سه شنبه، 17 اکتوبر 2017

لویه پریکړه لوړه مرجع

 

 

 

عبدالباری”عارض

لویه پریکړه لوړه مرجع

جمهور ریس کرزی د واشنگــټن د سفر په ترڅ کی چی د امنیتی ستراتیژیک تړون په موخه یی کړی ؤ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایی پوځی هډو د شتون په صورت کی د امریکایی پوځیانو د عدلی مصونیت په هکله وویل چی لویه جرګه به راوبولی او هغه به پرکړه وکړی . ځینو منایعو د اعتراض په توګه وویل چی یو ځل پخوا مشورتی لویه جرګه رابلل سوی وه او هغه لوی جرګی و حکومت ته واک ورکړ چی د امریکا سره ستراتیژیک امنیتی تړون امضا کړی نور د جرګی رابلل ضرور ندی. زما په آند د لوی جرګی رابلل او نه رابلل که د ضرورت او عدم ضرورت پر بنسټ وی د بحث وړ کیدای سی خو د لوی جرګی ارزښت ته باید درناوی موجود وی.
حقیقت دادۍ چی د لوی جرګی نوم د افغانستان د تیر او بعدی تاریخ او زموږ د هویت یوه برخه ده ، لمر په دوو ګوتو نه پټیږی لوی پریکړی باید په مسولیت وکړل سی او دا مسولیت یوازی د ولس استازی د لوی جرګی له طریقه پر اوږو اخیستلای سی. د یادونی وړ ده چی کرزی به یوازی د امریکایی عسکرو د مصونیت په هکله د لوی جرګی ضرورت محسوس کړی وی اما اوس چی د پاکستان سره د ستراتیژیک تړون موضوع مطرح ده او برتانیه د هغه امضا کول د راتلونکی منی وړاندی ضرورت بولی نو د لوی جرګی رابلل نورهم اړین سوه ځکه داسی ګنګوسی تر غوږ کیږی چی د پاکستان سره په تړون کی به د افغان پوځ روزنه د پاکستان په وسیله او افغانی افسرانو ته تحصیلی بورسونه او نور مهم مسایل شامل دی او احتمالا د هغه همیشنی لانجی چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورینډ په نوم شتون لری په یو ډول د ډولونو په دی تړون کی یادونه وسی . دا هغه موضوعات دی چی یقینا د هغوی په هکله تصمیم د جمهور ریس تر صلاحیت لوړی دی یوازی لویه جرګه ددی ظرفیت لری چی لوی پریکړی وکړی.
شک نسته چی لویه جرګه به هیڅکله اشتباه ونکړی خو بیا راځو هغه مرکزی ټکی ته چی د لوی جرګی ګډون کونکی به څوک وی ایا هغوی به واقعا ملی ګتو ته ارجحیت ورکړی او د هغوی تصامیم او پریکړی به واقعا د هیواد او ولس لپاره وی؟ دا هغه سوالونه دی چی هم د لوی جرګی پریکړو ته قوت ورکوی او هم یی کمزوری کوی. د افغانستان د تاریخ تر ټولو حساسی شیبی رارسیدلی دی او د پاکستان سره ستراتیژیک تړون که د زمانی او مقتضیاتو ضرورت هم وی زموږ د هیواد لپاره د امریکا تر تړون ډیر مهم او حساس دی د پاکستان سره د تړون امضا کول واقعا د ملی ګټو تعینیدل دی او د ملی ګټو مهم ټکی ځمکنۍ بشپړتیا، استقلال او ملی واکمنی ده دا دری هغه څه دی چی په وړاندی یی ګام پورته کول د یوه کس یا یوه ټیم تر صلاحیت پورته خبره ده .
که د احتیاطه څخه کار اخیستل کیږی او هدف د اشتباه څخه په څنګ کیدل وی نو د هرڅه د مخه دی د لوی جرګی د ګډون کونکو په انتخاب کی د تنظیمی اړیکو ، ژبنی ،سمتی ، او لیسانی تعصباتو څخه ډډه وسی ، لویه جرګه دی د انحصار د کړۍ څخه ووزی ، تر توانه دی هڅه وسی چی د لیری پروتو سیمو استازی راوبلل سی ، مخالفی نظریی دی وزغمل سی. د دوستانو نظریاتو ته په احترام ښه به وی که لویه جرګه د اساسی قانون تر چوکاټ پراخه جوړه او دودیزه سی ترهغه چی دولتی رنګ خپل نکړی ځکه په قانونی لویه جرګه کی تر ډیره بریده د دولت دری ګونی قوی ګډون لری. اما جرګه د دولت د سیاسی حیطی څخه بهر یو ملی لوړه مرجع ده چی تر دیپلوماتیک اړخ یی ټولنیز او کلتوری برخه پراخه او درنه ده، په حقیقت کی د هیواد په روانو نازکو حالاتو کی چی ځمکنی بشپړتیا، او ملی واکمنی په جدی توګه د ننګونو سره مخ دی د هیواد د هر وګړی نظر باید د یو حقیقی لوی جرګی له طریقه منعکسی سی. علاوتا د امکان تر پولی دی هڅی وسی چی مخالفین هم د جرګی ګډون کونکی اوسی ، د دی تړون محتویات دی د مدنی ټولنو سره شریک سی په اروپا او امریکا کی د افغان فرهنګی ټولنو سره دی مطرح سی د سیاسی اپوزیسنو سره دی وڅیړل سی او که مسلح مخالفین په جرګه کی ګډون ته اماده نه سی کیدای سی د مطبوعاتو له طریقه د هغوی نظریات ترلاسه او تر څیړنی لاندی ونیول سی . مطلب دادی چی تړونونه دواړه حساس دی د ملی ګټو ساتنه فرض ده ځکه باید ټول ملت خپل نظریات او عقاید د هغه په وړاندی طرح او سره یو کړی. په هغه صورت کی به هیڅکله اشتباه و نکړل سی او شخص یا یو ټیم به د مسو لیت د درانه پیټی څخه خلاص وی.له بده مرغه هیواد په داسی موقف کی واقع سویدۍ چی د سولی او رغاوۍ لپاره باید یوڅه تاوان له پامه ونه غورځول سی ځکه داهم حقیقت دی چی وطن نور د جګړو د دوام توان نلری او حتما باید افغانستان ته نجات ورکړل سی .
اړینه ده چی یووار بیا ټینګار وکړم چی د لندن دری اړخیزه غونډه او په هغه کی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون طرح کیدل د پام وړ موضوع ده ښه به وی که دا کار د لوی جرګی له لاری وسی او لویه جرګه د تعصب د دایرو څخه خلاصه جوړه سی که بیا هم د ټولنیزو ناندریو پر بنسټ د تعصب په ځنځیرونو تړلی لویه جرګه جوړه سی خدای مکړه پریکړی به یی د پاکستان سره د معاملی په دوران کی ځمکنی بشپړتیا د خطر سره مخ کړی. که په ډاګه وویل سی د ډیورینډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه مسله ده تر هغه ځایه چی زه معلومات لرم که عبدالرحمان خان د ډیورینډ معاهده د زمان د مقتضیاتو پر مبنا امضا کړی هم ده د هغه محتویات داسی ندی تنظیم سوی چی د افغانستان ملکیت د پاکستان بلل سوی وی. د هغه سند او همدا رنګه د ګندمک د معاهدی متن داسی لیکل سوی دی چی د افغانستان حق پرخپلو سیمو په موقت ډول د ځنډ سره مخ سویدی . اوس تشویش له دی کبله دی چی مبادا د تاریخ ترټولو ستره اشتباه ونسی. که د افغانستان روان تاریخ ته لنډه کتنه وکړو افغانانو د ځمکی، دین او استقلال لپاره د روسانو په وړاندی داسی وجنګیدل چی د ځینو احصایو پر بنسټ اتلس لکه انسانان ووژل سوه او په میلیونونو معلول او معیوب سوه ، مادی او معنوی هستی یی له لاسه ورکړه خو دا دری ارزښته یی وساتل. اوس چی دوولس کاله کیږی چی په لسهاوو زره بهرنی پوځونه شتون لری او جګړی همداسی روانی دی پریکړه ډیره ستونځمنه ده . هرڅوک د پاکستان او طالبانو سره د زړه له کومی سوله غواړی ،هر افغان د جګړی ختمیدل غواړی او هر افغان د پاکستان په ګډون د ټوله نړۍ سره دوستی او ښه مناسبات غواړی خو دا سوله او دوستی نه باید د ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ په بیه ترلاسه سی. همدا رنګه د پاکستان سره دوستی او ښه ګاونډیتوب نه باید د افغانستان او هند دوستی او اړیکی زیانمنی کړی کله چی د ملی ګټو خبره کوو باید ټول ابعاد د ارزښت په لحاظ په نظر کی ونیول سی .
یقین دی چی طالبانو ته هم ملی ګټی مهمی دی د هر هیواد سره دوستی او ورورګلوی د ملی ګټو ترپولی د منلو وړ ده طالبانو هم په مستقیمه توګه یا غیر مستقیمه توګه د ډیرو هیوادو دښمنی او د پاکستان ناغیړۍ د خپل مشکل موقف له کبله ګاللی دی د هغو مهم مشران یا په پاکستانی زندانو کی مړه سوه او یا و امریکایانو ته د ګوانتانامو په موخه ور تسلیم کړل سوه ، که افغان واکمنان مشکل ګالی او که مخالفین مشکل زغمی ټوله د هیواد او ولس لپاره دی ټوله د جګړی د عادلانه ختمیدو لپاره دی. د ټولو ناخوالو تحمُل د ملی ګټو د اعادی په منظور دی. فقط ښه نیت او فعاله دیپلوماسی کولای سی د دواړو غاړو غوښتنی ،عقاید او نظریات سره هماهنګه کړی او د ملی ګټو څخه د دفاع په لیکه کی مشابه دریځ رامنځ ته سی ترڅو د تاریخ ددی حساس پړاو څخه هیواد او ولس ازاد ،اباد او سوکاله په بریالیتوب و ایستل سی

 

   

همدا راز وګورئ

f-image

داکتر نجيب الله درشجاعت بی نظير

              هدا از طرف جلال بايانی کاوشگر [  داکــتر نــجيـب …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *