دوشنبه، 21 مې 2018

دمور شيدې

دمور شيدې

 

دمور شيدی یوه کامله غذا ده چې دماشوم دبدن ټول احتیاجات پوره کوی٠ دمور شيدې نه یوازی مکمله غذا ده بلکی دمور غيږ، دماشوم دپاره دامن اوامان اطمينان، راحت او خوشحالی سبب ګرځی ٠
دمور شيدې وماشوم ته ترڅلور الي شپږو میاشتوپوری مکمله غذا شميرل کيږي اوماشوم معمولا بل هیڅ ډول غذا ته ضرورت نه پیداکوي٠
دمور دشيدو فایدې :
اول : دمور شيدې تر هر ډول شيدو پاکی او ګټوری دی
(هميشه تودې اوتيارې دي)
دوهم : تر ٦ مياشتو دماشوم ټول احتياج پوره کوي خوترهغې روسته ماشوم نوروخوړو ته اړتيا پېدا لري٠
دریم : دمور په شيدو کی داسی طبیعی مواد سته چی دمکروبونو ضد دی .
څلرم: دمور شيدې ژر هضمیږی
پنځم : دمور شيدې په ماشوم کی دمور مینه زیاتوی
شپږم : دمور شيدې دتی رودولو په سبب ورۍ کلکوی شي٠
اووم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری دهغه بدن طبیعی وده کوی بدن یې دډیر غټوالی(چاغئ) څخه ساتی.
اتم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی به دګیډی او نوری ناغي ډیری کمی یعنی د”نشت” سره برابری وی او دښه صحت خاوند به وی.
نهم : دمور شیدې ډیری اقتصادی دی د کورنی داقتصاد سره زیاته مرسته کوی
لسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری په هغه ماشوم کی حساسيت لږ لېدل کېږي.
یوولسم : هغه میندې چی وخپل ماشوم ته خپلی شيدی ورکوی،پدی میرمنو کی دتي دسرطان ناروغې لږې لېدل کېږي٠
دولسم : هغه میرمنی چی وخپل ماشوم ته شيدې ورکوی دهغوی دچاقی سره مرستندوی شميرل کيږي٠.
دیرلسم : هغه ماشوم چی دمور شيدې خوری هغه ماشوم به دغټو کولمو دالتهاب چانس لږ شي .
(دهضمي جهاز او نورو جهازونو مزمن امراض لږ ليدل کيږي)
څورلسم : دمور شيدی دماشوم دپاره هغه ښه مکمله او پاکه غذا ده که چیری کوم حساسیت ورسره پیدا کړی نو په شيدوکی نه بلکی په هغه غذا کی به وی چی مور یې خوری.
پنځلسم: هغه ماشومان چې دمور شيدې خوری ذهن به یې پیاوړی وی
شپاړسم:ماشوم د تي ورکول د حمل دمخنيوي سره مرسته کولی شي٠
تبصره:
داسې خاص خواړه چې شدې زياتې کړي ،متاسفانه ندئ پيژندل شوي،خو مناسب خواړه چې دحېواني اونباتي موادو نه غني وي ،دهرچا او خاصتا دشدو ورکونکو مېندو لپاره ضروري دي٠

په غربي نړۍ کې اکثر ميندې ماشوم ته شدې نه ورکوي او يا ئي ديوې ډيري لنډې مودې ،تر ٣ مياشتو تی ورکوي٠
دلايل ډير دي خو بايد وليکم چې په غرب کې ميندې مجبوره دې چې کار وکړي نو ماشوم له ناچارۍ په پوډري شدو تغذي کوي٠
دغه راز په غرب کې دمور اوماشوم صحت او چاپيريال ته کافي بودجه موجوده وي٠ميندې دپوډري شدو ډولونه او په صحي ډول دهغو دجوړولو په طرز ښه پوهه اوعلمي معلومات لري٠
ماشوم ته د٤-٦ مياشتني عمرنه نور خواړه هم ورکول کيږي٠
دغوا شدې تر ١٢ مياشتني عمر روسته شروع کيږي٠
پوډري شدې چې معمولا دغوا دشدو نه لاسته راځي،په کارخانو کې
دکمياوي تغيراتو په مرسته دمور شدو ته ورتوالی مومي٠
خو دافغانستان او پاکستان پشان په روسته پاتې ټولنو کې ،دمور شدې يواځ ترلمړنيو ٦ مياشتو لپار کافي ګڼل کيږي٠تر هغې روسته ماشوم ته نور خواړه هم ورکول کيږي،ځکه چې دمور شدې د ماشوم دنشونما لپاره کفايت نکوي٠
ټولې پوډري شدې يوشان ندي،هغه چې دکوچنيو ماشومانو لپاره جوړې شوي فرق لري٠
دغه راز دشدو په ډبلي د هغو دجوړولو طريقه يعنې دشدوغلظت بايد جدا مراعت شي٠

همدا راز وګورئ

f-image

میخک

میخک ! اسانس(جوهر) میخک دارای بوئی قوی و طعمی سوزاننده می باشد. اوژنول که ماده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *