سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

ولې بې اتفاقه یو؟ دویمه یرخه

محمدآصف خواتی

                                             ولې بې اتفاقه یو؟       

 دویمه برخه         

 چاره څه ده اوڅه بایدوشي؟         

پیښې ، واقعیتونه اوموږ         

که چیرې دافغانستان پرونیوواقعیتونوته چې هغه دافغان ولس تاریخ جوړوي اوننی حالت ته ځیرشو هغه دپردیوپه وړاندې داتلوالومبارزو، دواک پرسردخپلمنځي شخړواوجګړواودبدمرغیویوه دردونکي کیسه ده اودهیوادسیاسي تاریخ بیا داستبداد، زورزیاتۍ ،مقام اوشتمنۍ پالنې برسیره داحساساتو، غریزو او تیروتنو یوه مجموعه ده ۰ د لیکنې ددې برخې موخه دهیواددتاریخ څېړنه نه ،بلکې په اتلسمه پیړی کې کله چې بریتانیایي ښکیلاکګردافغانستان پولوته راورسیدل اودتزاري روسیې سره دسیالۍ  له امله  افغانانو ته څه ډالۍ کړل یوه لنډه یادونه ده۰ دانګریزانواوروسانودسیالیواودافغانستان په خاوره  دهغوی د پرله پسې تیریو له امله افغانستان دخپلې خاورې زیاته برخه له لاسه ورکړه اودسمندرنه هم بې برخې شو۰ سربیره پردې د پاچاهي نظام ترړنګیدوپورې دشاه امان الله پرته افغان واکمنو دانګریزانود ارادې او پالیسیوپربنسټ عمل کړی دۍ۰ پدې زمانه کې دواکمنیو هڅې په تیاره کې دولس دساتلو اودسیاسي مخالفانواوملي ګرایانو په ځپلو متمرکزې وې ۰پایله یې داشوې چې هیواد دترقۍ او پرمختګ له کاروان څخه ډیروروسته پاتې شي اوداستبداد او زورزیاتۍ فرهنګ خورا پیاوړی شي۰  دازموږدتاریخ ددې زماني پړاوځانګړتیا ده۰ ښايي ددې زماني پړاو په هکله داډول قضاوت ځینوته دمنلووړنه وي اویا په ننیوځانګړوشرایطوکې دهغوپه اړه یادونه اړینه ونه ګڼي۰زما له آنده آیا داتریخ حقیقت ونه ویل شي چې دمحمدظاهرشاه داوکمنۍ پرمهال دافغانستان رادیو څخه د« داپښتونستان زموږ» نغمې خپریدلې خو دپښتنواوبلوڅو دحقوقولپاره هیڅکله هم عملي ګام پورته نشو۰ دوه ځله هغه طلایي فرصتونه  له لاسه ورکړل شول چې بیله شکه هغه مهال دپښتونستان دستونزې  عادلانه حل شونی وچې هغه دپاکستان اوهندوستان ترمنځ جګړې وې۰ حتي ویل کیږي چې دواړه ځله  پاچا پاکستاني مشرانوته ډاډګیرنه ورکړې وه چې افغا ن لوری دوی ته ستونزې نه ایجاد وي۰ همدغه تیرایستونکې نغمې پښتون دښمنه کړیو ته  تبلیغاتي مواداو پلمه ورکړې ده او تورولګوي چې د پښتنوواکمنوټولې هڅې پردې راتاویدې چې پښتنوته خدمت وکړي ۰ دهغوی دلیل دادۍ چې ولې دې پښتون توکمه پاچا دپنجدې او سیستان دبیرته لاسته راوړلولپاره هڅې نکولې ۰له بله پلوه ځینې لیکوالان او څیړونکي تاریخونه دخپلوتاریخي کرکټرونواودپیښودتوجیه لپاره لیکي اودالیکنې پر افرادو(پاچاهانو، امیرانو، ولسمشرانو اوسیاستوالو) راڅرخیږي اوداڅرخیدنه دایدیولوژیکي باورونو، قبیلوي ،قومي ،مذهبي ، فرقه یي او ګوندي تړاوونو نه اغیزمنه ده۰ دخواشینۍ خبره لا داده چې پدې لیکنوکې زیاته ډډه دپردیو اوحتي ددښمنانوپه منابعواو آثاروکیږي۰ زما له آنده تاریخي حقایق که هرڅومره ناولي اوبدهم وي دپټیدوندي ، ښه داده چې ددې ناوړه تاریخي پيښواوناسموسیاسي بهیرونود پېښېدو لاملونه په ګوته شي۰ داهم له یاده ونه باسوچې ټولې سیاسي اوټولنیزې پیښې اوپه هغوکې جګړۍ ، بغاوتونه، پاڅونونه اوددولتونو قهري بدلونونه کورني اوبهرني لاملونه لري ۰ خووینو چې  ننی افغان لیکوال دتاریخي  پيښودپيښیدوپه اړه د خپلو ذهني تمایلاتوله مخې دلاملونویوې برخې یا یوه لامل ،یوه فرد،يوې سیاسي ډلې یا یوه قوم ته  ګوټه نیسي چې ښه بیلګه یې روانه غمیزه ده۰ ځینې ددې غمیزې دراتګ پړه دافغانستان دخلکوپه دموکراتیک ګوند اچوي نوربیا اسلامپاله ډلې ملامتوي ۰ یوشمیرپړه پر محمدداوداچوي  چې په غیرقانوني ډول (پوځي کودتا) له لارې یې سیاسي واک ته دلاسته راوړلولاره پرانیستله۰ځینې بیا پخواني پاچا او سلطنتي کورنۍ ته ګوته نیسی چې  داساسي قانون له مخې یې د ګوندونوقانون چې ملي شورا تصویب کړی و توشیح نکړ، دشورا په چاروکې یې لاسوهنه کوله چې پدې توګه په پرله پسې ډول حکومتونه ړنګیدل اود هیوادسیاسي حالات کړکیچن کیدل۰ په پورتني هرحکم اوقضاوت کې دروان ناورین دراتګ د لاملونواوحقایقوڅخه یوازې یولامل اویوحقیقت  شتون لري۰پدې اړه دپخواني پاچا دزمانې داطلاعاتو او کلتور وزیرصباح الدین کشککي قضاوت دواقعبینۍ پربنسټ ولاړ دۍ او لیکي:« ددې ناورین اوغم لړلې کیسې پړه دپاچا اوسلطنتي کورنۍ نه نیولې ترټولوپورې چې کولای یې شول دهیواددژغورنې لپاره څه وکړي خویا یې بې کفایتي وښودله ، یا لاس ترزنې کیناستل ، یادغلیمانو د لاس وسیله شول۰»    

 څرنګه چې تربحث لاندې زماني پړاو کې  دحبیب الله کلکاني پرته نورټول واکمن پښتون توکمه ووچې ځینې یې په پښتو هم نه پوهیدل۰ نولدې کبله یوشمیر غیرپښتانه لیکوال چې دقومي تنګ چاپیریال څخه دوتووس نلري دهیواددوروسته پاتې والي اودلاسه تللې خاورې پړه پرپښتنواچوي او سربیره پردې دټولوپښتنوواکمنودعیاشیواوظلمونو، دپښتنود امتیازاتواو دغیرپښتنوقومونو دحقونو دتر پښولاندې کیدوخبرې هم کوي ۰ دهرویښ وجدان خاوند دامني  چې دغازي امان الله پرته دشاه زمان نه وروسته امیرانواوپاچاهانودهیواددپرمختګ لپاره ډیرلږڅه کړي دي اواکثرآچارواکود مخالفینودځپلو له لارې غوښتي دي پرولس حکومت وکړي۰ خوداچې پښتنو واکمنویوازې اویوازې غیرپښتانه ځپلې وي ، دهغوی حقونه یې ترپښولاندې کړي وي اوټول پښتانه دامتیازونونه برخمن وي دښکرورو  درواغوپرته بل څه ندي۰ پدې هکله اړین بریښي لنډه تبصره وشي۰ که دشاه زمان وروسته واکمنیو قومي جوړښت ته وکتل شي هیڅکله هم هغه یوقومي واکمنۍ نه وې۰ په ټولو واکمنیوکې دپښتنو سربیره دهیواددستروقومونواستازواوخاصتآ دویم سترقوم تاجکوپراخه ونډه لرلې ده۰ په واکمنیوکې دنوروقومونوشتون ددې مانالري چې دنوروقومونوحقوق ندي ترپښو لاندې شوي۰ داتلسمې پیړی پورې دنړی دټولو هیوادونوتاریخ  داستبداد اودپراخوپرګنو د حقوقو دترپښولاندې کیدو تاریخ دۍ۰ هلته یوازې دواکمنې کورنۍ اوپه دربارونوپورې تړلوکورنیودواک او امتیازخبره کیدای شي چې افغانستان نشي تري مستثنی کیدی۰ نن مهال زیات شمیرهغه غیرپښتانه دپښتنو د امتیازونواوپه غیرپښتنوداستبدادپه اړه  افسانې جوړوي کوم چې دهغوی پلرونو اونیکونو د پښتون  توکمه امیرانو اوپاچاهانواودهغودکورنیوسره راشه درشه لرله او لوړمقامونه اودسترګووړ واکونه یې لرل۰ دخپلې دې ادعا دثبوت لپاره ددووتنو( سیدقاسم رښتیا ، سترجنرال محمدنبيٍ عظیمی )  یادونه کیږي کوم چې پخپلوپنډوکتابونوکې یې  دپښتنو دامتیازونو اوپه غیرپښتنوباندې دظلمونو او نارواوو یادونه کړیده۰ درښتیا پلرونواونیکونودامیردوست محمدخان،امیرعبدالرحمن خان اوامیرحبیب الله خان (دغازی امان الله خان پلار) په دربارونوکې هرکاره وواوپخپله دظاهرشاه په پاچاهۍ کې دصدارت مرستیالۍ ته ورسید۰ درښتیا پلاردهغو اویا تنوپه ډله کې وچې دشاه امان الله دتکفیر په فتوایې خپل لاسلیک ایښی و۰ دنبي عظیمی نیکه برګډ عظیم چې په عظیموف مشهورودلومړی مشروطه غوښتونکولست امیرحبیب الله خان ته ورکړچې امیریاهغوی ووژل اویازندانونوته واچول۰ پدې ډول برګډ عظیم دمقام اوپیسودلاسته راوړلوپه موخه دلومړنیومشروطه غوښتونکوسرونه پرې کړل۰ د نبي عظیمی پلارد سردارداود دصدارت پرمهال دهغه هم کاسه و اواکا یې دظاهرشاه د مقتدروجنرالانوڅخه و۰ دمحمدداود اودډکټر نجیب الله دواکمنیوپرمهال دنبي عظیمي رول په خبرپوه کسانو ته ښه څرګند دۍ او پخپله یې هم پخپل کتاب کې خپلې کارنامې ثبت کړې دي۰ مخکې ویل شوي وچې زموږسیاسي تاریخ دواکمنیو لخوا دولسونو دځپلو او استبدادتاریخ دۍ۰ واکمنوولسي پاڅونونه اومخالفین  که پښتانه وویا غیرپښتانه په بیرحمۍ سره ځپلي دي۰ خو ړانده قومي متعصبین دطوطیانو په شان پخپلو څرګندونو اولیکنوکې  دغیرپښتنو قومونودځپلودکیسو اودپښتنود نازولود افسانویادونه کوي۰ داډله لیکوالان  دامیرعبدالرحمن خان نوم ډیراخلي چې ګواکې زیات شمیرهزاره ګان یې وژلي او دهغوی دسرونونه یې منارونه جوړکړي دي ۰ هیڅوک ددې  امیردقساوت نه سترګې نشي پټولای۰ هغه خپل مخالفین که پښتانه وویا هزاره  بیله استثني ځپلي ، وژلي اوجیلونوته اچولي دي۰ خوکله چې یوازې دغیرپښتنوپه وړاندې دامیرظالمانه کړنوته ګوته نیول کیږي دا که له یوې خوا دتاریخ تحریف ، درواغ او د واقعیتونو پټول دي له بلې خوا قومي بې باوریواو دښمنیوته لمن وهل هم دي۰ امیرعبدالرحمن خان نه داچې دنوروقومونوپه شان پښتانه ځورولي بلکې دهغوی خوراغوره څیرې یې له منځه وړې دي چې غازی محمدجان خان وردګ اودهغه ورورمحمدافضل خان،عصمت الله خان جبارخیل اوبهرام خان جبارخیل یې څرګند ساري دي۰ امیرپه کابل کې د زرو تنواندړوپاڅون کونکو دسرونونه منارجوړکړ اودغزني په قره باغ کې یې دهغوی ځمکې هزاره ګانوته وروبخښلې۰ داندړوډله ییزه وژنه اوهزاره ګانو ته دهغوی دجایدادونو بخښنه ښيي چې عبدالرحمن خان لکه دهرمستبدواکمن په شان دهغه چا سرونه پرې کول چې دده دواکمنۍ په وړاندې دریدل او هغه څوک یې بیا نازول چې دامیرپه چوپړکې دریدل ۰

 په نولسمه پیړۍ کې دافغانستان دپیکرڅخه دپراخوسیمودبیلیدوپه هکله زموږدخلکو دا خبره « په یوه چې دوه شي دخدای په ننداره شي » پوره صدق کوي۰ هغه مهال پرافغانستان همداډول حالت راغلی و۰ هیوادداسې دوو ځناورودتیريو اوګواښونو سره مخامخ وچې دیوه په امپراطورۍ کې لمرنه لویده اودبل ترولکې لاندې سیمه دومره پراخه وه که په یوه سرکې یې اوسیدونکي له خوبه راپاڅیدل په بل سرکې یې  خوب ته تیاري نیوله۰ افغانستان هغه  کمزوري غرڅه ته ورته وچې دوو زمریانو غوښتل هغه وداړيٍ اوویې خوري۰ دنوموړوزمریانودبریدونوله امله دي چې له څلورو خواووقیچي شواودخاورې زیاتې سیمي له لاسه ورکړي اودسمندر څخه هم بې برخي شو۰ داددې مانا هم نلري چې هغه واکمن اوډلې برائت واخلي چې دپردیولښکروپرمټ یې ظاهرآ واک ترلاسه کړی اود پردیود لاس وسیلې ګرزیدلي دي۰ داهم په پام کې ولروچې په ډیرومواردو کې دافغان واکمنودناکامیواود  هیواددپرمختګ په چاره کې ډیرلږلاسته راوړنې دهیواد په وچه کې پروت موقعیت پورې تړاولري چې پردیو او په تیره ګاونډیانوته اړوي او په خورا احتیاط سره ګامونه اوچت کړي۰

 پاسنی څرګندونې ددې واقعیت ښکارندوی دي چې موږدخپل هیواددتیروپېښو اوواقعیتونو په اړوند څه ډول ناسم قضاوت کوو کوم چې دسیاسي کړیو اوقومونو ترمنځ بې باوریواو دښمنیوته لمن وهي۰  دملت جوړونې بهیر ته زیان رسوي اوپایله یې بې اتفاقي کیږي۰ که څه هم په پورتنیو څرګندونو کې هغه ځواب پروت دۍ چې لیکنه ورته ځانګړې شوې ده خوبیاهم غواړم پرهغو لنډ ې خبرې وکړم ۰ زموږ دوران شوي وطن اودافغان ځوریدلي ولس باسواده قشر اوخاصتآ لیکوالو ، روحانیونو او سیاستوالوته  چې دتاریخي – سیاسي پیښوپه اړه قلم کاروي ، دجومات له منبراویا په ټلویزیونوکې دګردي میزونوله لارې دټولنې اوواکمنۍ پرستونزو بحث کوي ددوی نه دا تمه کیږي چې  جګړې ځپلي  ولس ته دتیروپیښواوننیو واقعیتونورښتینی انځوروکاږي ،خلک دوستۍ اوورورګلوۍ، پوهاوۍ اوهمغږۍ ، تیریدنې اوبخښنې ته راوبولي۰ تاریخ اوواقعیتونه دخپلو ذهني تمایلاتو، عقیدتي او ایدیولوژیکي باورونو، ګوندي پیوندونو، قومي، سمتي اومذهبي تړاوونوله امله تحریف نکړي، درواغ ونه وایي اوڅه  پټ نکړي۰ ځکه چې تاریخ کوم پلورنځی یا دوکان ندۍ چې هرڅه دخپلې خوښې سره سم پکې کیښودل شي۰زه پدې باوریم چې دروان ناورین پرمهال مطرح  سیاسي ډلو اوواکمنیو که هغو ته کیڼ لاسي وایویا ښي اړخي ، انقلابي ، منځلارې یا محافظه کار، مذهبي یا سکولار موخه یې  دهیواد آبادي اودولسونوسوکالي وه ۰ هریوه یې ښه نیتونه اودکاغذ پرمخ ښکلي پروګرامونه لرل ۰ خوولیدل شول چې هغوی  دخپلو نیتونو او پروګرامونوپه پلې کولوکې پاتې راغلل ۰ زیاتې تیروتنې یې وکړې چې پایله یې کنډواله افغانستان دۍ۰ پردې بنسټ دي چې تاریخ دنیت پرځای پرعمل او پایلوقضاوت کوي۰تاریخ دویل شووپرځای پرعملي شویوقضاوت کوي۰ زموږقضاوت هم بایددهمدې عیني پایلواوعملي شویوپربنسټ ترسره شي۰ کله چې یولیکوال یا وینا کونکی کومه تاریخي پېښه څیړي باید دې دوو اساسي پوښتنوته ځوا ب ورکړي چې څه پېښ شول اوولې پېښ شول۰ دولې ځواب بیا دپېښې دلاملونوپه ګوته کولوسره  پیدا کیږي۰ نه داچې دپېښې دڅيړلوموخه دځانګړي ګوند، حکومت ، سیاستوال ،کوم  قوم اومذهب څخه دفاع یا دهغوسپکول یا بدنامول وي چې بیله شکه داډول ناسم چلند دسیاسي کړیواوقومونوترمنځ  د شک ،بې باورۍ اودښمنۍ چاپیریال رامنځته کوي چې د وګړوترمنځ ددا ډول چاپیریال راتګ دبې اتفاقۍ دکرغیړنې اوناولې پدیدې نښه ده۰ 

نوربیا

 

 

 

 

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *