یکشنبه، 19 نوومبر 2017

ټاکنیزه لوبی

عبدالباری عارض
ټاکنیزه لوبی
د ټاکنو شطرنج لوبه بیا پیل سو او د څه مودی لپاره سرګرمی ګڼل کیدای سی ،څو ورځی وړاندی د ټاکنو کمیسون په ډیره ګرمه وینه مرکی کوی د احساساتو له مخی خبری کوی تاسو واوریدل کمیسون حکومت ته خبرداری ورکړ چی په هر ټاکنیز مرکز کی چی کامل امنیت تامین نه وی صندوقونه نه ایږدی او هلته ټاکنی نه ترسره کیږی.همدا رنګه کمیسون د یوه لست په ترڅ کی شاوخوا اوه زره د رایی ورکولو مرکزونه و امنیتی ځواکونو ته په ګوته کړه ، کمیسون امنیتی سکتور ته څلور میاشتی وخت ورکړ چی د امنیت اطمینان ورکړی.
داسی معلومیږی لکه د ټاکنو د کمیسون غړی چی د اروپا څخه راغلی وی او د افغانستان په هکله چندانی معلومات نلری دوی تر اوسه نه دی پوهیدلی چی زموږ هیواد په څه ډول جګړه کی ښکیل او کوم مشکلات لری که د ټاکنو د کمیسون پورتنی شرایط عینی مطرح وی نو د کابل په شاوخوا ولایتونو کی هم هغه امنیت چی محترم معنوی یی غواړی شتون نلری نو په لیری نا امنه ولایاتو او ولسوالیو کی به څنګه ټاکنیز امنیت رامنځ ته کیږی؟ امریکا د ناټو په ملګرتیا په یوه لسیزه کی امنیت تامین نکړ خو معنوی صاحب و افغان ځواکونو ته اولتیماتوم ورکړ چی په څلور میاشتو کی د ټاکنیز امنیت اطمینان ورکړی. په یوه خبره باید پوه اوسو چی په افغانستان کی امنیت او عدالت نسبی دی نه مطلق. په مطلق ډول د کابل په ښار کی هم امنیت شتون نلری تاسو وینۍ چی کله کله چاودنی کیږی او انسانان پکښی تلف کیږی. نو ځکه د معنوی صاحب خبری داسی تعبیریدای سی چی ګواکی ټاکنی نه ترسره کیږی.
تر یو بریده د معنوی خبره توجیه هم لری ، رشتیا هم تیر ځل په هغه مرکزونو کی چی امنیت نه ؤ زورواکانو په کورونو او دفاترو کی صندوقونه د رایو ډک کړه په داسی حال کی چی هلته به خلګو اصلا ګډون نه ؤ کړی. د جمهوری ریاست او ملی شورا تیری ټول ټاکنی د ډیرو ناندریو سره مل وی . چا د رایو صندوقونه کور ته یووړه او سهار یی د رایو ډک راوړل ،څوک هم د توپک په مټ د رایو مرکزو ته ورغلل د ټول ټاکنو کارکونکی یی تهدید کړه او صندوقونه یی ډک کړه ، په ډیرو محلاتوکی امنیت اجازه نه ورکول چی مرکزونه پرانیزی خو زورورانو صندقونه د تګ او راتګ په وخت کی ډک کړه ، چا د رایی ورکولو کارتونه په پاکستان کی چاپ او ویی کارول ، چا په درزنو کوچنیان پیداکړه او د رایی ورکولو مرکزو ته یی بوتلل او د ټول ټاکنو د مامورینو په مرسته یی ناقانونه رایی وکارولی او داسی نور.یقین دی چی دا ټوله ناخوالی د جګړی او بی امنیتۍ زیږنده ده. نو ځکه باید کاری لمړیتوب و سولی ته ورکړل سی ترڅو ناخوالی مرفوع او ارمانی ټول ټاکنو ته لاره خلاصه سی.
که شفافیت یا روڼتیا شتون درلود او که یی نه درلود که ټول ټاکنی صحیح وی او که غلطی، ټاکنی ترسره سوی . همدارنګه د پارلمان ټاکنی د ډیرو ناخوالو سره مل وی ترهغه چی د قضایی ارګانو نیمګړتیاوی را برسیره سوی او دولتی جوړښت تر سوال لاندی راغی د اساسی قانون په تفسیر کی ناندرۍ رامنځ ته سوی ،قوانین نقض سول. اوس کیدای سی په ټول ټاکنو کی د تیرځل د درغلیو څخه په استفاده نوی درغلی تنظیم سی. عدلی سیسټم خو د پخوا څخه یو نیمګړی جوړښت ؤ او د ظرفیت کچه یی نه لوړیدونکی ده . تجاربو ښوولی ده هغه چا چی په ټول ټاکنو کی د روڼتیا ناری سوری ډیری وهلی دی هغه به د دولت د امکاناتو څخه په ګټه پورته کولو درغلیو ته لاره هموارول.
مشهوره مقوله ده وایی چوپان هره شپه ناری وهلی چی شرموښ راغی خو چی خلګو به مرستی ته ورودانګل هغه به درواغ وه او چوپان به ټوکی کولی اما کله چی په رشتیا شرموښ راغی چوپان هرڅومره چی ناری کړی خلګو ویل ټوکی کوی. اوس هم کله چی د شفافیت کلمه استعمال سی نو ولس ته خندا ورځی او وای ټوکی کوی. داځکه چی هیڅ داسی تغیر او بدلون چی د تیرو ټول ټاکنو سره توپیر ولری نه ترسترګو کیږی نو روڼتیا بیا څنګه او د څه وجهی رامنځ ته کیږی. سیسټم هماغه پخوانی، افراد هماغه پخوانی ،جوړښت هماغه پخوانی ، کارتونه هماغه پخوانی ، ممثلین هماغه پخوانی، امنیتی ساختار هماغه پخوانی ، د فساد کچه د پخوا په شان ، ګډونکونکی هماغه معین پخوانی،خلاصه زوړ مسجد زوړ ملا زاړه شاګردان نو بیا دا بدلون چی اوس به روڼتیا شتون ولری ، د کومی وجهی رامنځ ته کیږی. ایا علت بی معلوله ممکن کیدای سی؟
ددی تبلیغاتو او تیرایستنو سره سره داسی اراده نده محسوس سوی چی ولس د ټاکنو پر روڼتیا باورمند سی. هرڅه چی وړاندوینه کیږی یا تبصره کیږی باید دلایل او استناد ولری بیله هیڅ دلیل او استناد څخه صرف د خبرو په محدوده کی د شفافیت ژمنه نسی کولای عام ذهنیتونه قانع کړی. زما په آند هغه څه چی یوازی د سراسری سولی او ملی یووالۍ په شتون کی ترسره کیدای سی هغه ټاکنی او د افغان پوځ پیاوړتیا او سامبالښت دۍ. د پوځ په اړه د منطق په حکم که هرڅومره سلاوی او تجهیزات امریکا افغان پوځ ته ورکړی خو په دی اندازه نسی کیدلای چی د اټومی ګاونډیو په وړاندی د دفاع او مقاومت جوګه سی او که درنی اسلحی او طیاری چی موږ یی د امریکا څخه غواړو ددی لپاره وی چی د دښمن سره د جګړی ترنامه لاندی یی د ولس په وړاندی وکاروو نو بیله شکه چی امریکا او غرب به یی رانکړی ،همدا رنګه هر سالم فکر دا درک لری چی ترڅو کامل امنیت او سوله شتون ونلری او دفساد کمبله ټوله سوی نه وی ازادی او رڼی ټاکنی به ستونځمن کار وی، د تنظیمی سیالیو په شتون کی چی د فساد په موخه ترسره کیږی مشکله ده چی ازادی او رڼی ټاکنی دی ترسره سی. او که یی خاماخا او په زور ترسره کړو نو وجدان به راته وایی چی یوه لویه برخه دهیواد په ټاکنو کی ګډون نلری او هغوی چی ګډون یی کړیدی د زورواکانو یرغمل دی د عمل ازادی نلری او هغه افغانان چی بی پری دی اما ګډون کوی د ګوتو په شمار دی.
یو نقطه باید هیره نسی چی جګړه افغانی نده بلکه تپل سویده نو ځکه د هغی د ختمیدو ارزونه باید په بهرنۍ دیپلوماسی کی ولټول سی. عامه افکارو پراختیا موندلی ده ولس وړاندی تر هغه چی د رڼو ټاکنو خبره وسی د خپل هیواد عمومی سیاسی او پوځی اتموسفیر د سیمی او نړۍ په هنداره کی مطاله کوی. و ټاکنو ته دلاری پرانیستو لپاره وروستی دیپلوماتیک انکشافات باید مطالعه سی، د واشنګټن او لندن کتنی او خبری باید وارزول سی د ناټو د وروستنۍ غونډی بی نتیجی پایلی د پام وړ دی. د قطر د بهیر د ژوندی کیدو او بیا مړه کیدو تکرار داسی انځورونه له ځانه سره لری چی زموږ د هیواد ټاکنو او بقا ته لاره هموارولای سی.پر ځای ددی چی د ټاکنو د څرنګوالی، روڼتیا او امنیت په خبرو خلګ او ځان خطاباسو، ښه به وی چی د سولی خبرواترو ته ارجحیت ورکول سی.
په نړۍ کی داسی جګړه نده لیدل سوی چی پای یا انجام دی ونلری . د پاکستان وروستۍ بی امنیتۍ ، د سپریم کوټ او دولت ترمنځ ډغری او د غرب سیاسی او مالی فشارپر پاکستان له یوه اړخه د امریکا مجبوریتونه چی د جګړی اوږدوالۍ ، د امریکایی ولس تدریجی نارضایت، په افغان حکومت کی د فساد نه ورکیدل، د ناټو د وتلو د نیټی رانیژدی کیدل اود جګړی د اقتصادی پیټی دروندوالۍ په ګوته کوی چی سوله د پُل په شان ده چی د دریاب څخه د تیریدو بله لاره نسته له بله اړخه ، داسی فضا رامنځ ته کریده چی ښکیل هیوادونه د جګړی په دوام کی نه یوازی ګټی نسی ترلاسه کولای بلکه زړی ګټی د خطر سره مخ کیږی.نو ځکه افغانی هیلی د سولی په هکله را کوټیدلی دی ، دا سوله به انتخاب نه وی بلکه د تاریخ جبر به ګڼل کیږی جګړه ماران هیڅکله سوله نه انتخابوی بلکه هغوی د جګړی په دوام کی ګټی لټوی خو جبر د خوښی او انتخاب په معنی ندۍ.هوښیار هغه دی چی ځان د کاروان سره عیار کړی.

همدا راز وګورئ

f-image

نامۀ دختری به پدران وطن

نوشته از پوهندوی شیما غفوری نامۀ دختری به پدران وطن    پدران افغانستان تا کی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *