فلسفه کي پرانتزاعي اومنطقي استدلال تکیه ، دجان لاک په سیاسي فلسفه کي
پرطبیعي حقوقو اوسلیم عقل تکیه ،او د(هګل) په سیاسي فلسفه کي ټولیز عقل
تکیه او ټینګار د [سیاسي فلسفې ] له مهمو تګلارو څخه شمېرل کیږي .
له آره سیاسي فلسفه خپله دنده د انسان دسرښت او فطرت دفرضیاتو پر بنسټ
پیلوي خو د انسان دفطرت اوسرښت پر بیخ بنايي مساله د فیلسوفانو تر منځ
یو واحد نظر شتون نه لري هغه چي په ټوله کي پر څلورو برخو راڅرخي :
الف : ایا انسان په طبیعي ډول فرد پال او یا ټولیزپال دی ؟
ب : ایا انسان یو سیاسي اومدني موجود دی او که نه ؟
ج : ایا انسان طبعاً عقلاني ازاد او عقلاني موجود دی اوکه غیري عقلاني او
مجبور دی ؟
د : ایا انسان له آره کمال منونکی دی او که غیري …؟

که د پورتنیو لید لورو څخه دهر یوه مقدمات ومنو قاعدتاً باید هغه پایلي
چي د دولت دماهیت دلید لوري په هکله دي، د سیاسي ژوند نتایج ، موخي ،
اطاعت اودلایل ومنو .
خو دسیاسي فلسفې یو اړینه پوښتنه د دولت دماهیت څخه بحث دی .
د دولت دماهیت له تعبیر څخه ، دسیاسي ژوند دهدف تعبیر ددولت غوره بڼه
دهغه دتګلاري د موندني شرایط رامنځته کوي . په نهایت کي سیاسي فلسفه
ددولت دمنشاْ اوماهیت دتوصیفي مسایلو ،سیاسي ژوند دموخو ، ارزښتونو او
حکومت دغوره بڼي سره تړاو لري علاوه پردې اند داچي دولت په بنسټیزه او
بشپړیزه حاصل له کورنۍ څخه کلي(بانډې) ته ،په ښار او مدني ټولنه کي هم دی
او یا داچي د افرادو تر منځ مصنوع ، ټولنیز تړون ،حاصل او ښکارنده
(پدیده) ده ؟ خو هر یو بیا بیلي – بیلي څرګندوني او دسیاسي فلسفې داساسي
مسایلو یعني ،آزادي ،اطاعت ،مشروعیت،حقوق اوداسي نور مخي ته وړي .
دحکومت په غوره بڼه کي تاْمل په نهایت کي دسیاسي فلسفې له مهمو موضوعاتو
څخه شمېرل کیږي .دسیاسي فیلسوفانو څخه هریوه د خپلوتعبیرونو پر بنسټ
دغوښتونکي موخي لپاره دحکومتونو دبڼو د مطلوبیت د اندازه ګیرۍ دمعیار
لپاره دپیدا کېدو په لټه کي وه دبیلګي په توګه :
۱ : د افلاطون په سیا فلسفه کي دحقایقو دمعرفت میزان .
۲ : د ارسطو له سیاسي فلسفې څخه دعامه اصلاح ، دوستۍ او فضیلت د تامین میزان .
۳ : دهابز په سیاسي فلسفه کي دنظم او امنیت دتامین میزان او د اکثرو خوښیو میزان.
دمکتب اصالت د وګړو ډیرکیو ته ، په ټولیزه توګه باید ووایو دسیاسي
فیلسوفانو دپام وړ مهموبوختیاو او په ټولنه کي دعادلانه قانون او عدالت
درامنځته کېدو لپاره سپړني ، څېړني اوپلټني کولې.
د عدالت اړوند دسیاسي فیلسوفانود اختلاف ټکي له دریو اندونو اوتعبیرونو
څخه سرچینه اخلي :
الف : ځینو عدالت برابري باله .
ب : ځینو وړتیا په پام کي نیول ، دعدالت له لومړنیو شرطونو څخه باله .
ج : یوشمېر په دې اند وه چي داړتیاو تامین دعدالت له ملکیتونو څخه دی .
نورهم بیا

همدا راز وګورئ

f-image

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه

  سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه لیکوال:شریف الله دوست(سرواني) دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *