چهارشنبه، 13 دسمبر 2017

روس مو وایست ویروس مو راوست

روس مو وایست ویروس مو راوست

عبدالمالک

کله چي شرم اوحیا خپل معنوي ارزښت له لاسه ورکوي وجدانونه کږیږي ، عقیدې او سجدې ورسره بې تاثیره کیږي پوښتنه دلته را ولاړیږي چي نن دکوم اصل ، منطق ، حقایقو او ویاړ له مخي د ثور اتمه رخصتي اعلانیږي او دا ورځ لمانځل کیږي؟ایا دا په دې مانا نه دی چي داهرڅه وینه تویېدنه د کپیټالیزم د راتلو لپاره د کمونیزم کمبله ټولول وه پر افغانانو يې توپیر څه دی یایې شوروي یایې امریکا! لا به تر څو پوري په افغانستان کي د ( ایزمونو) د تجربولابراتوار پروت وي او سیاسي ایزمونه به پکښي ازمویل کیږي؟که د ثور د (اوومي) سره شورویان را وستل د دهمدې ثور د اتمي دناتار له برکته نن سره امریکایان را باندي بڼیږي ایا موږ باید په داسي حالت و ویاړو ، جشن جوړکړو ، رخصتیاني وکړو؟ که دکمونیرم انډیوال پر ټانک سپور راغی د کپیټالیزم انډیوال بیا د (ب۵۲ډوله ) تر سیوري لاندي راغی ، مجاهد لالا توپیر یې په څه کي دی؟ سپېڅلي اسلامي او افغاني ارزښتونه(میلمه پالنه، جهاد، وطنپالنه او…) چي مو په لاس کي وه هغه هم دشرقي او غربي بلاک تر منځ دسړې جګړې په سیالۍ کي همدې مجاهد لالا بدنام کړ او لايې هم دملا سدرۍ او ملا ای.ایس.ای لخوا بدنامي جریان لري که د (جبهه نجات ملي) د تنظیم موسس (مجددي صاحب) دوه میاشتنۍ خیالي پاچهۍ ته په رسېدو سره د هیوا د ټول دغنمو ګدامونه او ډیپوګان لوټ او ورسره جوخت يې (۱۹۹۲\می\۲۲) يې له ډیري خوشالۍ جنرال دوستم ته د (خالد بن ولید لقب ورکاوه تیره ورځ همدا لقب د سیاسي اونظامي طالب له خوا د مجددي او رستم + نوري کابینې د وژلو لپاره دکمپاین ونوماوه دا چي مجددي دملي پخلایني په نوم ور او دفتر پرانیسی دهمدې ثور اتمه دهمده له لوري دملي شراچوني خښته هم کېښودل سوه دهمدې (ثور داتمي) پیلامه وه چي د افغان ولس د وژني ماشین په کابل کندهار او نورو ولایتونو کي کېښودل سو ، پرهلکانو نکاح ، دمال او سر نه خوندیتوب ، د ښځو اوماشومانو شکنجه کول، چور او لوټمار له همدې ورځي پیل سو.جهاد ؟کوم جهاد ؟ کوم مجاهد ؟ هغه چي د امریکا لپاره يې د سړې جګړې دګټلو ټیکه اخیستې وه؟ ، هغه چي لا اوس هم طالب لا لا دجهاد پر سپېڅلي نامه سیاسي سوداګري کوي ؟ هو ! همدا جهاد چي د پردیو په لمسون ګټه يې صهیونیزم او کپیټالیزم ته ورسیده
!  او دخپل هیواد ارزښتونه پوپناه کړه
،همدا شخ بریتی مجاهد چي د زوړ انډیوالانو له لوري يې پر معصوم [کنړ] دراکیټونو ته يې سر کوز نیولی او د کپیټالسیتي ملګري په ملاتړ تر ملي شورا
، وزارتو نواو ریاستونو پوري ورسېد همدا مجاهد چي د( ای . ایس .ای ) په میلمستونونو کي به یې بې حسابه پلو چلو او دودپتي چای خوړلې ایا له دې مصنوعي مجاهده دا تمه کیږي چي دکونړ بمبارۍ او دګوشتې دروازه بند کړي ؟! هیڅکله نه ځکه مجاهدلالا مي نمک حرامي نه کوي موږ په خپل کور کي بې کوره یو پردی خوپردي دي خپل موهم راڅخه پردي سول او سرې سترګي اولس ته خولې اچوي ولي به دثور اتمه نه لمانځي ځکه همدا دپرون قراردادي مجاهد نن هم دهیواد مهمي څوکۍ د همدې د ای.ایس.ای ، سپاه پاسدارانو ، امریکا جمع متحدینو یرغمل نیولي دي اولس له لوږي ، فقر او ستونزو له لاسه کړیږي خو مجاهد لالا د ثورد اتمي په پلمه په یوه روځ رخصتۍ سره په میلونونو شاګرادانو ، محصلینو پر مخ دښوونځیو پوهنتونو او ملکي اداراتو ورونه او دروازې تړل کیږي دا چي روس مو وایست ویروس مو راوست ایا موږ بریالي یو ، اړتیا ده چي د ثور اتمه ولمانځو؟
پای

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *