جمعه، 28 جولای 2017

تازه خبر

2012
tolafghanistan.com

تازه خبر
»احمدالله رحمانی«
د افغانستان طالبان د امریکی متحده ایالاتو سره خبرو ته تیاری ښودلی دی

د جاپان تلویزیونی شبکه » این ايچ کی«  د طالبانو د یوه نماینده  »سهیل شاهین« په حواله خبر ورکوی چی د افغانستان طالبانو د امریکی متحده ایالاتو سره خبرو ته تیاری ښودلی دی ، پدی شرط چی امریکا د طالبانو بعضی شرایط و منی . طالبانو ویلی دی چی که امریکا د قطر په پلازمینه دوحه کښی د طالبانو ددفتر په پرانستلو کښی خنډ پیښ نکړی او د هغوی پنځه لوړ پوړی طالبان د امریکی له بندیخانو نه ازاد کړی ، هغوی به د امریکی سره د سولی مذاکری بیا پیل کړی . د سهیل شاهین په حواله طالبان به په افغانستان کښی د موقتی اوربند سره موافقه وکړی او د امریکی متحده ایالاتو سره به د سولی و میز ته کښینی .

د طالبانو او واشنګټن تر منځ د سولی خبری  په کال ۲۰۱۰ کی پیل شوی ، بیا د جاری کال د مارچ په میاشت کی بیرته قطع شوی .

»ټول افغانستان«
احمدالله رحمانی – المان

همدا راز وګورئ

f-image

ددوستم دمحاکمی غوښتنه

13.01.2012 روهی ویب      په پکتیا کی ددوستم دمحاکمی  غوښتنه دقومی مشرانو لخوا      دغونډې يوويناوال قومي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *