یکشنبه، 19 نوومبر 2017

د راتلونکي افغانستان په اړه د بريتانيا او امريکا متضادې طرحې

 
محور ورځپاڼه:

 
د راتلونکي افغانستان په اړه د بريتانيا او امريکا متضادې طرحې

| چهارشنبه, 20.02.2013, 12:39 PM | (55 لیدل شوی)

د افغانستان، بريتانيا او هند ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د موضوع په اړه د پاکستان او هند ترمنځ د پېچلتيا نوی اړخ په ډاګه شوی دی. هند د بريتانيا د طرحې مخالفت کوي او پاکستان د امريکا د طرحې مخالفت کوي.

هندوستان اعتراض لري، چې بريتانيا غواړي پاکستان ته د افغانستان په راتلونکې کې له نورو ګاونډيو ډېر رول ورکړي او برعکس امريکا دې ته لېواله ده، چې د افغانستان په سياسي او امنيتي انتقال کې د ګاونډيانو ملاتړ خپل کړي او د سولې پروسه دويم ګام شي. دا هغه څه دي، چې هندوان يې هم غواړي.

په لندن کې د بريتانيا غوښتنه داوه، چې سوله بايد لومړيتوب شي، او له افغان ولسمشر سره تقريباً موافقې ته رسېدلي چې پاکستان به تر ټاکنو مخکې يو شمېر طالب مشران راضي کړي.

سره له دې چې چين اوروسيې د افغانستان په هکله د پاکستان د اوسنۍ تګلارې کوټلی استقبال ونکړ، پاکستان هڅه کوي، په يوازې سر د افغانستان سياسي او اقتصادي راتلونکې له خپل رول پرته لانجمنه کړي. هند وايي اوس لازمه ده، چې له روسيې او چين سره هغه خبرې ومني چې پاکستان د مهار کولو لپاره شرط ګڼل کېږي.

په ناڅاپي توګه د افغانستان د سولې او سياسي راتلونکې په اړه له منځګړتوب سره د برتيانيا سملاسي دلچسپي چې بريتانيا غواړي د پاکستان کردار او ګټې وژغوري دا کټ مټ هغه لومړيتوب دی، چې بريتانيا يې په نړيوالو قضاياوو کې ملاتړ کړی دی. خو بل اړخ ته امريکا په نويو تګلارو د افغانستان د ټيکاو او راتلونکې په لوري مزل وهي، چې په افغانستان کې د پاکستان د لېوالتياوو خلاف دي.

هند اوس وارخطا دی او په بيا بيا یې شکایت کړی، چې برتانیا غواړي پاکستان ته د افغانستان په راتلونکې کې له نورو ګاونډیو هېوادونو زیاته ونډه ورکړي. دوی وایي، موږ تشویش لرو او د سولې پروسې ته د شک په سترګه ګورو.

د افغان سولې په پروسه کې اوس دوه اړخونه دخیل شوي دي.

برتانیه او پاکستان د افغانستان د سولې لپاره چې کومه پالیسي لري هغه کاملاً د هند له ګټو سره په تضاد کې ده او امریکا او پاکستان چې د سولې لپاره کومه تګلاره لري په هغې کې د هند ګټې تر یو څه حده خوندي دي.

د باچاخان د تحقيقاتي مرکز مشر ثناالله خان تسل وايي، د افغانستان سوله او راتلونکې د دوه متضادو تګلارو له منځه په سختۍ تېرېږي. دده په خبره امریکا یو څه غواړي او برتانیه بل څه:(( امریکا زیاته دې ته لېواله ده چې افغانستان کې باید سیاسي او امنیتي انتقال کې د ګاونډیانو ملاتړ ترلاسه کړي او د سولې پروسه دویم قدم ته کړي. البته دا هغه څه دي چې هندوان یې هم غواړي.

هند وایي، که د سولې پروسه رامخکې شي نو طالبان او نور پاکستاني لاسپوڅي به وکولای شي چې په اسانۍ سره د نظام راتلونکې برخه شي.))

ښاغلی تسل وايي، برتانیا غواړي چې بايد سولې ته لومړیتوب ورکړل شي او په تېره غونډه کې هم له ولسمشر کرزي سره همدې موافقې ته رسېدلي دي، چې پاکستان به تر ټاکنو مخکې یو شمېر طالبان پخلاينې ته راضي کړي او بيا ټاکنې وشي.

د هند د مخالفت منطق دادی چې بريتانيا هڅه کوي د سيمې نور ګاونډيان او ملاحظات يې له پامه وغورځوي نو ځکه هند ګوتڅنډنه کړې، چې له روس او چين سره به خپلې اندېښنې شريکوي.

بلې خواته د هند اندېښنه د پخوا په پرتله د افغانستان داخل نه هم زياته شوې ده، هغه تنظيمي جهادي پاړکي چې په تېر کې يې د هند ګټې تمثيلولې اوس په بله لاره روان دي. هند اوس دا منلې ده چې شمال ټلواله د پاکستان په جال کې راګېره شوې ده. د همدې راپور د چمتو کېدو پر مهال د شمالي ټلوالې يو مهم غړی حاجي محمد محقق په پاکستان کې په رسمي ليدنو کتنو بوخت دی.

سياسي شنونکي د هند وروستۍ ناستې ته د يو حقيقي فرصت په سترګه ګوري، خو ټينګار کوي چې د دواړو لورو ترمنځ په افغانستان کې د اقتصادي او سياسي ښکېلتيا کرښې بايد روښانه شي. دا بحث بايد هند او پاکستان مخامخ نتيجې ته ورسوي، چې په باثباته افغانستان کې د دوی ګټې له کومو لارو تامينېدای شي.

په عملي توګه په تېرو لسو کلونو کې د هند او پاکستان سيالۍ د کونسلګريو د تاسيس ترکچې يو د بل پلونه تعقيبوي. که څه هم هند په افغانستان کې د سيمې لوی مرستندوی دی او تر مليارد زيات ډالر يې له افغانستان سره مالي مرسته کړې ده، خو پاکستان په دې برخه ډېر اندک را وړاندې شوی دی، بلکې برعکس د افغانستان له جګړې څخه يې د خپلې اقتصادي او سياسي پروژې کار اخستی دی. کله چې په حاجيکګ کې د اوسپنې تر ټولو لوی کان کيندنه يو هندي شرکت ته ورکړل شوه، پاکستان له هغې ورځې په افغانستان کې خپله راتلونکې ډېره تته ويني، خو لايې هېڅکله کوښښ ندی کړی چې د پانګونې له لارې افغاستان اقتصادي دهليزونو ته دننه شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو په وينا له اضطراري لسيزې نه د راوتلو په صورت کې او چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني پوځيان له افغانستان څخه وځي دغه هېواد غواړي له خپلو ګاونډيانو سره د اړيکو د توازن په تيوري عمل وکړي او په دې کې د افغانستان استقلال او حاکميت کاملا اختيار کارولای شي

 

همدا راز وګورئ

f-image

ددوستم دمحاکمی غوښتنه

13.01.2012 روهی ویب      په پکتیا کی ددوستم دمحاکمی  غوښتنه دقومی مشرانو لخوا      دغونډې يوويناوال قومي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *