سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

خپلواک که بلواک افغانستان

 

محمدآصف خواتي

 

                                            خپلواک که بلواک افغانستان

   

پدې وروستیوکې ځینې لیکوالان پدې اړه چې افغانستان اشغال شوی یا خپلواک هیواد دۍ بحثونه اولیکنې کوي۰ دې ښاغلوته پکاروه چې دوولس کاله مخکې کله چې د۲۰۰۱ کال داکتوبر په اوومه  انګریزي – امریکایي تیري کونکوپرافغانستان راکټي اوهوایي بریدونه پیل کړل اوزرګونو  پوځيانو یې دپاکستان له لارې پرافغانستان یرغل وکړ پدې اړه بحثونه اولیکنې کړې وای چې آیا دافغانستان داشغال هڅې پیل شوې یا کومه بله لوبه پیل شوه۰ کله مې چې دالیکنې ترسترګوشوي دیوه دوست یوه خبره مې را یاده شوه چې د دکټورنجیب الله دواکمنې پرمهال یې په نیمروز کې دنده لرله ۰ هغه ویل چې یوه ورځ دنیمروز ښارڅیرمه کلي کې دیوه کلیوال سپین ږیري سره مخامخ شوم ۰ هغه دکابل په هکله دیوشمیرپوښتنو سربیره داخبره  وکړه چې داود خان به اوس ډیرکمزوری شوی وي۰ په هر صورت داښاغلي افغانستان یوخپلواک هیوا دشمیري اودبهرنیولښکروشتون دملګرو ملتو دامنیت د شورا د پریکړې پربنسټ ګڼي اوالبته خپل دلایل وړاندې کوي ۰ 

که څه هم  دنني خپلواک اوبلواک افغانستان مسآله اوس ډیروته روښانه شوې ده خوبیاهم اړینه بریښي پدې موضوع لنډ مکث وشي۰ غواړم خبره لدې نه پیل کړم چې په یوه ځانګړي هیواد کې دواکمنیو ګوښه کول اوبدلول دهغه هیواددخلکوکاردۍ نه دپردیو۰ داموضوع دملګروملتو دسازمان په منشورکې چې ددې نړیوالې مؤسسې جوړښت ،شتون اوفعالیت  دهغه پربنسټ پلی کیږي ترسترګو کیږي۰ د منشورددویمې مادي په څلورم بندکې داسې راغلي دي :« ټول غړي به پخپلو نړیوالو اړیکو کې دهر هیواد دځمکنۍ بشپړتیا اوسیاسي خپلواکۍ خلاف له ګواښ اوزوراویا هرډول نورو لارو چې د دملګروملتودموخو سره سرونه خوري ډډه کوي۰ » د۲۰۰۱ کال دسپتمبر دیوولسمې نیټې دترهګرې پیښې وروسته دملګروملتودهغه مهال مشرکوفي عنان دسپینې ماڼۍ  دواکمنود موخوپه درک سره د سپتمبرپه څلورویشتمه نیټه ددې سازمان عمومي اسامبلې ته دکلني رپوټ دورکولو په ترڅ کې وویل: « امریکې ته دنیویارک دپیښې له امله رسیدلی تاوان داحق نه ورکوي چې دترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه په هرکارلاس پورې کړي ۰» هغه د(اې بې سې) په یوه ټلویزیوني پروګرام کې دامریکایي خبریال ( دیان سویر) دپوښتنې په ځواب کې وایي :«د م، م مخکنی پریکړه طالبان دې ته اړباسي چې بن لادن م، م ته وسپاري۰ که طالبان دغه غوښتنې ته هرکلی ونه کړي ترتعزیراتو لاندې به راشي خودسیاسي نظام بدلول دافغانانوکاردۍ نه دبهرنیانو۰» موږولیدل چې په افغانستان باندې د امریکې – انګریز دتیري له امله دطالبانواسلامي امارت نسکور اوواک شمال ټلوالې ته ډالۍ شوچې پردې بنسټ دملګروملتودمنشورخلاف دپردیودمستقیم پوځي یرغل له امله په افغانستان کې واکمني بدله شوه۰ دپورتنیوڅوکرښو نه داسې پایله راوزي چې په افغانستان باندې دانګلوساکسوني یرغلګرودتیري له امله دم، م منشورنه سرغړونه شوې اوله بلې خوا یې خپل لاسپوڅي کوم چې داشغالګرو دارادې او موخو پلي کونکي وي دواک په ګډی کینول ، خپلې لښکرې یې دهیوادپه ګوټ ګوټ کې ځای پرځای کړې چې دا دیوه هیواد داشغال مانا لري۰ دموضوع دښه وضاحت لپاره دا هم اړینه بریښي چې پردې خبره بحث وشي چې په کوموحالاتوکې په یوه هیوادکې پردۍ لښکرې راڅرګندیږي۰  

الف – په هغه حالت کې چې یودولت له بل دولت نه په رسمي توګه دپوځونوغوښتنه وکړي چې هغه هم ددوه اړخیز تړون له مخې ترسره کیږي۰

ب- دملګروملتو دسازمان دپریکړې پربنسټ یوه هیوادته دهمدې مؤسسې تر نامه ، نښان اوجنډې لاندې ځواکونه استول کیږي۰

ج – دیوه هیوادله لوري پربل هیوادپوځي یرغل اوهلته دخپلې خوښې واکمنۍ واکمنول۰

د۲۰۰۱ کال د اکتوبرپه لومړی نیمایي کې په افغانستان کې دانګلوساکسوني لښکروراڅرګندیدل د افغانستان دواکمن دولت ( طالبانو اسلامي امارت ) دغوښتنې ،کومې لوزنامې اوهمداراز دملګروملتو دسازمان دپریکړې پرته افغانستان ته ننوتي، هلته یې واکمن دولت راوپرزاوه اوخپل افغان متحدین یې واک ته ورسول۰ وروسته اشغالګرو دبن دکنفرانس راوباله ، په هغه کې یې دخپلې خوښې افغان حکومت جوړکړ۰ دبن دکنفرانس نه دوه نیمې میاشتې وروسته دملګرو ملتودامنیت شورا د۲۰۰۱ کال ددسمبرپه یوویشتمه دیوه پریکړه لیک په صادرولوسره افغانستان ته دسوله ساتوځواکونواستول تصویب کړل۰ خوددغه پریکړه لیک په هکله نه مخکې اونه وروسته دم، م دعمومي اسامبلې یا د غړوهیوادونوډله ییزنظروانه خیستل شو۰ دالښکرې ترنن مهاله دم، م دنامه اونښان اودهغه دنظارت پرته شتون اوفعالیت کوي۰ دالښکرې که دایساف په نامه دي یا ائتلاف ، دشمالي اتلانتیک په سیاسي- پوځي سازمان ( ناټو) پورې تړاولري او م،م دهغوپه فعالیت کوم کنترول او اغیزنلري۰

دلیکنې په وروستۍ برخه کې به پدې مسآله خبرې وشي چې افغان حکومت  ددې لښکروپه کړنو او فعالیتونو ترکومې کچې کنټرول او اغیزلري۰ ددې موضوع څیړنه دافغانستان خپلواکۍ اوبلواکۍ ته ځواب ورکوي۰  د نړیوالو اصولو له مخې دیوه هیوادلاندې حالتونه دهغه هیواد داشغال مانا لري :

لومړی – هغه حالت چې په یوه هیوادکې پردۍ پرتې لښکرې له کوم تړون اویا نړیوالې لوزنامې پرته شتون ولري ۰

دویم – هغه حالت چې واکمن حکومت دبهرنیوپوځیانو دکړنواوعملیاتو دڅارنې واک اوحق ونلري ۰  

دریم – هغه حالت چې واکمن حکومت ددې واک اوحق ونلري چې دپردیو لښکروله لوري دنوموړي هیواد له قوانینو څخه دسرغړونې اوجنګي جنایتونوپه وخت کې هغوی ملي یا نړیوالې محکمې ته  ودروي ۰

څلورم – هغه حالت چې یوه هیوادته له کومې لوزنامې اوتړون پرته بیشمیره بهرني سلاکاران او   متخصصین راشي او۰۰۰

له بده مرغه پورتني حالتونه په افغانستان کې شتون لري چې دادافغانستان داشغال مانا لري۰ دننۍ واکمنۍ دمشرحامدکرزي لاندې دری وړاندیزونه چې په یوه مطبوعاتي مرکه کې د۲۰۰۸ کال د نومبرپه یوولسمه  کړي ووچې« لویدیځ یا بایددطالبانوسره سوله وکړي، یا باید ما لیرې کړي ، یا باید داوطن پریږدي» پخپله داواقعیت بیانوي چې څوک ددې هیواد دمشرتابه دګوښه کولو اونوروملي – بنسټیزو ستونزولکه دسولې اوجګړې واک لري چې هغه لویدیځ دۍ۰ دپاسنیوڅلوروحالتونواودخواربیواکه کرزي ددریووړاندیزونوله مخې په خورا خواشینۍ سره ویلای شوچې افغانستان خپلواک هیواد نه بلکې بلواک اواشغال شوی هیواد دۍ۰ دې ډول حالت ته په کتو سره ټولو ته داښايي چې پدې هکله فکروکړي چې څرنګه کولای شوددې حالت څخه وطن وباسو اوپدې اړه بحثونه پیل کړو۰

پای  

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *