عبدالباری عارض
 
په ورستیو کی افغان لوری د خړپ او درب سره مل دیپلوماسی خپله کړیده ظاهرا د امریکا او پاکستان په وړاندی ډیر قهرجن ښکاری خو شاید دا موضع هم لکه د پخوا په شان دوامداره نه وی، له بده مرغه د بهرنیانو په وړاندی د متضاد سیاست تعقیبول په یو تعامُل بدل سویدۍ کله پاکستان دوست بلل کیږی او د هغه هیواد رول د افغانستان په سوله کی ټاکونکی ګڼی او مرسته ځنی غواړی خو ډیر ژر موضع بدلیږی او پاکستان د ټولو ناخوالو عامل او د سولی مانع ښوول کیږی. د بیلګی په توګه څه موده وړاندی په لندن کی د پاکستان ،برتانیی او افغان لوری ترمنځ د افغانستان او سیمی په هکله خبری اتری وسوی، د غونډی په ختمیدو جمهور ریس کرزی رسنیو ته وویل چی ډیر ژر به د پاکستان سره هم ستراتیژیک تړون امضا کړم. هغه وخت د کرزی صاحب خبری داسی تعبیر سوی چی ګواکی د پاکستان او هند تر منځ د انډول ساتلو په موخه یقینا د پاکستان سره هم ستراتیژیک تړون ته اړتیا سته ځکه د هند سره همداشان تړون امضا سوی ؤ، او حتی د لندن په ناسته کی درو اړخو و پتیله چی تر شپږ میاشتو پوری به د سولی د بهیر نتایج څرګندیږی،همدارنګه د قطر د دفتر پرانیستلو ته هم دقیقه اشاره موجوده وه.خو اوس چی د عمل وخت راغی زموږ حکومت ګاهی پر امریکا او ګاهی هم پر پاکستان چی دواړه د افغانستان د قضیی اصلی لوبغاړی دی تورونه لګوی.
د واشنګټن او لندن غنډو او د افغان لوری خوشباوری د پاکستان په هکله ولس مطمین کړ چی نور کرزی صاحب د پاکستان سره توافق ته ورسیدی او انشاالله تر شپږو میاشتو پوری به د سولی لمر را وخیژی ، خو تر غونډی وروسته د قطر د دفتر په پرانیستلو او د پاکستان سره د ستراتیژیک تړون په عقدولو کی ځنډ رامنځ ته سو. تر ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغان حکومت موقف تغیر وکړ ، جمهور ریس و رسنیو ته وویل چی پاکستان زموږ څخه د سولی په بدل کی ستراتیژیک تړون او د هند سره د مناسباتو قطع کول غواړی.ستراتیژیک تړون هغه خبره ده چی کرزی خپله د لندن تر غونډی وروسته په خوشحالی و رسنیو ته وویل چی زه د پاکستان سره ستراتیژیک تړون امضا کوم. په هغه وخت ځنی رسنیو د دا ډول سند په هکله اندیښنی و ښودلی خو کرزی صاحب د تړون څخه د دفاع په سنګر کی وویل دا تړون هغه وخت امضا کیږی چی د پاکستان څخه د مسلحو کسانو لیږل را لیږل بند سی، مسلحانه تحرکات قطع سی،دوستانه اړیکی تامین سی او د دواړو هیوادو ترمنځ تجارت ښه رونق پیدا کړی او دا کارونه یی د دواړو دولتونو په ګټه وبلل خو نن چی د سولی او قطر ګنګوسی زیاتی سوی او احتمالا طالبان به د توافق په صورت کی د هیواد په رغونه کی شریک سی چی په هغه صورت کی به نه د مخالفینو مرکزونه تر خط بلی خواته ضرورت وی او نه به د جګړی دلیل پاتی وی او هم کیدای سی د پاکستان سره د مناسباتو نوی فصل او باب پرانیستل سی.متاسفانه خلاف د انتظاره اوس کرزی صاحب و ولس ته وای پاکستان زموږ څخه سراتیژیک تړون غواړی ، د دی مطلب ویل و ولس ته په داسی لهجه چی ګواکی دا تړون ډیر بد کاروی او یا په داسی ډول چی ولس وپارول سی. او بیا علنا د تلویزنو له طریقه ددی مطلب اظهارول چی پاکستان د هند سره د افغانستان اړیکی قطع کول غواړی زما په آند دا ډول دریځ د دولت په دیپلوماسی کی د یو ډول شتاب او وارخطایی څرګندونه کوی، خدای مکړه چی د سولی د بهیر د سبوتاژ موخی پکښی نغښتی نه وی. که نه دا هغه خبری دی چی د مطبوعاتو پرته باید د د دولتونو ترمنځ د دیپلوماتیکو چینلو له طریقه حل او فصل سی. که افغان لوری او پاکستان یا افغان لوری او طالبان و مفاهمی او خبرو ته سره کښینی نو بیا دا طبعی خبره ده چی په لمړیو کی به هر لوری په خپله ګټه وړاندیزونه یا طرحی وړاندی کوی اما دا د وارخطایی خبره نده او نه دا نهایی خبره وی، ډیر ژر د مقابل لوری د غوښتنو په وړاندی کمزورتیا ښکاره کول د ښه سیاست اساس ندی.
د افغانستان د وروستی دریځ داسی تعبیر او تفسیر کیدلای سی چی ګواکی د جګړی د ختمیدو اراده نسته ، په دا ډول څرګندونو له یوی خوا هند په افغانستان کی د پاکستان په وړاندی تحریک کیږی یعنی د هند او پاکستان رقابت په افغانستان کی تشدید کیږی چی دا کار د افغانستان په ګټه ندی او له بله اړخه یو ډول د بی اعتمادۍ فضا په ولسونو او سیمه کی خپروی. زموږ حکومت همیشه وای د پاکستان رول د افغانستان په سوله کی اړین دی نو ایا دا توقع کیدای سی چی پاکستان صرف د خدای لپاره او رایګان دا رول ترسره کړی؟ او یا دا فکر کیدای سی چی امریکا صرف د خدای لپاره راغلی ده چی د افغانانو سره مرسته وکړی؟ نخیر! دیپلوماسی او جګړه دواړه د هیوادونو د ګټو پر بنسټ ولاړ دی هیوادونه خپل منځی مناسبات حتی د دوستانو ترمنځ د ملی ګټو په تړاو تنظیموی نو بیا څنګه غوښتنه کولای سو چی بل هیواد خپلی منابع پکار واچوی ترڅو زموږ په هیواد کی امنیت اوسوله راسی؟ داسی انګیرنه د واقعیت څخه لیری ده .حقیقت دادی چی په فعاله دیپلوماسی کی د سولی په منظور راکړه ورکړه د حل بنسټ دی. سوله د افغانانو لپاره با ارزښته پدیده ده او قیمت لری په دی معنی چی ټولو ښکیلو غاړو د افغانستان په جګړه کی پانګونی کړیدی خو فعال سیاستمداران به هغه وی چی د نیکو اړیکو له طریقه په سړه سینه او پراخه ځیګر دا قیمت را کښته او یا کم تمام کړی دا امکان نلری چی د تورونو لګولو په لړ کی د سولی ،دوستۍ یا همکارۍ نیت او اراده رامنځ ته سی .خدای مکړه خلګ داسی تعبیر ونکړی چی ګواکی اوس چی د بل هروخت په پرتله د سولی او تفاهم ضرورتونه محسوس سویدی او زمینه یی مساعده سویده نو حکومت په لازمو مواردو کی انعطاف نه کوی.
تر ټولو مهمه لا دا چی د پاکستان او امریکا په وړاندی زموږ د حکومت مخالف دریځونه په داسی وخت کی تند سوی دی چی کرزی د ۱۳۹۲کال د حمل ۱۰او ۱۱ نیټه د سولی په موخه په قطر کی تیر کړه. یقینا د حیرانتیا ځای دی چی د حکومت د هغه دریځ په غوره کولو چی د امریکا او پاکستان په وړاندی یی لری څه ډول سوله د قطر څخه انتظار لرلای سی . همدا رنګه تر لسو کلونو حکومت ناری وهلی چی امریکایان د خلاصون ملایکی دی د اسمان څخه را نازلی سویدی او خاص د خدای لپاره د افغانستان سره مرسته کوی، اما اوس چی د سولی او تفاهم ګنګوسی دی او ولس هیله مند سویدی ادعا کیږی چی امریکایان د طالبانو سره پټی اړیکی لری. کله هم ویل کیږی چی که زندان را تسلیم نکړی نو امریکایان اشغالګر دی او داچی لس کاله زندانونه د امریکایانو سره وه اشغالګر نه وه خو اوس که زندان ونه سپارل سی نو اشغالګر دی.
که د کابل پالیسی میکران هرڅه د کرکی له کړکۍ وګوری، یقین دی چی د احساساتو قربانی به وی او هیڅ کله به سولی ته ونه رسیږی . سربیره پردی چی په دیپلوماسی کی سریع نوسانات د سولی بهیر د خطر سره مخ کوی،په نړیواله کچه د هیواد حیثیت ته هم تاوان اړوی. یوه ورځ طالبان وروڼه بله ورځ تروریستان او د بیګانه مزدوران وی،یوه ورځ پاکستان د افغانستان غبرګولی بله ورځ دښمن لاس وهونکی ،یوه ورځ امریکا بهترین دوست او مرسته کونکۍ بله ورځ د اشغالګر په نوم تهدیدول او د طالبانو سره په اړیکو تورنول، یوه ورځ په دی نوم چی قطر طالبانو ته دفتر ورکوی د قطر څخه د اعتراض په توګه خپل استازی رابلل او اړیکی تکنۍ کول بله ورځ د قطر د دفتر د پرانیستلو په هکله و قطر ته سفر کول ، یوه ورځ مخالف اپوزیسونونه د طالبانو سره په خبرو پړه بلل او بله ورځ ټوله افغانان د سولی په بهیر کی سهیم بلل.
په دی ترتیب کورنی او بهرنی سیاست د سختو مشکلاتو سره مخ کیدای سی او د هیواد راتلونکی ته ډیر تاوان اړوی. زما په آند د سولی بهیر مهم دی نه افراد او اشخاص. ضرور نده چی سوله یوازی هغه وخت ومنو چی ابتکار یی زموږ په لاس کی وی او په هغه کی د ځان لپاره په راتلونکی کی د پښی ځای لټوو .که ګټی شخصی مطرح سی نو یقینا نه یوازی د سولی انتظار نسی کیدای بلکه د نوی جبهه ګیریو او سامبالښتونو موجبات برابریدلای سی. که څه هم په کراتو نړیوالو او کورنیو رسنیو ویلی دی چی ځنی افراد او کړۍ په افغانستان کی د سولی سره موافق ندی ،هغوی هر ډول سوله د تیرو کړونو د پلټنی او محاکمی په توګه ارزوی او هغه د ځان لپاره خطر بولی او یا حداقل خپلی نامشروع شتمنۍ په خطر کی بولی. شاید یو تعداد خلګ افغان وژنه او د هیواد ویرانی د خپلی شتمنیو په پرتله غوره وبولی.