سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

پوځی واک په دموکراتیکه بڼه

 
عبدالباری عارض
پوځی واک په دموکراتیکه بڼه
په نړۍ کی سیاسی خوځښتونه مخ په ملکی کیدو دی خو په پاکستان کی موروثی او خاندانی ګوندونو ولس دومره بی باوره کړیدی چی اوس خلاف د دموکراتیک مسیر څخه د پوځ ملاتړ کوی . هر څومره چی د رضا ګیلانی او اصف زرداری مناسبات د پوځی چارواکو سره خړپړهم سول خو پوځ دا هڅه ونکړه چی ملکی حکومت د پخوا په شان د مخه ترو وخت له واکه لیری کړی. د پاکستان تاریخ د پوځی چارواکو د واک ممثل دی اما اوس چی د نړۍ او سیمی حالات په بدلیدو دی پاکستانی استخباراتی کړۍ هم ځان د نوی حالاتو سره په عیارولو اهدافو ته لاره پرانیزی. مطلب می دادۍ چه اوس د پوځ واک د ملکی حکومت او دموکراسی تر نقاب لاندی استعمالیږی. کله چی جنرال مشرف د نوازشریف حکومت ړنګ کړ لمړی د بلامنازعه واکدار په حیث او وروسته چی د صدارت انتخابات راورسیده د پاکستان د پوځی ستراتیژۍ پر بنسټ مشرف ځان د پوځه مستعفی اعلان کړ او د جمهوری ریاست مقام یی ترلاسه کړ. یعنی لس کاله په دوه فورمه کی یوه پوځی حاکمیت دوام و موند.
اوس هم داسی نه بریښی چی پرویز مشرف دی د ځان د محاکمی او اعدام لپاره پاکستان ته راغلی وی. مشرف په ډیرو تورونو تورن دی ،د منتخب حکومت په راپرځیدو متهم دی ، د اکبر بُکټی په قتل تورن دی ، د بینظری د مرګ په تور ترپوښتنی لاندی دی او مشرف د ستری محکمی د قاضی القضات او نورو قاضیانو په ناقانونه برطرفه کیدو متهم دی . د همدی تورونو له کبله یی د جلاوطنی لاره خپله کړیوه .له بله اړخه جنرال مشرف داسی ګوند هم نلری چی هغه لرغونی سابقه او ولسی ریښی ولری او نه هم داسی سیاسی شخصیت دی چی سیاسی محافلو ته لاره ولری نو بیا څنګه دی د پاکستان د رهبری په هیله پاکستان ته راغۍ؟ دی سوال ته ځواب په لنډه کتنه ترلاسه کیدای سی.
د یادونی وړ ده چی پاکستان د سیمی په سطح ډیر ځواکمن،سامبال،بادسیپلینه او مجهز پوځ لری چی تشکیلات یی هم ډیر پراخ دی. دا پوځ د یو لوی پوځی شورا لخوا اداره او رهبری کیږی چی جګپوړی جنرالان یی غړیتوب لری، دا جنرالانو په یو ځانګړی فکری ماحول کی د ژوند اړیکی تنظیم کړیدی حتی د هغوی کورنی او شخصی مناسبات هم پخپلو منځو کی منحصر دی یعنی په ټولنه کی د یو بیل قشر رنګ لری. د دا ډول تربیت بنسټ جنرال ضیاالحق ایښۍ دی.
د پورته توضیح څخه مطلب دا دۍ چی مشرف که د هیواد بهر هم وی اړیکی یی د پاکستان د پوځی شورا سره هم په سیاسی توګه او هم په کورنی رابطو ټینګی دی. له بله طرفه د افغانستان اړوند مسایل د مختلفو هیوادو د سیالۍ په درشل کی په سیمه کی ګڼ شمیر ستونځی زیږولی دی، دغه ستونځو پاکستانی جنرالان اړ کړیدی چی نوی داسی سناریو طرح کړی چی د دموکراتیک سیستم تر پوښښ لاندی اول پوځی مطلق واک په پاکستان کی تامین کړی بیا د کورنی پرابلمونو څخه مطمین او پام یوازی په سیمه کی د امریکا ،هند ،انګلستان او افغانستان لوبی ته را واړوی. د پورتنیو دلایلو پر بنیاد داسی قوی احتمالات سته چی جنرال مشرف د پوځی شورا لخوا پاکستان ته رابلل سویدی او یوازنۍ تکیه ګاه یی هم پوځ او خپل پخوانی شاګردان او نننی واکداران دی. خو د یوه حقیقت څخه سترګی نسی پټیدلای هغه داچی د پاکستان ولس ترټولو اول په پوځ باورمند او د هغوی ملاتړی دی داځکه چی پپلز پارټۍ او مسلم نواز چی په پاکستان کی محراقی حیثیت لری داسی کردار ترسره نکړ چی ولسی ملاتړ ترلاسه کړی د دوی ګوندونه تر اوسه د فیودالی او بورژوازی اصولو پربنسټ ولاړ دی تر اوسه هلته ګوندونه موروثی رنګ لری دموکراتیک بنسټونه ندی پیاوړی سوی نو ځکه ملت دا ډول ګوندی خپل منځی کورنۍ سیالیو او تربګنیو ستړی کړیدی.
اوس هغه ټکو ته اشاره کول پکار دی چی مشرف یی د واک په لوری هڅولۍ دی ، د کومو بهرنی امکاناتو او ملاتړ څخه برخمن دی؟ او کوم کورنی شرایط ورته برابر دی؟ تر هرڅه دمخه باید وویل سی چی امریکا او برتانیه د خپل ټول اتحاد او ملګرتوب سره سره د افغانستان په هکله د زړه او خولی یو والۍ نلری. برتانیه د اسیا جنوب د افغانستان په ګډون د تاریخ په ژبه خپل د نفوذ ساحه بولی په مطلقه توګه د امریکا واک پر افغانستان او سیمه ورته د زغم نده، همدا رنګه د پاکستان پوځ او ملکی رهبران او مذهبی کړۍ نسبت امریکا ته د برتانیی څخه ډیر تاثیر مننونکی دی . احتمالا مشرف د برتانیی ضمنی ملاتړ لری ځکه د مشرف په شتون کی برتانیه کولای سی د پاکستان ملکی اداری او پوځی واکدارانو ترمنځ واټن له منځ یوسی ترڅو د بنیاده د متحد ځواک په توګه د امریکا د قهر او راتلونکو حالاتو په وړاندی مضبوط او استوار اوسی. له بله اړخه د پاکستان نننی کورنی جوړښت ډیر څپانده ښکاری علت همدا چی ملکی اداره او پوځی جوړښت هماهنګ ندی. له هغه وخته چی اصف زرداری د پاکستان د سفیر په وسیله په واشنګټن کی و د امریکا لوی درستیز مایک مولن ته لیک استولۍ ؤ او په هغه کی یی د مولن څخه مرسته غوښتی وه چی د ده حکومت د پوځ د چپاو څخه وساتی، د ملکی اداری او پوځی رکن ترمنځ بی باوری پیدا سوه. ګیلانی د پوځ لخوا د سپریم کوټ په وسیله د صدارت څخه ګوښه سو ، د زرداری د فساد د دوسیی د سپڼولو په موخه پوځ او سپریم ګوټ ګډی هڅی وکړی خو د سویس حکومت د زرداری ساتنه وکړه.
په عمومی ډول د بینظیری په مرګ د پیپلز پارټۍ کمبله ټوله سوه، زرداری او د پیپلز نور مشران د واک پروخت هم چندانی و نه ځلیدل علاوتا د فساد تورونه ورباندی سته، نواز شریف هم د اسلامی پارټیو په نیژدیوالی د غربیانو خوښ ندی ، اسلامی پارټیانی هم پر ډیرو ډلو ویشل سویدی په داسی حال کی چی دا ګډوډۍ په سیاسی ډګر کی ولس د پارټیانو په وړاندی بی باوره او اندیښمن کړیدی ، نو ځکه ولس د نیشنلستی روحیی پر بنسټ د پوځ ملاتړ د پاکستان ساتنه بولی له بل طرفه د عمران خان د انصاف ګوند تر ټولو پراختیا وموندله د هغه د پراختیا او نفوذ هم د پوځ په ملاتړ کی نغښتی دی. په دی ډول پوځ ، عمران خان او د سیاستبازیو ستړی ولس او هغه افراطی کړی چی د استخباراتو سره تړاو لری او یا د کشمیر پر لیکو فعالیت کوی ،ټوله د یو قوی اتحاد په توګه د تیت او پرک سیاست بازانو په وړاندی جنرال مشرف مخ ته کوی او د دموکراتیکی لاری د ملکی کس په توګه واک ته د هغه په رسولوسره به ملکی اداره ، قضا او پوځ د یوی کړکۍ څخه اداره سی اما دا جنرالان به د پوځی کودتا په نوم نه بلکه د یو دموکراتیک تمثیل له لاری د ټول پاکستان واک په لاس کی واخلی.
ټولو رسنیو وویل چی جنرال مشرف د یوه تضمین په بدل کی پاکستان ته راستون سو او په هوایی ډګر کی د پاکستانی پوځ او امنیتی ځواکونو لخوا ساتل کیدۍ. اما دا ونه ویل سوه چی دا تضمین چا ورکړۍ ؟ غالبا دا تضمین غیر له پوځ څخه بل هیڅوک نسی ورکولای ځکه د راتګ وړاندی د طالبانو لخوا د مرګ ګواښونه هم ورته وسول . بی له شکه به جنرال مشرف څو څو واره په خطرناکه ډول و ستری محکمی ته ور وغوښتل سی . اما دا به هغه واقعیت وی چی د پلان له مخی و جنرال مشرف ته د کمپاین په منظور ترسره کیږی ، هیڅ خطر مشرف نه تهدیدوی .خو هڅی به وسی چی په تبلیغاتی ډګر کی د ټاکنو د پیل کیدو تر وخته د مشرف نوم د رسنیو پر سرلیکنو پاته وی.
 
 
 

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *