دوشنبه، 23 جولای 2018

د کرزی د سفر ارزونه

عبدالباری”عارض”

د کرزی د سفر ارزونه

جمهور ریس کرزی د ۲۰۱۳ کال د جنوری د میاشتی په لمړیو کی امریکا ته سفر وکړ د سفر دوی ورځی یی د سناتورانو ، د دفاع وزیر لیون پنیتا ، او میرمن هلری کلنټن د بهرنیو چارو وزیری سره په خبرو اترو او لیدو کاتو تیری کړی په دریمه ورځ یی په سپینه ماڼۍ کی د امریکا د جمهور ریس اوباما سره وکتل، جمهور ریس کرزی او ورسره هیت تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا پر رول او د سولی پر بهیر مفصلی خبری اتری وکړی. داهغه لیده کاته وه چی د ډیری مودی څخه افغان ولس خپلی هیلی په هغه پوری تړلی وی، هغه ټکی چی ولس ته نامعلومه او د پوهیدو تلوسه یی لرله هغه اوس هم مبهم پاتی سوی د طالبانو سره د سولی بهیر په مرموزه توګه پرمخ وړل کیږی  ، د ګاونډیانو سره په خاصه توګه د پاکستان سره اړیکی او د هغوی د همکاری کچه په افغانستان کی دسولی سره بیاهم وضاحت پیدا نکړ د فساد په هکله ټاکونکی پریکړه تر سترګو نه سوه،د ټول ټاکنو پر ډول او شفافیت خاصه خبره و نه سول ، د کورنی بی مسولیته توپکیانو په هکله تجویز او د قانون د حاکمیت په موخه مشخص څه و نه سول. خو ځنی مهم مسولیتونه افغان لوری ته ور په غاړه سوه، امریکا وویل تر راتلونکی پسرلی خپل محاربوی رول پای ته رسوی او وای د طالبانو سره جګړه به د افغان پوځ مسولیت وی. هیلی داسی وی چی په دی ملاقات کی به د سولی پیغامونه نغښتی وی خو امریکا بیا هم د جګړی خبری کوی او هغه پیټۍ هم یوازی د افغان حکومت پر اوږو ایږدی. که څه هم هغه ستراتیژیک سندونه چی د امریکا، برتانیی، استرالیا ، فرانسی، المان او چین سره امضا امضا سویدی غربی نړۍ مکلفوی چی بیا افغانستان یوازی پرینږدی خو د امریکا د څرګندونو څخه داسی بریښی لکه د هغه هیواد پوځ چی ستومانه سوی وی او ولس یی فکر کوی چی په نامعلومه جګړه کی ښکیل دی.د افغان ولس د انتظار سره سره د کرزی سفر او د امریکا موضعګیری ظاهرا څرګندی پایلی نه درلودی.  امریکا د شک او تردید پرڅلور لاری په قاطعیت د تصمیم په نیولو کی پاتی راغلی دی کله کله هم د هغه هیواد په رهبری کی د افغانستان په هکله د اهدافو او تاکتیکونو پرسر د پوځی او سیاسی کړیو ترمنځ اختلاف رامنځ ته کیږی. تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایی پوځیانو د شتون څرنګوالی په افغانستان کی ، د پوځیانو شمیر ، د هغوی موقعیتونه،د هغوی اهداف او نور اړوند مسایل چی د کرزی د سفر مرکزی هسته وه هیڅ قاطع پایلی نه درلودی. صرف په قطر کی د طالبانو د دفتر د پرانستو په اړه د نامعلومی موافقی یادونه وسوه خو دهغه د نیټی او شرایطو اړوند هیڅ هم واضح نه سول، طالبانو تر اوسه د دفتر د پرانیستلو سره خپله رسمی موافقه نده کړی ځکه هغوی هم خپل شرایط لری یو د شرایطو څخه یی  دفتر (د افغانستان د اسلامی امارت )په نامه نومول دی. خلاصه د واشنګټن خبرو اترو د دی دفتر و معما ته وضاحت ورنکړ همدا رنګه د بهرنی ځواکونو تروتلو وروسته د اقتصاد عینی تصویر وړاندی نه سو، د ګاونډیانو اړوند ثابت او روڼ سیاست توضیح نه سو،نو ځکه ظاهرا دا سفر د پام وړ لاسته راوړنی نلرلی.سیاسی اتموسفیر ته په کتو احتمالا دوه مهم عوامل ددی سفر ارزښت کمزوری کړ. لمړی: امریکایان د پاکستان د ناڅرګنده پالیسۍ او په هغه هیواد کی د وروستنی سیاسی بحران له کبله نور وخت ته اړتیا لری ترڅو د هغه هیواد ثابت او عینی موقف د ارزیابی پر بنسټ دریځ  غوره کړی.دوهم : تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا یانو لپاره د راتلونکی رژیم په هکله تصمیم اوس هم د یو مشکل په څیر پاتی دی د طالبانو مطلق حاکمیت د امریکا شکست په ډاګه کوی ، اضافه تر یو تریلیون ډالره په اوبو لاهو کوی او تر دوه زره اضافه امریکایی عسکرو وژلاو فساد ،لاقانونیت ،بی عدالتۍ،توپکسالاری ترمنځ د انتخاب د مشکل سره مخ دی.  له دی کبله چی د ولس ویره د بهرنی پوځیانو په وتلو د داخلی کړیو څخه دی ځکه ممکنه ده چی طالبان د مدنی ټولنو او وطن دوسته سیاسیونو په ګډون د یو متمدن اسلامی هیواد د جوړیدو بنسټ کښیږدی ترڅو د اوسنۍ نړۍ د سیالۍ جوګه سی. بیله شکه د دا ډول حاکمیت رامنځ ته کیدل اسان کار ندی اما ناممکن هم ندی .هغه څه چی یو عینیی حقیقت دی هغه دادی چی ولس و هرنوع بدلون ته اماده دی خو د اوسنی رژیم دوام او د فساد زغملو ته اماده ندی. د کرزی او اوباما د لیدنی یو بل اړخ هم له پامه نسی غورځیدلای هغه داچی په نننۍ نړۍ کی دیپلوماسی هم د استخباراتو تر اغیز لاندی عمل کوی نو ځکه احتمالا د اوباما او کرزی د تصامیمو نتایج به د وخت د مقتضیاتو سره سم احساس او یا ولیدل سی. هغه څه چی پخوا هم تجربه سوی دی، افغانستان د تاریخ په اوږدو کی لویو قدرتونو ته ډیری ستونځی را زیږولی دی امریکا هم له هغو څخه مستثنی ندی . شک نسته چی د افغانستان روانه وضع د امریکا ځنی ګټی ټکنۍ کړیدی لکه انګلیس او شوروی چی په خپل وخت کی د ځانګړو ستونځو سره مخ وه . منتها د امریکایانو او متحدینو اوسنی راتګ افغانستان ته د شکل په لحاظ د پخوانی تجاوزاتو سره تفاوت  لری .بله ستونځه چی امریکا ورسره مخ ده  دا چی پاکستان د امریکایانو و مجبوریت ته په کتو، د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د مطمین وتلو په بدل کی ،لوی باج غواړی داسی باج چی د امریکا تعهداتو ته د افغانستان په وړاندی تاوان رسوی آن تردی چی په سیمه کی د امریکا ګټی ګواښوی.هیره دی نه وی چی په افغانستان کی سوله رامنځ ته کیدل د بهرنی ښکیلو هیوادو توافق ته اشد ضرورت لری ځکه همدا ښکیل هیوادونه دی چی جګړه تمویلوی،سامبالوی او اکمالوی.ټولی هڅی باید ددی لپاره وسی چی د ښکیلو هیوادو او افغانستان ګټی سره هماهنګه سی. د احساساتو د کړکۍ څخه قضاوت ښه پایلی نسی درلودلای.دا یقین دی چی افغانستان په داسی موقف کی ندی چی خپلی ټوله غوښتنی په ګاونډیانو او امریکا باندی ومنی اما د هیواد ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی او استقلال تر هرڅه مهم دی که ضرورت وی ددی دری اصولو د ساتنی د پاره باید ځنی نور تاوانونه وزغمل سی یا هغه مشهوره مقوله چی (باید څه ورکړی تر څو څه په لاس راوړی) په نظر کی ونیول سی ،یو لوری افغان حکومت دی بل لوری طالبان دی. د افغان حکومت د امریکا په ګډون د نړۍ د سترو هیوادونو ملاتړ له ځانه سره لری او طالبان هم د پاکستان او نورو هیوادونو پټ ملاتړ لری اما خلاف د اټکل څخه طالبانو د پاکستان په ملاتړ وکولای سوای پوره دولس کاله د افغان حکومت ، امریکا او ناټو په وړاندی جګړی ته دوام ورکړی، په داسی حال کی چی افغان حکومت د نړۍ د سترو هیوادونو د پوځی او مالی ملاتړ سره سره په یوه لسیزه کی و نه توانید حداقل یوه نسبی اداره رامنځ ته کړی ، یا د ټولو امکاناتو په شتون کی قضایی او پارلمانی ظرفیت ایجاد کړی، یا د فساد په وړاندی عملی ګامونه پورته کړی هغه چی د دولت بنیاد یی د موریانی په شکل خوړلۍ دی ، یا د ولس نسبی باور ترلاسه کړی بل العکس د ولس او حکومت تر منځ واټن ورځ تربلی پراختیا وموند. له همدی سببه طالبانو ته دا موقع برابره سوه چی خپل تحریک د یو سیاسی او پوځی ځواک په توګه مطرح کړی او نړیوال هم په دی قانع کړی چی یو سیاسی دفتر په قطر کی ورته جوړ کړی او احتمالا ډیر ژر به د ګوانتانامو څخه طالب مشران خوشی سی لکه اوس چی د طالب بندیانو د خوشی کیدو لړۍ په کابل او پاکستان کی دوام لری. ځنی خاصی کړۍ په ولس کی داسی ذهنیت او ویره ایجادوی چی ګواکی طالبانی حکومت به بیا تکرار سی ،خو دا مطلب حقیقت نلری اوس طالب مشران هم تیر دور ته ګرځیدل نه غواړی اوسنی د ټولنی اجتماعی تکامل، اقتصادی جوړښت ،مدنی جوړښت او نور شرایط د پخوا په پرتله تغیر کړیدی. خو د یو قانونمنده ټولنی جوړول، د انتقالی عدالت د بهیر عملی کیدل،د توپکسالاری ختمول او ولس ته دواک سپارل هغه بنسټیزه ضرورتونه دی چی په هرصورت کی باید د سرخط په توګه د هر تحول د کارونو الوویت جوړ کړی.

همدا راز وګورئ

f-image

از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ کفانی و زن ـ جهادی

  به قلم الهه افتخار   از زن آزاری و زن ستیزی تا زن ـ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *