جمعه، 28 جولای 2017

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه

 

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟دوهمه برخه

لیکوال:شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل

داچي فلسفه دکُلي(ټولیزو) احکامو او ارزښتونو له کلیاتو سره سروکار لري کولای سي چي انسان ته ټولیزه پوهه او ځیرکي ور وبخښي ، ځکه فلسفې ته ور دانګل ،د ذهن موشکافي او باریک لیدنه همداډول په ورځنیو سیاسي چارو کي له غوړېدلي فکر سره جوخت یون کوي په دې برخه کي اړ یو چي لومړی سیاسي فلسفه په کلیاتو اووروسته په جزئیاتو باندي وپېژنو

الف :- دسیاسي فلسفې یوبل اسانه پېژند ( تعریف ) دادی (( سیاسي فلسفه هغه څه هم ده چي دیولړ مشهورو کتابونو مشترکه لړۍ لکه دافلاطون ،(جمهوریت ) کتاب ، د ارسطو (سیاست ) ، دماکیاولي (واکمن) ، د هابز (لویاتان) ،دمدني حکومت اړوند دلاک رسالېد روسو (ټولنیزتړون) ، دهګل د(حق فلسفه) ، دکمونیست مانیفست(بیانیه) او
دخپلواکۍ اړوند د اسټوراټ میل رسالې ګډ موضوعات دي چي کلاسیکه سیاسيفلسفه ور څخه پېژندل کیږي

ب :- سیاسي فلسفه دفلسفې یو څانګه ده چي د فلسفې کلمه يې د[فلسفي سیاست] دتګلاري اومعقول بحث بیانونکې ده ، هغه تګلاره چي هم په ټولیزه ډول اوهم دمسئلو ژورو ته کتنه کوي له دې اړخه د سیاسي اصولو پېژندني ته [سياسي فلسفه] وايي٬ په بله وینا سیاسي فلسفه د سیاسي چارو دماهیت او ارزښت دفهم او درک لپاره هڅه ده او د[سیاسي فلسفې] موضوع دسیاسي عمل له هدف سره تړلې ده  ٬سیاسي فلسفه د سیاسي چارو دماهیت پیژندني لپاره دګمان پر ځای دهغوی اړوند ویښ کوښښ دی ، د دولت ځواک اوجوړښت ، د دولت د رښتني شناخت لپاره او له بله پلوه دهغه دساتني اوتغیر لپاره فکري اوذهني فعالیت دی هغه چي د سیاسي او ټولنیزو ستونزو او سختیو د اواري په موخه را مخته کیږي ٬د سیاسي فلسفه یعني دسیاسي اند ځانګړی ډول او هغه تفکر چي انسان ځان دسیاسي  فلسفې په چارو کي بوختوي لومړی په سیاست د حاکم دحقایقو دکشف په موخه په تامل سره ګام پورته کوي په دوهم قدم کي سیاسي حیات ، دفلسفي حیات له صورت څخه ګڼي او په ورستني کي دا چي سیاسي فلسفه په ټوله کي دحقیقت موندلو په لټه کي ده ر [ سیاسي فلسفه] دسیاسي او ټولنیزو پیښو انعکاس دی هغه چي هڅه یې کړې هغه ښکاره توجیه ، او تفسیر کړي او دهر پېر معضلاتو او ستونزو ته تغیر او سمون ورکړي او یا دهغوی لپاره حل لاره ومومي . دسیاسي فلسفې رشد او پراختیا دټولنیزو او سیاسي چارو دپیښو دپایلي د سر لیک په توګه او دهغوی انعکاس په ذهن کي د متفکرانو ، پوهانو او د پوهانو او دتصور دقوي ځواک لرونکي دي ، بیلابیل انځورونه په بیلابیلو وختونو کي له بهرنۍ نړۍ څخه او ډول – ډول سیاسي فلسفې را منځته کوي س په سیاست کي د حاکم اصول دسیاسي فلسفې په شتون کي رامنځته کیږي . یا په بل ډول د سیاسي ژوند دکشف لپاره تلاښ ته سیاسي فلسفه ویل کیږي د بیلګي په توګه : دحکومت اړتیا ، دحاکم ځانګړني ، دحکومت غوره نمونې ، د حاکم او وګړو تر منځ اړیکه ، عدالت ، ازادي ، برابري ، حق پلټنه ، او فضیلت غوښتنه د سیاسي فلسفې له مسایلو څخه شمېرل کیږي دهري ټولني سیاسي فلسفه د هغه دسیاسي نظام پر ارزښتونو باندي تکیه لري او سیاسي فلسفه يې د سیاسي نظام سپړونکې او د هر نظام دحقانیت بنسټ جوړوي سیاسي فلسفه دسیاسي نظام سپړونکې او ضامنه ده او په څنګ کي دوګړو لپاره په سیاسي اډانه کي دقانع ځواب موندونکې ده ص سیاسي فلسفه باید په هستۍ پېژندني سره پیل سي تر څو حکومت او قدرت هستي د نورو هستیو سره دتړاو په لرلو سره تر غور او څېړني لاندي ونیول سي په سیاسي فلسفه کي بنسټیزي پوښتني په دې توګه دي

۱

 ایا له لویه سره حکومت شتون لري ؟ له آره حکومت څه شی دی

 ایا له لویه سره حکومت شتون لري ؟ له آره حکومت څه شی دی
-۳ ۲دحکومت دشتون علت څه شی دی ؟ ۴ دحکومت قلمرو تر کومه ځایه پوري دی ؟ ۵ : د حکومت استقرار ( توان) او استمرار ( روان) پر کوم بنسټ دی ؟
۶ اخر د حکومت ډولونه کوم دي ؟ باید ووایو چي سیاسي فلسفه یعني له فلسفي لیدلوري دسیاست پېژندنه او په ټولیزه توګه ویلای سو چي سیاسي فلسفه سیاست ته له فیلسوفانه لیدلوري څخه له کتني عبارت ده له آره په سیاسي علم کي هم پوښتني پر دوه ډوله دي ، بېلګه ورځنۍ پوښتني ځانګړي وخت او ځای ته په کتو سره بیلابیل ځوابونه مومي او هغه پوښتني رامنځته کیږي چي تل دملتونو په منځ کي دفکر او اندونو په تاریخ کي مطرح وې ، ځکه نو وایو چي همدا [سیاسي] فلسفه ده چي دسیاست دعلم دبنسټیزو اوتلپاتو پوښتونو لپاره د ځواب موندلو په لټه کي ده ایا سیاسي فلسفه له فلسفې څخه بېله ده ؟ سرلیک ته په کتوسره چي ایا سیاسي فلسفه له په ټولیزه توګه له فلسفې څخه بېله او که دفلسفې په قالب کي دسیاست دبنسټیزو او ټولنیزو مسایلو ته پام او کتنه کوي ؟ د څلرویشت پېړیو تر تېريدو وروسته دافلاطون د[جمهوریت ] کتاب کولای سو دسیاسي فلسفې تر سرلیک لاندي د سیاسي فلسفې له بحث او مسایلو څخه یادونه وکړو او دسیاسي فلسفې لومړني څرکونه ترې څرګند کړو او افلاطون دسیاسي
فلسفې بنسټګر وبولو. په ځانګړې توګه سیاسي فلسفه په اسلامي پېر کي او کله چي داسلام سپېڅلی دین په صحنه کي را څرګند سو او په دې برخه کي یو د شمېر اسلامي پوهانو له لوري ارزښتناکی او مغتنمي سیاسي فلسفي لیکني هم وسوې چي له دې ډلي څخه یوازي دیوڅو نومونه يې د بېلګې په توګه راوړو لکه ابونصرفارابي ، ابولحسن عامري ، علامه ابن خلدون ، علامه ابن سینا   فیلسوف خوشال خټک بابا ، علامه سید جمالدین افغان بابا ، حمزه بابا اونور… دیادولو وړده چي هر یوه یې دسیاسي فلسفې په برخه په یونه یو ډول کار کړی دیپه هر حال نن ورځ په علمي غونډو کي دټولنیزو علومو له ټولګي څخه په ټولیزه توګه دسیاسي فیلسوفانو له لوري دبنسټیزو سیاسي اندونو څخه په متمرکزه او مستقله توګه دعلمي اوعقلي سپړني پربنسټ بحث کیږي . دیادولو وړده چي دځینو سیاست پوهانو دفکري تلاښ له مخي دټولنپیژندني او یا اخلاق پیژندني د تګلارو پر بنسټ وړاندي سوي اوتر سره سوي دي دا څرګندوني په دې مانا هم (نه) دي چي ګواکي د داډول لیدلورو بحث دعقل ضد اوبې ګټي دي . بلکي زموږ دبحث وړ ټکي ، زموږ پاملرنه او دهغه دموندلو او زده کړي ډول دی او دهغوی د عزیمت ټکي ته په دې ډول مباحثو کي پام کول دي سیاسي فلسفه( شته بنسټ) ته کتنه کوي نسبت هغه ته چي ( باید وي) هغه ته دسیاسي فلسفې په درون(دننه) او رګ – رګ کي د وړاندویني او اټکل لیدلوری هم شتون لري ځکه (وي به ) د (سته ) ته درسېدو لپاره پل ګڼل کیږي دسیاسي فیلسوف یو ځانګړنه هم داده چي دخپل ارماني ټولني ستایني ته را ودانګي ، په دې برخه کي لومړی باید په سیاسي فلسفه کي د انسان رول ته کتنه وسي او یا په بل عبارت باید دانسان ځای ځایګی په سیاست کي په عام ډول وټاکل سي اویا په بل تعبیر له یو اړخه (سیاسي انسان) تعریف او څرګند
سي او له بله پلوه انسان پیژندنه دسیاسي چارو دتړاو اړوند روښانه سيداچي دسیاست په اډانه کي تفکر په بشپړه توګه یو انساني فعالیت دی اوانسان بیله هر ډول عامل څخه لکه ماورایي عامل اړ دی چي سیاسي تدابر وسنجوي او سیاسي نوښتونو ته لاس ور اوږد کړي ځکه احساس په تفکر او تفکرپه تجسم اوړي اوسنۍ څوکرښي هم په سیاسي اډانه(چوکاټ) کي له فلسفي انده یوه کتنه ده ځکه نو وایو چي په ټوله کي (فلسفه) په یوه مجازي اوپراخه مانا عبارت ده له یوه باریک لید او واقعیت څخه د ټول لید او حقیقت اندیز په لور د یون پال کړ(فعل) کولو څخه

نوربیا
 

همدا راز وګورئ

f-image

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ دریمه برخه

  سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ لیکوال:شریف الله دوست(سرواني) دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل ۳برخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *