سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

طالب جانه! د وروستي ځل له پاره یی واوره

 

 

طالب جانه! د وروستي ځل له پاره یی واوره

لیکوال ابراهیم نعیمي

دوه ځله مخکی مي خواست درته وکړ چې زما او ستا د ګران هیواد پر ضد د پاکستان د ملیشاو د بریدونو پر ضد د افغان ولس سره اوږه پر اوږه ودریږه.

طالب جانه! که ته په رښتیا د ازادي د لاري مجاهد وي نو دا ستا په ګټه ده چې د خپلو مورنې وړونو په څنګ کې د یرغل په مقابل کې ودریږي.

زه پوهیږم چې ته څه پلمه کوي. ستا پلمه داده چې امریکایي یرغلګر هم په هیواد کې شتون لري ولې د امریکا پر ضد و نه جنګیږم. دا به ومنم مګر ښه سوچ وکړه چې د امریکایي یرغلګرو پر ضد هم د افغاني مور بچي در سره دي. ما خو د پاکستان کوم پنجابی شیخ و نه لید چې د افغان په جګړه کې مړ شي.

طالب جانه! د غفلت د خوب څخه ځان راویښ کړه، د پردو په اشاره مه جنګیږه. ستا غزا او جهاد هغه وخت د هیواد په ګټه دي چې د خپل مور بچیان د پنجاب په امر مړه نه کړي.

داسې به یي وګڼو چې تا د امریکایي اشغالګرو پر ضد جګړه پیل کړي ده او نورو وړونو ستا ملګرتیا ونه کړه خو اوس د پنجابیانو د ښکاره تیري په مقابل کې خپلې پاکې ویني قربانوی نو ستا په اند دا بده چاره ده؟ باید پاکستان ته لاس تر زنه کښینو تر څو زموږ هیواد بشپړ اشغال کړي؟ تا ته به افرین ووایم که د خپلې مور بچي مړه نه کړي او یوازې د اشغال پر ضد جهاد وکړي خو ما ته هم افرین ووایه چې د پردو لښکرو په مقابل د هیواد د ازادی څخه دفاع کوم. راشه زما تر څنګ ودریږه په ګډه به ټول یرغلګر د هیواد څخه وباسو او مستقل افغانستان به جوړ کړو.

ګوره طالبه وروره! ته څومره ناځوانه یي چې د ملالۍ میوندې په هغه ډګر دي خپل وړونه ووژل چې ستا پیغلې خور د انګریز وینې بهیولي وي.

هغه د ایوب خان غازې د جګړې ډګر و چې نن تا د هغه د لمسیانو په وینو ککړ کړ. میوند هغه سیمه ده چې زما او ستا نیکونو او نیاګانو افغاني میړانه د انګریز یرغلګر پوځ ته وښودل. په ټکنده غرمه د تندی څخه یي حلقونه وچ ول، په چړو او سوټیانو یي د انګریز توپونو ته سینې سپر کړی وي. زما اوستا ویاړلې ملالۍ بیرغ اوچت کړ او د الله اکبر په نامه یي اشغالګر انګریزان تر تیغونو تیر کړل خو ته دومره ناځوانې کوي چې په دغه پاکه خاوره کې پر هغه لاریون چې د پاکستان د اشغالګرو پر ضد په جوش کې وو، برید ورباندې کوي او خپل وړونه په شهادت رسوي. اوس نو ته خپل په ګریوان کې وګوره چې دا کړنه دي د ورور ګلوی او افغان کړنه ده؟ هر ګز نه. دا جهاد نه دي، دا غزا نه ده. دا کړنه یوازې د اشغالګرانو سره مرسته ده.

ښه که دغه کار تا کړي نه وي نو ولې پټه خوله ناست یي ووایه چې کوم پاکستانې دغه جنایت وکړ؟

په یو څه دي پوهول غواړم: هر څوک چې زموږ پر هیواد یرغل وکړي، هغه د افغانانو دښمن دي. دا که شین سترګی وي او که تور لینګی وی او که یي چلتار تړلی وي. یوه وروستۍ خبره په یاد ولره که ته خپل دریځ روښانه نه کړي او د تیري په ورځ د خپلو وړونو څنګ ته و نه دریږي د شین سترګی او یا تورلینګي پلو ونیسي د افغانستان خلک تا نه بخښي او ته به ناکامه وي. د ناکامي دي مبارک شه. د افغانستان ولسمشر په کراتو کراتو تا ته د ورور خطاب وکړ حتی د خپل ورور په جنازه کې هم ته ورور وګڼلي خو ته بیا هم په خپل سر روان یی. ولسمشر دی خپل حریفانو ته کم راوستي. زما وروستۍ خواست تاته دادي چې د خپلو سکني وړونو تر څنګ ودریږه چې ښه راتلونکي ولري. نور مو مه شرموه چې هر کس او ناکس وایي چې پښتانه ترهګر دي. په لوړ ږغ ووایی چې د هیواد داشغال په وخت کې د خپلو وړونو تر څنګ ولاړیم. ګوره زه تا دوست ګڼم او زما بچي ستا تر څنګ ولاړ دي که نه نو ته به بیله ولسونو هیڅ شي. د مشهور کمیډن دغه وینا ته ځیر شه: « د د ښمن څخه یووار وبیریږه خو د دوست څخه زر ځلي» چارلي چاپلین
که ستا وړونه تا دوست و نه ګڼي نو ته به هیڅ وي. په دوستۍ کې دښمني د ناځوانانو کار دي

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *