سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

پردی کټ ترنیمی شپی

عبدالباری عارض

پردی کټ ترنیمی شپی


د افغانستان لانجه پوځی حل لاره نلری دا هغه خبره ده چی د څه مودی را پدیخوا یی د استعمال موارد ډیر سویدی او په ورستیو کی یو ځل بیا د ناټو عمومی منشی راسموسن د ایساف او ناټو د پنځوسو هیوادو د خارجه چارو د وزیرانو په ګډه غونډه کی په بروکسل کی وکړل. دا خبره د دوولسو کالو جګړی نتیجه ده، اما ددی مطلب ابعاد باید وڅیړل سی. یقین دی

چی امریکا او ناټو نور نه غواړی په افغانستان کی په پراخه توګه په جګړه کی ښکیل پاتی سی. دا هم جوته ده چی د جګړی خرڅ نور د بهرنیانو حوصله پای ته رسولی ده او دا هم حقیقت دی چی د بن لادن په مرګ نور د افغانستان د جګړی پلویان په امریکا او اروپا کی مخ پر کمیدو دی.دا ټول هغه څه دی چی د راسموسن و قول ته د صحت بڼه ورکوی. اما په افغانستان کی رژیم تراوسه سیاسی بلوغ ته ندی رسیدلی او نور هیله هم نسی کیدای چی رژیم دی ولس پرځان راټول کړای سی.که هغه ډالر چی د رسنیو په حواله د جنګ سالارانو او د پارلمان د ځینو غړو د پیاوړتیا په موخه په پټه بیله محاسبی د امریکی د سی آی ای ،د برتانیی د ایم آی سیکس استخباراتی اداری او د ایران څخه په کڅوړو او بکسونو کی رالیږل سویدی قطع سی د رژیم بقا به بیله طالبانی مقاومته د ستونځو سره مخ سی مهمه لا داچی په بروکسل کی د پنځوسو هیوادو غونډی ځنی مکلفیتونه هم افغان حکومت ته ورپه غاړه کړیدی چی یو د هغو څخه د فساد له منځه وړل دی هغه څه چی د رژیم بنسټ یی جوړ کړیدی.او بل رڼی ټاکنی ترسره کول دی، هغه څه چی تیرو ته په کتو ناممکن بریښی. د بروکسل غونډی خپلی راتلونکی مرستی چی د رژیم د بقا لپاره اړینی دی په پورتنیو شرایطو تړلی بللی دی نو ځکه ویل کیدای سی چی د شرایطو پوره کیدل او راتلونکی نړیوالی مرستی به هم ټکنۍ وی، غربیانو پوره دوولس کاله هڅی وکړی په کابل کی یو قانونمنده اداره رامنځ ته کړی چی ولسونو ته د باور وړ وی خو په نظام کی د جنګسالارانو شتون،بی عدالتی او فساد د ولس او رژیم ترمنځ واټن ورځ تر بلی پراخ کړیدی. په یوه لسیزه کی حد اقل تنظیمی سیسټم په واحد ملی سیسټم بدل نه سو٬که امریکا او یا افغان حکومت جګړه د حل لاره نه بولی باید په قوی زړه د روغی جوړی اراده وکړی په دی معنی چی باید د طالب او پاکستان سره تفاهم ته کښینی سوله طبیعتا د دښمن سره کیږی او دا هم واضح ده چی پاکستان دوست ندی، دا که د زغم وړ ده او که نده باید د هغه سره د سولی توانمندی او ظرفیت پیدا سی. هیحکله به رایګان او د خدای د پاره سوله د کور دروازی ته رانسی، سوله نووښتونه غواړی سوله قربانی غواړی سوله قیمت لری او سوله عادلانه باید وی. د بعضو کړیو یا افرادو لپاره حقیقت تریخ او د زغم نه وی خو دا یو عینیت دی چی هره جګړه بالاخره پای لری او دا سوله به له طالب او پاکستان سره کیږی. دعینیت څخه د نه زغم په وجه فرار د ځان خطا ایستل دی. امریکا خپلی شتمنۍ او اهداف د افغانستان د سولی او د افغانانو د سوکالۍ لپاره نه قربانی کوی. ولی باید په دی حساسه موقع کی زغم خپل نکړو او د سیاسی متانت څخه په ګټه ارام دریځ خپل نکړو ؟ دا هم حقیقت دی چی پرسرحد ځنی پُستی چی د امریکایانو د راتګ وړاندی د مجاهدینو په واک کی وی، د امریکایانو په راتګ هغوی اشغال کړی اوس چی امریکایان د وتلو په درشل کی دی پستی یی و پاکستانی ځواکونو ته وسپارل چی په هکله یی جمهور ریس دوی اونۍ وړاندی د امریکی جمهور ریس ته لیک هم استولۍ ؤ تر څو هغه ځایونه بیرته افغان لوری ته وسپاری. که د ګاونډیانو سره سرحدی ناخوالی وڅیړو هم ایران ، هم پاکستان او کله کله شمالی ګاونډیانو زموږ د پولو احترام ندی کړی او په ځینو مواردو کی وړاندی هم راغلی دی، خو تاریخ عبرت دی د امیر دوست محمد خان زغم او دیپلوماسۍ د برتانیی په وړاندی درس دۍ هغه د اولاد په قربانی کولو هیواد د تند باد څخه په امان کی وساتۍ. بی له شکه چی دا زغم او دیپلوماسی کافی ظرفیت او لوړ جسارت غواړی . د امریکی د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د مقررۍ سره سم اعتراف وکړ چی د کابل په تیرو ټاکنو کی یی لاس وهنه کړیوه نو ځکه اوس هم داسی انګیرنی سته چی شاید د افغانستان او پاکستان وروستی سرحدی نښته چی د بروکسل تر دری اړخیزه غونډی وروسته پیښه سوه د جان کیری د لاس وهنو دوام وی. زما په آند دا نښته به دسولی لپاره ګټوره نه وی او په اوږد مهاله کی به و افغان ولس ته نوی ناندرۍ را ولاړی کړی.امریکا او ناټو به آخر ولاړسی خو موږ ته به د ګاونډیانو دښمنی په یوازی سر را پریږدی .د ولس څخه لاره ورکه ده ګاهی پاکستان او افغانستان دوه غبرګولیان او د مذهبی او کلتوری اړیکو په اساس نه بیلیدونکی بلل کیږی او د طالبانو سره سوله د پاکستان په همکاری کی نغښتی بلل کیږی خو میاشت تیره نه وی پاکستان دښمن ، د تروریزم همکار او تمویل کونکی او لاس وهونکی دی حتی داسی انګیرنی سته چی کله د امریکا او پاکستان اړیکی ټکنۍ سی نو سمدستی افغانستان هم ورګډ کړل سی او د هند سره د تودو اړیکو مبحثونه د مطبوعاتو پرمخ را څرګند کړی. دا ډول ګډوډ سیاست او پالیسی نه یوازی ولس ګمراه کوی بلکه راتلونکی ته هم تاوان اړوی. افغانستان د جغرافیایی جوړښت پر بنسټ د ګاونډیانو سره دایمی اړیکو ته اړ دۍ راغلی پوځیان به بالاخره ځی د دوی د ذاتلبینی سیالیو قربانی باید زموږ هیواد نه وی موږ نباید اینده نسلونو ته د دښمنۍ ډک افغانستان په میراث پریږدو د امریکا مخالفت د پاکستان سره مقطعی دی، ډیره پاملرنه پکارده !پاکستان د امریکا پخوانی صادق ازمایل سوی خادم دی امریکا د هغه رول د روسانو په وړاندی نسی هیرولای او په سیمه کی د ځواکمندی له کبله هغه د پامه نسی غورځولای هغه مقطعی مخالفت او موافقت چی امریکا د پاکستان سره لری د امریکی او انګلیس د ذات البینی سیالیو یوه برخه ده په حقیقت کی همدا دوی په ګډه د بنسټ پالۍ شبکی په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ایجاد کړی. افغان اداری ته پکار ده چی د دی سیالیو څخه په څنګ پاتی وی.هیڅکله نباید د هند سره اړیکی د پاکستان په وړاندی وکارول سی او د پاکستان سره اړیکی د هند په وړاندی. د همدغه سیالیو څخه نه پرڅنګ کیدل زموږ هیواد د اور لمبو ته ټیل وهلی دی . کیدای سی ولس ته داسی انګیرنه پیدا سی چی ګواکی ځنی کړۍ د نورو په اشاره سوله نه غواړی کله چی د سولی خبری ګړندۍ سی نو بیا د پاکستان سره لفظی شخړی مخ په زیاتیدو سی. خو که څومره هم د مخالفت ږغونه پورته سی فایده به ونکړی د پاکستان او طالب سره په سیاسی ذکاوت روغی ته په قوت کښینستل عینی ضرورت دی. شک نسته چی خبری اتری او سوله هم ډیر ستونځمن کار دی ځکه تر ټولو مهمه د واک خبره ده، کوم لوری به په هیواد کی واک تمثیلوی . ایا بیا به ویشلی دولت(سهامی شرکت) رامنځ ته کیږی ؟ په تیرو دوولسو کالو کی او د مجاهدینو د حکومت په دوران کی مجموعا دوی لسیزی د ونډ حکومتونه تجربه سویدی تکرار یی د هیواد سټه د بیخه ایستل دی
کوږ بار تر منزله نه رسیږی . د رژیم چارواکی خپلو غمو پر سر اخیستی دی هر یو هڅی کوی داسی روغه جوړه وکړی چی د ده لپاره په راتلونکی حاکمیت کی د پښی ځای پیدا سی . کله د پاکستان ازلی دښمنان لکه د شمال ټلوالی پټ او ښکاره سفرونه پاکستان ته کوی او کله هم هر تنظیم او ډله په ځانګړی ډول هلی ځلی کوی د زمانی د روند سره ځان عیار کړی او د طالبانو سره د روغی لاره خپله کړی. خو د راسموسن وینا چی د افغانستان لانجه پوځی حل لاره نلری یو ضمنی بُعد وهغو په فساد او غصب ککړو کړیو ته اشاره کول دی چی دغصب او فساد اوږده خیالات یی لا ترسره سوی ندی . هغوی ته په صراحت پیغام دی چی نور امریکایان تر ابده د دوی د ساتنی دنده په غاړه نلری بلکه خپله باید په ولس کی د ساتنی ځای ځان ته سریښته کړی.دا یو حقیقت دی چی هیڅ ابر قدرت په کوچنیو هیوادو کی دایمی دوست نه ساتی جمال ناصر روسانو په نیمه لاره کی پریښود ،افغانی کمونستان روسانو لمر ته وغورځول ، امریکایانو په ویتنام کی دوستان خوشی کړه حسن مبارک امرکایانو د اخوان المسلمین په لمن ور وغورځاوه او که د امریکا منافع د افغانستان څخه ستنیدل ایجاب کړی نو په کابل کی به هم دوستان یوازی خوشی کړی.ځکه پردی کټ تر نیمی شپی دی.
د هغه وخت په هیله چی کانګریټی دیوالونه او زهره موټران په افغانی ټولنه کی ضرورت نه وی او رهبران د دموکراسۍ د لسیزی په شان بیله ویری د ولس په منځ کی مصون وی

همدا راز وګورئ

f-image

تاريخ يو ځل بيا تکراريږي

  تاريخ يو ځل بيا تکراريږي ! روسانو چې په راتلونکي کې د وتلو اعلان …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *