سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

سیاسي فلسفه څه شی ده؟لمړی برخه

سیاسي فلسفه څه شی ده؟

لمړی برخه

لیکوال:شریف الله دوست(سرواني)

دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل

 

 

(( هر حکومت دسیاسي فلسفې لرونکی دی ، دحکومت د اهدافو بحث د سیاسي فلسفې له مهمو بحثونو څخه شمېرل کیږي.))

فلسفه[1] او په ځانګړې توګه سیاسي فلسفه[2]  له ډېري لرغونې زمانې څخه په بین النهرین،یونان ، اریانا،روم،چین،هند او نورو سیمو کي دپام وړ ګرځیدلې ده. په ټولیزه توګه فلسفه پر دوو برخو لیکنیزه او ګړنیزه باندي ویشل سوې ده چي په اریانا کي د اسطوروي تاریخ له مخي يې دسیاسي فلسفې مخینه تر پنځه زره کلونو ور اوړي او ترهغه را وروسته په (۱۰۰۰ – ۱۲۰۰ مخزیږدي) کي دپښتون زرتښت – سپینتمان په مذهبي کتاب( اویستا) او له دې هم ۴ – ۵ پیړۍ وړاندي دورو کي دمدهبي کتاب (ویدا) دسرودونو په متونو کي د اریائیانو په منځ کي د سیاسي فلسفه څرک ډیر ښه تر سترګو کیږي .

مخکي له دې چي دسیاسي فلسفې ژور ته ولاړ په پیل کي اړ یو چي په ټوله کي دفلسفه وپیژنو چي د فلسفې لغوي مانا ، تعریف ، موضوع ، ماهیت ، او علم سره توپیر په لنډه توګه روښانه کړو :

فلسفه په ویي(لغات)کي:

د فلسفې پوهان په دې اند دي چي فلسفه په ويي(لغات) کي له دوو یوناني کلمو څخه جوړه ده چي لومړی(فیلو[3]) یې د خوښولو او ارزښت ورکولو په مانا او دوهم (سوفیا[4]) یې دعقل او پوهي په مانا چي د دواړو ګډون د (پوهندوست) مانا ورکوي اوس (فلسفه[5]) لیکل کیږي او ویل کیږي. 

دفلسفې تعریف :

فلسفه دهغو اصولو پوهنه ده چي دهستیو د ذاتي پیژندني په موخه انسان ته ښوونه کوي او دشیانو دبنسټونو او حقایقو د وجود اوعلت څخه ږغیږي.

یعقوب بن اسحاق کندي ( ۱۹۵ هجری ) د فلسفې تعریف داسي کړی :

فلسفه د بشري قدرت برابر دموجوداتو په حقایقو باندي علم ته فلسفه ویل کیږي.

له دې سره تر اوسه پوري دفلسفې یو واحد تعریف په نړۍ کي شتون نه لري ، په لومړی کي فلسفه په نظري اوعملي ویشل سوې وه.

دفلسفې موضوع :

د فلسفې موضوع د ځان اونفس پیژندنه او یا دطبیعت  او وجود سره دنفس داړیکو پیژندګلوي ده[6] .

د فلسفې هدف هم نظري او هم عملي دی ، دنظري څخه موخه دموجوداتو پیژندنه او تفسیر دی اودعملی څخه یې موخه دخیر پیژندنه او دهغه پر بنسټ دانساني کړنلاري ټاکلو ته ویل کیږي[7].

دفلسفې پیل :

که څه هم په ګړنیزه توګه فلسفه ډیره لرغونې مخینه لري او حتی دبشر دپیدایښت سره را پیل او له خپل ساده حالت څخه پیچلي او لیکنیز حالت را رسېدلې ده . تر دا مهاله پوري چي کوم لیکلي سندونه په لاس کي دي یوناني فیثاغورث(۵۸۰ مخزیږدي) کي لومړی کس دی چي د فلسفې کلمه یې کارولې ده تر ده وروسته بیا سقراط ، افلاطون، ارسطو ،کنفیوسیوس او په وررستیو کي بیا داشمیره له حسابه ووتل چي په ډیر شمېر کي یې مینه وال په لویدیزه او اسلامي نړۍ کي را پیدا سول.

حکمت او فلسفه:

که څه هم دیو شمېر پوهانو لخوا حکمت او فلسفه په یوه مفهوم کارول سوی دی خوپه منځ کي یې په معنوي لحاظ څرګند توپیر موجود دی لومړی داچي د فلسفې مفهوم نسبت حکمت ته لنډ اومحدود دی بل داچي حکمت د (الله ج) ورکړه ده چي یو شمېر پیغمبرانو ته یې تر ورستۍ پیغمبر(حضرت محمد ص) ته ورکړی دی او فلسفه پر انساني ذهن متکي ده او به خپل آر مطلب (سیاسي فلسفې ) ته راسو چي سیاسي فلسفه څه شی ده .

دسیا سي فلسفې تعریف:

دفلسفې هغه برخه چي په سیاست پوري اړه و لري او په هغه کي د دولت اوحکومت پرمسایلو دفلسفې اصولو له مخي بحث وسي سیاسي فلسفه بلل کیږي.

دسیاسي فلسفې دوهم تعریف :

سیاسي فلسفه دعقلاني څرګندونو اوبنسټیزو پوښتونو ، هغه چي د ټولني ، دولت ،هیوادولۍ ، ټولنیز ژوندانه ، فردي حقونو ، دفرد او ټولني دندي  دیو بل په وړاندي تر غور او څېړني لاندي نیسي.

دسیاسي فلسفې موضوع :

سیاسي فلسفه دقانون ، عدالت ، قدرت ، او حکومت څرګندوی ده . لکه څنګه چي مخکي ورته نغوته(ایشاره) وسوه سیاسي فلسفه دې پوښتني ته چي [ حکومت ] دکومو کسانو حق دی بنیادي ځواب وايي ، په داسي حال کي چي سیاسي علوم له دې ډول پوښتونو سره کار نه لري بلکي دسیاسي فلسفې له مخي دغور او څېړني وړ وي.

په سیاسي فلسفه کي دفرد اړیکه له دولت او تولني سره ، د حکومت د ډولونو پیژندګلوي او همدا ډول د سیاست اړوند پوښتني مطرح کیږي.[8]

د سیاسي فلسفې موخه:

دسیاسي فلسفې ټولیز هدف اوموخه دحکومتونو دسیاسي او ټولنیزو سازمانونو سپړنه او پیژندنه ده هغه که په تېر کي شتون درلود او یا اوس شتون لري .

په بله وینا د سیاسي فلسفې موخه دسیاسي سازمانونو دارزښتونو ټاکل دي ځکه نو وایو چي په سیاسي فلسفه کي دحکومتونو ډولونه او تعریفونه او په یوه وخت کي دهغوی اړوند پوښتني وړاندي کیږي او ځوابونه یې ورته موندل کیږي.[9] 

 دلته وایو چي( فلسفه) په ټولیزه توګه په علمي مسایلو کي تفکر ، ژورلید ، تفنن او پوهه ده  هغه علم چي داشیاؤ دبنستونو او دهغوی دشتون له عللو څخه بحث کوي .

خوسیاسي فلسفه په سیاسي اډانه کي په پورتنیو عنصرونو را ګرځي ، ځیني سیاسي فیلسوفان سیاست پر دولت باندي د حکومت کولو علم او پوهي ته وايي ځیني بیا پر انساني ټولنو دحکومت کولو فن ته سیاست وایي خو په پورتنیو دواړو تعریفونو کي د یو تړلی عنصر شتون لري چي هغه ( حکومت او سیاست ) دی.

حکومت او په خپل وار سیاسي سازماني ځواک او فرمان چلونکي سازمانونه هغه چي د ټولني دسیاسي جوړښت ساتونکي وي ښکارندویي کوي.[10]

په بنسټیزه توګه دنړۍ ټول حکومتونه دسیاسي تاریخ له پیله بیا تر نن پوري دیوه سیا سي مکتب ، نظام  ،تګلاري او لیدلوري پر بنسټ رامنځته سوي دي داچي سیاسي مکتبونو په خپلوکي له یو بل سره توپیر درلود ، [11]ځکه نو بې شمېره حکومتي ډولونه تر رامنځته سول چي دې حکومتي ډولونو په یونان ، مصر ،بین النهرین ،اریانا،چین،روم،هند او نورو کي بیل – بیل ډولونه درلوده  او همداسي اسلام دسپیڅلي دین په خپریدو سره اسلامي سیاست دی چي دقران کریم او نبوي حدیثو پربنسټ جوړ  او رامنځته سوی دی.

سیاسي علم او سیاسي فلسفه:

د [علم ] کلمه په بیلابیلو ډولونوسره کارول کیږي چي د هغوی له منځ څخه یو مانا یې مطلق پوهه او معرفت ده .

بله مانا یې ځانګړې پوهه ده چي یوازي دعقل له لاري ترلاسه کېدای سي لکه ریاضیات او فلسفه او کله هم دتجربې له لاري لاس ته راځي. لکه :

فزیک ، ژوند پیژندنه ، روانپوهنه او داسي نور…فلسفه دتجریبوي علومو سره ډیره توپیر لري یعني هغه علم چي موضوع یې طبیعت وي او دکشف په قوانینو کي یې د ډیرو ازمایښتونو څخه کار اخیستل کیږي .

خو د [ سیاسي فلسفې ] پوښتني عامي او ټولیزي وي په داسي حال کي چي دسیاسي علومو مسایل مسایل ځانګړي او جزئي وي ،هر علم چي په خپله ساحه کي یو له بل سره تړاو لري دهغه سوژې(موضوع) ته پام کوي او هغه چي له دې کړۍ کړۍ څخه بهر وي له هغه سره کار (نه) لري .

فلسفه نړۍ شموله وي یعني فلسفه د طبیعت په سبب او هغه هدف چي لري یې ټول شیان رانغاړي او هغه پوښتني چي فلسفه یې کوي دهغه څه مستلزم دي چي فیلسوف دنړۍ په کچه په ټولیزه توګه ورته پام کوي او دټولو شیانو یو ټولیز انځور وړاندي کوي او دا دفیلسوف مینه هم وي څه شی چي په نړۍ کي وي هغه وپېژني ، اوهمدا ډول یو واحد شي ته چي ددې ټولو څیزونو او برخو په منځ کي تړاو ولري هغه ته پاملرنه وکړي ، ځکه نو دفلسفې پوښتني دانسان پیژندني او جهان پیژندني لپاره مطرح کیږي او سیاسي فلسفه چي دفلسفې یوه څانګه ده  په ټولیز ډول دسیاست د حقیقت په لټه کي ده .

دسیاسي فلسفې اړوند پوښتني[12] :

لکه څنګه چي مخکي ورته  نغوته وسوه په سیاسي فلسفه کي هغه پوښتني او مسایل وړاندي کیږي چي دسیاست او دیوې ټولني له سیاسي دستګاه سره تړاو ولري له دې شمېر څخه یو څو یې په لاندي توګه دي :

الف : ایا له لویه سره دحکومت شتون اړین دی؟

ب : که وي دحکومت بنسټ څه شی دی؟

ج : ایا انسانان دحکومت دشتون پرته له یو بل سره ژوند نه سي کولای؟

د : د دولت او حکومت دځواک بریدونه دټولني پر وګړو تر کومه ځایه پوري وي؟

ر : ایا شونې ده چي په ټولنه کي د وګړو پر ټولو چارو څار وسي، یا داچي ازادي ورته ورکړل سي ؟ خو دا ازادي باید برید ولري که نه ؟

س : ایا  ملی شورا ته را وړاندي سوي نماینده ګان هغه چي ځانونه وړ بولي هغوی ته دي رایه ور کړل سي ،یا داچي درایي ور کونکو په خوښه هرڅوک او هر ډول چي وي رایه ورکړل سي؟ او نوري هم دې ته ورته پوښتني…

یو شمېر پوښتني چي له پخوا څخه دفیلسوفانو تر منځ داختلاف وړ دي  هغه داچي :

فرد مهم دی که ټولنه ؟ ایا ټولنه دفرد لپاره رامنځته سوې او که فرد دټولني لپاره ؟

د کوم یو ګټي تر هغه بل وړاندي او مهمي دي ؟

د دې ټولو پوښتونو ځواب د حکومتونو د بیلا بیلو مکتبونو پربنسټ سوی دی .

د بیلګي په توګه د سوسیالیستي[13] او کمونیستي[14] حکومتونو سیاسي فلسفه پر دې بنسټ ده چي ټولیزي ګټي پر فردي ګټو وړاندي دي خو پانګوالي او کپیټالیستي[15] نظام د سیاسي فلسفې له مخي فردي ګټي تر ټولنیزو ګټو وړاندي بولي .[16]

   د سیاسي فلسفې یو بله پېچلې او بنسټیزه پوښتنه داده چي کوم کسان باید حکومت وکړي ؟

له ډیره وخته سیاسي فیلسوفانو او سیاسي مکتبونو دې پوښتني ته توپیري ځوابونه ورکړي دي خوبیا هم دې پوښتني ته هر ډول ځواب له هري سیاسي زاويې څخه د دولت او حکومت دنوي ډول غوښتونکی وي.

دسیاسي علومو اړیکه له اخلاق اوټولنیزو علومو سره:

سیاسي فلسفه له ټولنیزو علومو په ځانګړې توګه اخلاق[17]و سره نږدې اړیکه لري، پر دې بنسټ چي ایا له آره ( اصله ) ارزښتونه شتون لري ؟!

که یې لري کوم دي ؟ بیا هم دحکومت د ډولونو خبره منځ ته راځي دبیلګې په توګه که ارزښتونه په واقعي توګه شتون ولري ، داسي حکومت باید رامنځته سي چي دارزښتونو ساتونکی وي په ټولیزه توګه په سیاسي فلسفه کي پرهغو نظریو[18] او اندونو بحث کیږي چي دیوې ټولني اړینو موخو او یا فاضله مدینې ته د رسیدو لپاره اړین وي.

کوم کسان باید حکومت وکړي او په خپلو چارو کي د څه ډول قانون[19] ، تګلاري[20] ، فرمان او قاعدې څخه کار واخلي ؟ [21]

دسیاسي فلسفې څرګندتیا :

دسیاسي فلسفې[22] دسرچینو په څرګندونو او،دیوناني فیلسوفانو له اثارو څخه چي له فیثاغورث(۵۸ مخزیږدي) څخه را پیلیږي وسپړل سي ځکه چي دسیاسي فلسفې منشا ُ اوسرچینه هغه چي تر دا مهاله څرګنده سوې ځای یې لرغونی یونان بلل سوی دی چي مخینه یې شاوخوا (۲۶۰۰ ) ته لرغوني یونان ته رسیږي.

ځکه نو اوس ویل کیږي چي دفلسفې پیلګري د او بنسټګري دیونان د (تن) ښار اوسیدونکي فیثاغورث[23] ، سقراط [24]، افلاطون[25] او ارسطو دي.

ددوی سیاسي فلسفه چي وروسته به يې بیلګه راوړل سي پرعدالت ، حکومت ډولونو، ازادۍ ، قانون ، سیاسي اخلاقو او نورو را څرخي. 

دسیاسي فلسفې سره تړلي موضوعات:

د سیاسي فلسفې اړوند پوښتني ،دسیاسي فلسفې ډولونه ، دسیاسي فلسفې اصطلاحات ،د سیاسي فلسفې اړوند مکتبونه ، سیاسي فلسفه او لویدځ فیلسوفان ، سیاسي فلسفه او اسلامي فیلسوفان او نور… 

دسیاسي فلسفې اړیکه دانسان پیژندني سره :

دانسان پیژندني[26] فلسفه او یا دانسان خوی او فطرت[27] پیژندني فلسفه دفیلسوفانو تر منځ یو پیچلې او دبحث وړ موضوع ده په ځانګړې توګه دسیاسي فیلسوفانو تر منځ څلور بنسټیزي او مهمي پوښتني چي لا تر دامهاله ورته بشپړ ځواب نه دی پیداسوی په لاندي ډول دي :

الف : ایا دانسان ماهیت ( حقیقت ، طبیعت ) تغیر کوونکی او په نورو بڼو اوښتونکی دی یا داچي ثابت او بیله تغیر موندني  پرخپل حال پاته وي؟

ب : ترکومه ځایه دبشر سرښت ( خوی ، فطرت ) دهغه له بدني او فزیکي[28] ځان څخه اغېزمن کیږي او په څنګ کي څومره د ټولنیزو او کلتوري تاثیراتو تر اغېز لاندي راځي ؟

ج : ایا دانسان سرښت او دنوموړي انګېزې دده دخپل شخصي او واقعي انګازو تر اغېز لاندي او که سرچپه دشخص پرتلنه هغه چي په اطراف او چاپیریال کي یې سرته رسوي مهم دي ؟

د : ایا ممکنه ده چي وکولای سو[ سیاسي فلسفه] په داسي ډول بیان او ځواکمنه کړو چي دانساني فطرت په پیژندلو کي دهر ډول نیوکي څخه خالي وي ؟

پوهي حاصلوني وروسته دپام وړ تغیرات راځي خو ارسطو وايي د انسان په دروني[29] حالاتو کي یاد اوښتون د اخلاقو دعلم په ځواک کولای سو تر سره کړو.[30]

هغه فیلسوفان چي دانسان په کمال عقیده لري پر دوو ډلو ویشل سوي دي :

۱ : طبیعت اندیز

۲ : د طبیعت اندیز خلاف  

سیاسي فلسفه دڅه لپاره ؟

سیاست ، دسیاست علم ، دسیاسي مدیریت فن ، سیاسي اندونه ، سیاسي ایډیالوژي ، سیاسي مکتبونو ، سیاسي تفکر ، سیاسي نظریې ، سیاسي قاموسونه ، سیاسي تحلیل ، سیاسي کلام ، سیاسي فلسفه او له دې ټولګي څخه دنورو مفاهیمو تعریف  او دقیقه سپړنه دسیاسي فلسفې دبحث وړ موضوعاتو څخه شمېرل کیږي .

د پورتنیو وییونو (لغاتونو) ترمنځ توپیر ، موشکافي ،علمي ځیرتیا ، ژوري څېړني ته اړتیا لري .

دسیاسي فلسفې پېژندنه ، څېړنه ، سپړنه ، ځیرنه ، ډولونه ، توپیرونه پراخ او هر اړخیز کار ته اړتیا لري چي په یو وړه لیکنه کي یې بشپړ راغونډېدل او ژور پرتلیز جاج ستونزمن کار دی .

که فلسفه دنړۍ شمولۍ او ټولیزو احوالو د وجود څخه بحث او تلاښ کول وي بیا نو د فلسفې ګټه او ثمره ، لوستل او ټولیز فیلسوفانه فکر ښایي په درک او فهم کي وي.

داچي فلسفه دکُلي احکامو او ارزښتونو له کلیاتو سره سروکار لري کولای سي چي انسان ته ټولیزه پوهه او ځیرکي ور وبخښي ، ځکه فلسفې ته ور دانګل…  نوربیا
 


[1]. Philosophy

[2] . political philosophy

[3] . phi lien

[4] . Sophia

[5] . philosophy

[6]    محمد نادر ایوبي کندهاری،فلسفه ، لاهور دوهم چاپ ۱۳۸۸ لمریز، ۳۶ مخ،

[7] . ایوبي مخکنی اثر ، ۳۷ مخ

[8] . سیر فلسفه، ۱۲ مخ .

[9] : سیر فلسفه همداځای.

[10]  : فلسفه او سیاست ، ۳۸ مخ

[11]  : فلسفه او سیاست مخکنی اثر ، ۳۹ مخ

 

[12]  : Political philosophy questions.

[13]  : Socialism

[14]  : Communism

[15]  : Capitalism

[16]  : فلسفه او سیاست ، ۴۰ مخ .

[17]  : morals

[18]  : theories and reflections

[19]  : Law

[20]  : Policy

[21]  : rule

[22]  : philosophical

[23]  : Pythagoras

[24]  : Socrates

[25]  : Plato

[26]  : Anthropology

[27]  : Nature

[28]  : Physical

[29]  : Interior

[30]  : فلسفه او سیاست مخکنی اثر ، ۴۶ مخ .

همدا راز وګورئ

f-image

سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ دریمه برخه

  سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ لیکوال:شریف الله دوست(سرواني) دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل ۳برخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *