دوشنبه، 25 سپتمبر 2017

ددوستم دمحاکمی غوښتنه

13.01.2012 روهی ویب

     په پکتیا کی ددوستم دمحاکمی  غوښتنه دقومی مشرانو لخوا     

دغونډې يوويناوال قومي مشر جنت خان منګل وويل:افغانستان اوس مهال دې ته نده جوړ ،چې فدرالي نظام پکې رامنځ ته شي . نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل ،چې نور دې دافغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي او داډول دپردې تر شا غونډې دې نه جوړوي . همدارنګه په غونډه کې دپکتيا ولايتي شورای مشر ښايسته جان احدي خبرې وکړې او برلين غونډې دغندلو تر څنګ ېې له افغان دولت څخه وغوښتل ،چې هغه کسانو ،چې په دې غونډه کې ګډون کړی وي بايد محاکمه شي . ده وويل ،چې دفدرالي نظام جوړول دافغانستان دويش په مانا دی او هيڅکله به ېې ملا تړ ونه کړي بلکي پر وړاندې به ېې لازيات مخالفت وکړي . همدارنګه دمدني ټولنو په استازيتوب ډاکتر عبدالهادي حماس هم خبرې وکړې ،ده وويل دغه غونډې دهغو کسانو له خواکيږي ،چې لاسونه ېې دافغانستان دخلکو په وينو سره دي او دوی دخپلو شخصي ګټو په خاطر دغه کار کوي . دغونډي په پای کې يوشپږماده ايز پريکړه ليک هم صادرشو،چې پکې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې وه ،چې دبرلين دناستې پلټنه او ددې کسانو دمحاکمې غوښتنه پکې شوې وه. ياده دې وي ،چې څو ورځې وړاندې دجرمني دبرلين په ښار کې دامريکايي سناتورانو او دطالبانو دوخت دمقاومت څو تنو قومندانانو سره تر منځ غونډه شوې وه . په غونډه کې په افغانستان کې دجمهوري نظام په ځای دفدارلي نظام په جوړېدول خبرې شوې وې . ددې غوندې په جوړېدو سره سم په افغانستان کې يو شمير سياستوالو او ځينو ټولنو مخالفت کړی وو. خو دافغانستان ،جرمني او امريکا هيوادونو دغونډې په اړه نظرونه وړاندې کړل او ويي ويل ،چې دا ددولتونو استازيتوب نشي کولای

 

 

 

همدا راز وګورئ

f-image

کشته شدن 8 غیر نظامی در حمله هوایی

کشته شدن 8 غیر نظامی در حمله هوایی در ولایت پکتیکا   گران افغانستان،۲۸/۰۵/۲۰۱۲   …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *