شنبه، 18 اګست 2018

دحزب تاجر ته

 

دحزب تاجر ته

په ما دې تجارت کاوه د حزب په خزانه کې
را ولویدې له بامه اوس په کومو سترګو ګورې
زه خړ سپیره عسکر وم د زنګي غلام په مخکې
غرور دې له هوسه راکولې سپکې سپورې
د کبر په آسمان کې ګرځیدلې بې نیازه
د ستر ګوطیارو دې وریځې نه لیدلې، تورې
تقدیر وې رابللې د لنډي مقام دیرې ته
که نه نو، زما و ستاوې پرونې خبرې نورې
ما ځان لمبه لمبه کړ ستا د فکر تناره کې
خو تا د جفا غیشي زما په ټنډه کړه را پورې
تر اوسه مې په زړه دي ستا خبرې لکۍ دارې
د بدو خاطرو تصویر له زړه نه ووځي چیرې
نمرود له خپل اسمانه هم لویدلې تاترین ته
څوک وائي چې نادم دې(بت شکن) د اور له ویرې
اوس څومره خجالت یی د وجدان په محکمه کې
قاضي د عدالت په مخکې هم وهې بګورې
“مختار” د سړيتوب په غره کې ناست دې بی وسواسه
چې کله مخامخ شې ورته خړې خړې ګورې

محمد محسن “مختار“

همدا راز وګورئ

f-image

ضربِ شلاق

  ضربِ شلاق   کارو بارِ مملکت رو بر تباهی میکشد زندگی ما را بسویِ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *